بې وزلي

  1. Video content

    Video caption: 'نه غواړم خپل ژوند ‌پر سړکونو تېر کړم'

    کله چې اسما شیخ د هند ممبۍ ښار په یوه عالي لېسه کې داخله شوه، هغه په دې لاسته راوړنې ډېره خوښه وه، خو دوه کاله وروسته هغې د پوهنتون یوه ټولګي کې برخه نه ده اخیستې.

  2. د کندهار پنجوايي کې بې ځایه شوي.

    د ماشومانو ژغورلو موسسه (Save the Children) وايي تېرې دوه میاشتې "جون او جولای" افغانستان کې ۸۰ زره ماشومان د جنګ جګړو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. دا اداره خبرداری ورکوي چې دغه ماشومان اوس خوراکتوکو، سرپناه او درملو ته جدي اړتیا لري.

    نور معلومات
    next
  3. AFP

    د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي بنسټ سیګار د امریکا کانګرس ته په خپل درې میاشتنې رپوټ کې د ملګرو ملتونو له خولې ویل شوي چې د افغانستان د ټول نفوس نژدې نیمايي برخه وګړي د کورونا وبا له امله بشري مرستو ته اړتیا لري، په رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان د ټول نفوس نژدې نیمايي برخه ښايي راتلونکی کال له لوږې سره مخامخ شي.

    نور معلومات
    next
  4. SNS

    کابل کې پولیسو یو کس پر یوې ۹ کلنې ماشومې د جنسي تېري په تور نیولی دی. دا پېښه پرون دوشنبه "د وري/حمل ۲مه" د کابل د دریمې ناحیې اړوند په کارته سخي سیمه کې شوې ده. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د تورن کس "دوسیه به د څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته" وسپارل شي.

    نور معلومات
    next
  5. د ماشومانو زیږون کم شوی

    د هغو لپاره چې فکر یې کاوه قرنطین به د واده شویو لپاره د دې لامل شي چې هغوی به د اولاد له زیږون پرته بل کار و نه لري، یو حیرانونکی خبر دی - د ماشومانو زیږون زیات نه بلکې کم شوی دی.

    نور معلومات
    next
  6. ښوونځي

    د بریتانیا حکومت وايي، له ۱۲ کلونو په ډېر عمره افغان نجونو ښوونځیو کې د ترانې ویلو محدودیت به سملاسي وارزوي، ځکه دا محدودیت پر هغو ښوونځیو هم پلی کېږي چې بریتانیا یې مالي ملاتړ کوي. پرون د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون هم وویل، ښوونه روزنه او هنري فعالیت د هر انسان بنسټیز حق دی او د دې حق هر ډول محدودیت د ماشومانو د ملاتړي قانون، د افغانستان اساسي قانون او بشري حقونو خلاف ګڼل کېدی شي.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: يمن کې لوږه: څلور سوه زره ماشومان يې قربانيان دي
  8. s

    د غور د ولایتي شورا او مدني ټولنې یوشمېر غړي وایي پوره یو کال وړاندې د افغانستان ولسمشر د ویډیو کنفرانس له لارې د غور لپاره د دریو لویو پروژو د ترسره کولو ژمنه وکړه، خو هېڅ یوه یې نه ده عملي شوې.

    نور معلومات
    next
  9. خلک

    د هرات والي وحید قتالي د یوه کلي له هغو خلکو سره د مرستې ژمنه کړې چې د تنګلاسۍ له امله د خپلو پښتورګو یا ګوردو پلورلو ته اړ شوي وو. نوموړي ګواښ کړی چې د پښتوروګو دا ډول عملیاتو کې ښکېل روغتونونه به څارنوالۍ ته ور وپېژني.

    نور معلومات
    next
  10. af

    د افغانستان اقتصاد وزارت د وروستیو څېړنو او سروې ګانو پر بنسټ ویلي، دا ځل د لرې پرتو سیمو پرتله په ښار مېشتو وګړو کې د بې وزلۍ کچه لوړه ثبت شوې ده. وزارت ویلي په ښارونو کې د کورونا ګرځبندیز له کبله بې وزلي څلور سلنه او په لرې پرتو سیمو چې د دوی په وینا کورونا ډېر اغېز نه درلود بې وزلي درې سلنه ډېره شوې ده.

    نور معلومات
    next