سیاست

  1. د روسیې ټاکنې

    په روسیه کې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین اړوند متحدې روسیې ګوند په پارلماني ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه. ګوند په ټاکنو کې د رایې ورکولو بهیر له پای ته رسېدو یوازې څو ساعته وروسته د بریا اعلانونه پیل کړل. د روسیې ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، تر اوسه ۶۴ سلنه رایې شمېرل شوې، او د لومړنیو پایلو له مخې د ولسمشر پوتین متحدې روسیې ګوند ۴۸ سلنه او کمونیست ګوند ۲۱ سلنه رایې ګټلې دي.

    نور معلومات
    next
  2. شانګهای غونډه

    د چین دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د دغه هېواد ولسمشر شي جینګ پینګ په دوشنبه کې د شانګهای همکاریو سازمان (ایس سي او) سرمشریزې غونډې ته انلاین خبرو کې وویل، افغانستان کې باید د واک سوله ییز لېږد باوري شي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ویډیويي لینک له لارې غونډې ته وینا وکړه او د ایس سي او اړیکو ډلې ته یې له کابل سره د اړیکو بیا پیلولو وړاندیز وکړ. ښاغلي پوتین په افغانستان کې له وینې تویېدنې پرته د 'واک لېږد' مثبته چاره وبلله.

    نور معلومات
    next
  3. له استفعا وروسته مېرمن سیګرید وویل، د حکومت تګلارې دفاع کوي، خو ''د پارلمان غړو د نظر درناوی کوم.

    له افغانستانه د هالنډ ژباړنو او د دې هېواد ځايي کارکوونکو ایستلو پر څرنګوالي د نیوکو له ډېرېدو وروسته د هالنډ بهرنیو چارو وزیرې سیګرید ګاګ استعفا وکړه. هالنډ پارلمان یو پرېکړه لیک تصویب کړی چې پکې د افغان ژباړنو ایستلو لړ کې د 'پڅ غبرګون' له کبله پر هالنډ حکومت نیوکه شوې.

    نور معلومات
    next
  4. سفارت

    رویټرز خبري اژانس وایي، په افغانستان کې ناڅاپه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړۍ ګڼو هېوادونو کې افغان دیپلوماتان او استازولۍ له سختو ستونزو سره مامخ دي. تېره سې شنبه د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان دیپلوماتیکو ماموریتونو ته یوه پیغام کې ویلي، له معمول سره سم دې خپلې چارې پر مخ بیايي، خو د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې یو شمېر افغان دیپلوماتان راتلونکي ته اندېښمن دي.

    نور معلومات
    next
  5. A UK Astute Class nuclear-powered submarine

    امریکا، بریتانیا او اسټرالیا په هندي ارام سمندر کې د چین د اغېز کمولو لپاره خپلو منځو کې تاریخي امنیتي تړون اعلان کړی.‌ د دې تړون له مخې به اسټرالیا په لومړي ځل اجازه ولري چې په هستوي وسلو سمبال اوبتلونه تولید کړي، د دې چارې لپاره به امریکا تکنالوژي ورکوي.‌ دې تړون ته د (اوکوس) نوم ورکړل شوی او له مخې به یې د مصنوعي څیرکتیا، انټرنیټي امنتیت او انرژۍ برخه کې هم همکاري‌ کېږي. خو په واشنګټن کې د چین سفارت دا اعلان غندلی او درې واړه هېوادونه یې تورن کړي چې لا هم د سړې جګړې ذهنیت لري او ایدیولوژیک تبعیض کوي.‌‌

    نور معلومات
    next
  6. عمران خان

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، فکر کوي افغانستان یوې تاریخي دوه لارې ته رسېدلی دی. نوموړی وايي، موږ دعا کوو، چې څلوېښت کاله وروسته دا هېواد د سولې پر لار یون وکړي او په وینا یې که طالبان د ټولو په ګډون یو حکومت جوړ کړي، داسې کېدای شي. نوموړی وايي، افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدلېدای شي او په وینا یې د افغانستان حالت 'اندېښمنونکی ' دی.

    نور معلومات
    next
  7. بلېنکن

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له پاکستانه غوښتي، تر هغه وخت دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني چې طالبانو د نړیوالو غوښتنې نه وي منلي. ښاغلي بلېنکن د خپل هېواد کانګرس بهرنیو چارو کمېټې ته وویل: ''د پاکستان په ګډون باید ټول هېوادونه پر هغو غوښتنو ټینګار وکړي چې په رسمیت د پېژندلو بدل کې یې په طالبانو پورې غوټه کړې دي.

    نور معلومات
    next
  8. برادر

    په ټولنیزو رسنیو او وټس اپ ګروپونو کې له تیرو څو ورځو راهیسې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ ډزې شوې دي او ملا برادر ټپي یا وژل شوی. طالبانو او خپله ملا برادر دا ګنګوسې رد کړې دي. خو کابل او دوحه کې طالب سرچینو بي بي سي ته منلې چې د دې ډله د مشرانو ترمنځ د نوي حکومت پر جوړېدو او ترکیب اختلاف شته او ملا برادر په خپګان کندهار ته تللی و.

    نور معلومات
    next
  9. مصر

    د اسراییل لومړی وزیر نفتالي بېنت د مصر په شرم الشیخ سیمه کې د دغه هېواد له ولسشمر عبدالفتاح السیسي سره په خبرو بوخت دی. دا یوه لسیزه وروسته مصر ته د یو اسراييلي لومړي وزیر رسمي سفر دی.

    نور معلومات
    next
  10. سعید خطیب زاده

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، کابل کې د طالبانو لخوا اعلان شوی سرپرست حکومت هغه څه نه دي چې ایران او نړیواله ټولنه یې غواړي، خو پوهېږي چې دا ګام یوازې د وزارتونو سرپرستۍ لپاره اخیستل شوی. د دې وزارت ویاند سعید خطیب زاده دوشنبه رسنیو ته وویل، لا وختي دی چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړې مراسمو کې د ګډون یا نه کډون په اړه وغږېږي، او د طالبانو عمل ته په کتو به په دې اړه پرېکړه کوي.

    نور معلومات
    next