عراق

  1. Damage to the Iraqi PM's home in Baghdad, 7 November

    د عراق لومړی وزیر مصطفی کاظمي وايي، پلازمېنه بغداد کې له هغه ډرون بریده روغ وتلی، چې پر کور یې شوی. چارواکي وايي، د ښاغلي کاظمي له مېشت ځای سره هغه ډرون ټکر شوی، چې باروت ورپورې تړل شوي وو او دې پېښه کې د نوموړي شپږ تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.

    نور معلومات
    next
  2. عراق داعش ډله

    د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي ویلي چې د ابوبکر البغدادي یو مرستیال چې د داعش ډلې مالي تامینونکی و نیول شوی دی. رپوټونه وايي چې د ابوبکر البغدادي دغه مرستیال چې نوم یې په رسنیو کې سامي جاسم یاد شوی د امریکا لخوا هم څارل کېده. لومړي وزیر په یوه ټویټ کې ویلي: ''په داسې حال کې چې زمو د امنیتي ځواکونو اتلان د انتخاباتو په امنیت ساتلو پر ورټول کړی و، د عراق د استخباراتو همکارانو یې د سمیع جاسم د نیولو لپاره یو لړ پیچلي عملیات ترسره کول.''

    نور معلومات
    next
  3. له ۲۵ میلیونو ډېر عراقیان په اوسنیو ټاکنو کې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي.

    عراقیانو د فساد پرضد او بې روزګارې په اعتراض له پراخو هغو مظاهرو وروسته چې په ۲۰۱۹ کال کې پیل شوې وې په لومړي ځل پارلماني ټاکنو کې رایې واچولې. په پام کې وه چې دغه ټاکنې بل کال ترسره شي خو د نارامیو له امله چې په ترڅ کې یې په سلګونه کسان ووژل شول شپږ میاشتې رامخې ته شوې.

    نور معلومات
    next
  4. عراق

    د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د روان میلادي کال تر پای له عراق د دغه هېواد جنګي ځواکونه وځي او پاتې ځواکونه به یې د عراقي پوځ روزلو او سلا مشورو ورکولو ته دوام ورکوي. د جو بایډن دا اعلان سپینه ماڼۍ کې د عراق له لومړي وزیر مصطفی کاظمي سره تر لیدنې وروسته دی. عراق کې دوه نیم زره امریکايي پوځ له ځايي ځواکونو سره د داعش د پاتې شونو په ځپلو کې مرسته کوي. د دواړو مشرانو لیدنه په عراق کې پر امریکايي ځواکونو ایران ته د نږدې وسلوالو د بریدونو د زیاتېدو اندېښې سره هممهاله ده.

    نور معلومات
    next
  5. بغداد

    عراق کې امنیتي سرچینې وايي د دغه هېواد پلازمېنه بغداد کې یوې زوروې چاودنې لږترلږه ۳۵ کسان وژلي دي.

    نور معلومات
    next
  6. مصطفی کاظمي

    د عراق لومړی وزیر مصطفی کاظمي د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره لیدو لپاره واشنګټن ته ځي.

    نور معلومات
    next
  7. Fire at Nasiriya hospital, Iraq (12 July)

    د عراق د ناصریه ښار د یوه روغتون د کوویډ-۱۹ ناروغانو څانګه کې اور تر ۶۰ ډېر کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. چارواکي وايي، اور په الحسین روغتون کې لګېدلی او اوس کنټرول شوی دی. لا هم د پښې په تړاو پلټنې روانې دي، خو لومړني رپوټونه وايي، د اکسیجن ډبې چاودلو سره اور ولګېد.

    نور معلومات
    next
  8. رمزفلډ

    د امریکا پخوانی دفاع وزیر ډونلډ رمسفلډ چې د عراق جګړې یو اصلي طراح و، په ۸۸ کلنۍ کې مړ شو. هغه د زوی جورج بوش ولسمشرۍ کې د کابینې غړی او له "ترهګرۍ" سره د جګړې برخه کې د حکومت اصلي ملاتړی و. نومړی پر ۱۹۷۵ کال تر ټولو ځوان کس و چې د امریکا د دفاع وزیر په توګه وپېژندل شو او بیا د جورج بوش ولسمشرۍ کې تر ټولو بوډا کس و چې همدا دنده یې درلوده.

    نور معلومات
    next
  9. ایهاب الوزني

    د عراق کربلا کې د حکومت مخالف فعال د وژل کېدو په غبرګون کې تر یو ورځنیو اعتراضونو وروسته ځینو رسنیو ویلي چې ځینو لاریونیانو کربلا کې د ایران کونسلګرۍ مخې ته د کونسلګرۍ اړوندو ګاډو ته اور اچولی دی.

    نور معلومات
    next
  10. KHAMENEI.IR

    یاهونیوز د امریکا له اوسنیو او پخوانیو ۱۵ چارواکو سره د مرکو له لارې د دغه هېواد په لاس د ایران د سپاه پاسدران د قدس څانګې د پخواني مشر قاسم سلیماني د وژلو په هکله د عملیاتو نوي مالومات ترلاسه کړي دي.

    نور معلومات
    next