اسراییل او فلسطین

  1. Israeli Foreign Minister Yair Lapid (L) is greeted at Manama's airport by Bahraini Foreign Minister Abdullatif Al-Zayani (30 September 2021)

    د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ژایر لپیډ نن پنجشنبه بحرین ته تاریخي سفر کړی.‌ تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګېدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې یو اسرائیلی چارواکو بحرین ته سفر کوي. ښاغلی لپیډ به د دې سفر پر مهال بحرین کې د اسرائیلو سفارت پرنیزي او ګڼې هوکړې به لاسلیکوي. بحرین، متحده عربي امارات، مراکش او سوډان هغه هېوادونه دي چې د امریکا په منځګړتوب یې اسرائیلو سره دیپلوماتیکې اړیکې پیل کړې دي. ‌

    نور معلومات
    next
  2. فلسطین، اسراییل

    د فلسطیني ادارې د روغتیا وزارت وايي په لویدیځه غاړه کې د اسراییلو پوځ له خوا په عملیاتو کې لږ ترلږه څلور فلسطینیان وژل شوي دي. ویل کېږي چې د جنین له ښار سره نژدي سخته جګړه روانه ده.

    نور معلومات
    next
  3. اسراییل

    د اسراییلو پوځ وايي د هغو شپږو تنو فلسطیني بندیانو وروستي دوه کسان یې هم بېرته ونیول چې دوه اونې وړاندې له تر ټولو خوندي زندانه په تېښته بریالي شوي وو. د اسراییلو د دفاع وزارت ویلي چې دغه دوه فلطسینیان د اسلامي جهاد ډلې غړي دي او په لویدیځه غاړه کې له محاصره کولو وروسته ونیول شول.

    نور معلومات
    next
  4. مصر

    د اسراییل لومړی وزیر نفتالي بېنت د مصر په شرم الشیخ سیمه کې د دغه هېواد له ولسشمر عبدالفتاح السیسي سره په خبرو بوخت دی. دا یوه لسیزه وروسته مصر ته د یو اسراييلي لومړي وزیر رسمي سفر دی.

    نور معلومات
    next
  5. اسراییل

    اسرائیلي چارواکو وروسته له هغه د لټون عملیات پیل کړي چې شپږ تنه فلسطیني زندانیان تېره شپه د اسرائیلو له تر ټولو خوندي زندانونو په تېښته بریالي شول.

    نور معلومات
    next
  6. A child is pictured in Haji camp for internally displaced people, Kandahar, southern Afghanistan.

    ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د جګړې له کبله یوازې تېرو دریو ورځو کې لږ تر لږه ۲۷ ماشومان وژل شوي دي. ملګري ملتونه وايي، وژل شوي ماشومان د کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو اوسېدونکي وو. بل لور ته د سمنګان ولایت د والي مرستیال مني چې د دغه ولایت مرکز ایبک ښار د طالبانو لاس ته لوېدلی دی. دا په تېره یوه اوونۍ کې پنځم ښار دی چې د حکومت له واکه وځي.

    نور معلومات
    next
  7. اسرائیل

    د اسرائیلو لومړي وزیر نفتالي بېنېټ د عمان اوبو ته نږدې پر مېرسر سټریټ بېړۍ د برید په تړاو د "جي اووه" هېوادونو دریځ ستایلی او د ایران خلاف یې د اقداماتو غوښتنه کړې. ښاغلي بېنټ پر مېرسر سټریټ د برید په تړاو د امریکا د پوځ د څېړنو له پایلو رضایت وښود.

    نور معلومات
    next
  8. Video content

    Video caption: د مېږو لویه رمه له پاسه داسې ښکاري

    اسرائیلي کامره‌من په بې پیلوټه الوتکه د مېږو وېډیوګانې ثبت کړې دي. د لیور پټېل دا وېډیوګانې پر فېسبوک تر ۱۰۰٫۰۰۰ ډېر ځله کتل شوې دي.

  9. سانتریفوژهای ایران

    اسراییلۍ رسنۍ وايي، د ایران پلازمېنې تهران په کرج ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکې برید کې د دغه هېواد د اټومي سانتریفیوجونو د جوړولو مرکز زیانمن شوی دی. د ایران د اټومي انرژۍ ادارې هم پرون وویل، د یوې بټۍ پرضد یې د ورانکاري ګام مخه یې نیولې او بټۍ ته زیان نه دی رسېدلی.

    نور معلومات
    next
  10. Explosions light-up the night sky above buildings in Gaza City as Israeli forces shell the Palestinian enclave,

    سراییل وايي له هغه وروسته یې غزه کې د حماس پر موخو هوايي ګوزارونه وکړل چې له هغه ځایه اسراییلو ته لمبه يي(اوریز یا اور اچوونکي) بالونونه واستول شول. د سې شنبې په ورځ څو بالونونه له غزې اسراییلو ته ولیږل شول، چې هلته د اورلګیدنې سبب شول. دا د اسراییلو او حماس ترمنځ تر یوولس ورځنۍ جګړې وروسته، چې مې میاشت کې اوربند سره پای ته ورسیده، لویه مقابله ده.

    نور معلومات
    next