ناټو

  1. ینس

    د ناټو سرمنشي ينس ستولټبرگ ويلي، لا وړاندې له وخته ده چې دا ټلواله د طالبانو په تړاو دريځ خپل کړي او یا افغانستان کې د نوي حکومت په تړاو قضاوت وشي. دى وايي نړیوال بايد د طالبانو په اړه د دې ډلې د ويناو پر بنسټ نه بلکې د هغوى کړنو ته په کتو قضاوت وکړي. بل لور ته ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن افغانستان کې د روان کړکېچ په تړاو خبرو لپاره راتلونکې اوونۍ جرمني او قطر ته سفر وکړي.

    نور معلومات
    next
  2. ناټو هېوادونه

    د ناټو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان روان ستونزمن وضعيت په اړه يوه ګډه اعلاميه کې ويلي چې افغانستان کې هر راتلونکی حکومت بايد نړيوالو مکلفيتونو ته غاړه کېږدي خو وايي د روانو شرايطو له امله يې له افغان چارواکو سره خپلې ټولې مرستې ځنډولې دي. د ناټو هېوادونو وزيرانو افغانستان کې په ټولو خواو غږ کړی چې د یوه ټول ګډوني حکومت د جوړولو لپاره کار وکړي چې د مېرمنو او لږکيو په ګډون ټول په کې برخه ولري او افغانستان بيا هېڅکله د ترهګرو لپاره د خوندي پټنځای په توګه و نه کارول شي.

    نور معلومات
    next
  3. طالبان

    له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر کې له دې ځواکونو سره د افغان ژباړنو او همکارانو لومړنۍ ډله د خپلو کورنیو له غړو سره نن جمعه متحده ایالتونو ته ورسېده. دې ډله کې دوه نیم زره کسان دي او د کډوالۍ ځانګړې ویزې ترلاسولو او طبي معاینو تر بشپړولو به د ویرجینیا په فورټ لي پوځي اډه کې استوګن وي. سپینې ماڼۍ ویلي، دا هغه کسان دي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت او کورني امنیت ادارو له څېړنې وروسته مخامخ امریکا ته د سفر حق ورکړل شوي.

    نور معلومات
    next
  4. بګرام

    د امریکا پوځ وايي له افغانستان د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو چاره له ۹۵ سلنې زیاته بشپړه شوې ، خو ټینګار کوي که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو د دغې ډلې پر وسله والو به هوايي بریدونه دوام وکړي. په دا مهال د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ وايي، ناټو مالي ملاتړ او بهر کې روزنې سره د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

    نور معلومات
    next
  5. سید عبدالله نظامي

    بي بي سي

    محب

    د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، د طالبانو وروستۍ بریاوې د جکړې په زور نه وې، بلکې ځینې سیاسي کړیو په خپلو تبلیغاتو ور سره مرسته وکړه چې د افغان ځواکونو مورال کمزوری کړي. ښاغلی محب دا مهال بریتانیا کې دی او د دغه هېواد له پوځي او امنیتي چارواکو سره د افغان ځواکونو په ملاتړ خبرې لري.

    نور معلومات
    next
  6. بوش

    د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش له افغانستان د امریکا او ناټو پوځیانو د ایستلو پرېکړه غندلې او دا یې یوه لویه تېروتنه بللې ده.‌ ښاغلی بوش د امریکا هغه ولسمشر و چې په ۲۰۰۱ کال کې یې پر نیویارک او واشنګټن د القاعدې له بریدونو وروسته افغانستان ته د امریکایي پوځیانو لېږلو پرېکړه کړې وه. اوس امریکا پرېکړه کړې چې د راتلونکي اګست میاشتې تر پایه یې افغانستان کې پوځي ماموریت ختمېږي.‌

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: امریکایانو بګرام کې څه پرېښي؟

    امریکایي او ناټو ځواکونه افغانستان کې له خپل شل کلن ماموریت وروسته څو ورځې وړاندې له بګرام پوځي اډې ووتل او دا مهم مرکز یې افغان حکومت ته وسپارلو.

  8. غني

    د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني قومندان، چې تېره ورځ يې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشري هم په غاړه واخيسته وايي، راتلونکي کې به افغانستان کې د امريکا پام د ترهګرۍ ضد هڅو او د افغان ځواکونو پر ملاتړ ور ټول وي. جنرال مېکنزي چې کابل کې يې د امريکا او ناټو ځواکونو د مخکېني قومندان جنرال سکاټ مېلر د دندې ختمېدو په دستوره کې وويل، د کابل هوايي ډګر امنيت او افغانستان کې د دېپلوماتیک حضور خوندي کول به هم له لومړيتوبونو وي.

    نور معلومات
    next
  9. اردوګان

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان تایید کړه، چې ترک ځواکونه به له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پلازمېنې کابل د حامد کرزي هوايي ډګر امنیت مسؤلیت پر غاړه واخلي. د ترکیې رسنیو رپوټونو کې د ښاغلي اردوغان له قوله ویل شوي چې '' له ناټو او امریکا سره خبرو کې جوته شوه چې موږ به کوم مسؤلیت پر غاړه اخلو او موږ به دا ګام په غوره انداز پورته کړو.'' د ترک رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، ښايي ترکیه د دې ماموریت لړ کې له هنګري او پاکستانه هم د همکارۍ لپاره مرسته وغواړي.

    نور معلومات
    next
  10. لیز دوسېټ

    د بي بي سي نړیوالو چارو خبریاله

    کابل، سفارتونه

    کابل کې سخته یخني وه او سړه جګړه ښه توده وه چې ما ته وروستی خبرداری پر یوې پاڼې راکړل شو. د بریتانیا شارژدافیر لارښوونه راته کړې وه ''په داسې حال کې چې لا هم عادي الوتنې شته زه باید تاسو ته لارښوونه وکړم چې له ځنډ پرته له افغانستانه ووځئ.''

    نور معلومات
    next