د بښنې نړیواله اداره

  1. مدرسمه

    د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې چارواکو د جي سېون تري سیمه کې د لال مسجد یا سره جومات په څنګ د جامعه سیده حفصه پر ودانۍ د طالبانو امارت اسلامي افغانستان ټومبل شوي بیرغونه راښکته کړي دي. د اګست پر ۱۹ د دې مدرسې پر ودانۍ څلور یا پنځه بیرغونه لګول شوي وو. د سره جومات شهدا فاونډېشن ادارې یوه ویاند په خبره د بیرغونو له لګېدو لږ وروسته د پلازمېنې اسلام اباد ځايي چارواکو مدرسې ته ورغلل او (درخواست) یې وکړ چې دا بیرغونه باید د مدرسې له ودانۍ لېرې کړل شي.

    نور معلومات
    next
  2. سمیع الله موسی‌زی

    بي بي سي، لندن

    کندوز

    د بښنې نړیوال سازمان د هغو افغان کمانډو ځواکونو وژل جنگي جنايت بللى چې يوه امريکايي ټلويزيون يې تېره ورځ ويډيو خپره کړه. دا سازمان له افغان چارواکو غواړي، سملاسي د دې ناوړه عمل په اړه څېړنې او هڅه وکړي چې د دې پښې عاملان د عدالت منګولو ته وسپارل شي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سي اېن اېن دا راپور له حقیقت لرې بولي.

    نور معلومات
    next
  3. افغانستان، کورونا، بخښنې نړیوال سازمان

    په داسې حال کې چې په افغانستان کې په کوويډ - ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان له حکومته غوښتنه کړې چې د کورونا ناروغانو لپاره دې د اکسېجن د کمښت ستونزه ژر تر ژره هواره کړي. نوموړي سازمان دغه راز غوښتنه کړې چې افغان حکومت دې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ خلکو ته د کورونا واکسین او ناروغانو د درملنې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

    نور معلومات
    next
  4. محمد ندیم اشرف

    بي بي سي

    UNAMA

    نن د می ۳مه چې د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده، امریکا، ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه د رسنیو نړیوالې ورځې په مناسبت له افغان رسنیو خپل ملاتړ اعلانوي او وايي، د افغان خبریالانو پرضد تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي.

    نور معلومات
    next
  5. ایران

    د بښنې نړیوالې ادارې او د انساني حقونو څارډلې خپلو جدا بیانیو کې د امیر حسین مرادي، سعید تمجیدي او محمد رجبي د اعدام حکم د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. ایران کې د دې دریو کسانو د اعدام حکم خپرېدو پسې په دغه هېواد او بهر کې نېټ کارنو د #اعدام_ مه کوئ په نوم هشټګ پیل کړ، چې څو ګړیو کې په نړیوال ټرېنډ بدل شو او تر تېرو څلورو ګړیو مخکې له دوو میلیونو او شپږ لکو ډېر شریک شوی دی.

    نور معلومات
    next
  6. پښتین

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن سې شنبه ماسپښین د ډېره اسماعیل خان له زندانه را خوشی شو. د ښاغلي پښتین هرکلي ته د غورځنګ ګڼ شمېر ملاتړي او مینه وال مخې ته ورغلي وو. ښاغلی پښتین له زندانه تر راوتلو وروسته خپلو پلویانو ته وینا هم وکړه

    نور معلومات
    next
  7. Amnesty interantional

    د بښنې نړیوالې ټولنې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول باید د ولسي مرګ ژوبلې د بشپړ مخنیوي په مانا وي. دې ټولنې په یوه ویناپاڼه کې پر امریکا او طالبانو غږ کړی، چې د سولې په روانو خبرو کې باید دا ژمنه وکړي، چې د جګړې قوانینو ته به غاړه ږدي او پر ولسي وګړو به هر ډول بریدونه دروي.

    نور معلومات
    next
  8. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني په لوګر ولایت کې د جنسي تېریو د هغو رپوټونو په هکله ژوره خواشیني څرګنده کړې، چې د بشري حقونو دوه تنو ځایي فعالانو خپاره کړي وو. ولسمشر غني امر کړی چې دا نیول شوي فعالان دې د ملي امنیت له بنده ازاد او د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شي

    نور معلومات
    next