فساد

  1. غني

    د افغانستان پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې له کابله د وتلو پر مهال یې میلیونونه ډالر له ځان سره وړي دي. ښاغلي‌غني چارشنبه پر خپله ټوېټر یوه اوږده اعلامیه کې ویلي، له کابله وتل یې د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وه. نوموړي ټینګار کړی چې یوازې د خپل امنیتي کسانو په ټینګه سپارښتنه او په کابل ښار کې د جګړې او وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره یې پرېکړه وکړه چې له پلازمېنې ووځي.

    نور معلومات
    next
  2. کابل

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" نن چارشنبه د اګست ۴مه د اداري فساد ضد پنځم کلنی رپوټ خپور کړی دی. دغه رپوټ چې " د فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه: روڼتیا، امانتداري او حساب ورکول زیاتوي" په نوم خپور شوی افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د روانو هڅو ډیرول اړین بولي. دغه راپور کې د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ د ۲۰۲۱ کال تر مې پورې د افغان حکومت فساد ضد هڅو او اقداماتو ته پام شوی دی.

    نور معلومات
    next
  3. Gilded toilet and bidet in SK video

    روسیه کې چارواکو په اداري فساد کې د ککړو پولیسو پر ضد د عملیاتو بهیر کې د یوه داسې تشناب په ګډون چې سره زر پکې کارول شوي، په یوه ودانۍ کې یو شمېر ګران بیه توکي موندلي دي.

    نور معلومات
    next
  4. GMIC

    د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې کمېسون وايي، د زدکړو یوه بهرني بنسټ ۳زره افغانانو ته د لوړو زدکړو جعلي اسناد ورکړي دي. د دې کمېسون مشر عبدالقیوم نظامي د چارشنبې په ورځ وویل، په همدې جعلي اسنادو ځينو کسانو لوړې دولتي دندې هم اخیستې دي:

    نور معلومات
    next
  5. Alexei Navalny in court in Moscow, 2 February

    امریکا او اروپایي ټولنې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو سیاسي مخالف الېکسي نوالني ته د زهرو ورکولو او د هغه د وژلو په قضیه کې پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه اعلان کړي دي. ښاغلي نوالني ته تېر کال د هوایي سفر پر مهال الوتکه کې زهر ورکړل شوي وو. خو روسیه دې پېښه کې لاس درلودل ردوي.

    نور معلومات
    next
  6. French ex-President Nicolas Sarkozy in court building, 10 Dec 20

    د پاریس یوې محکمې د فرانسې پخواني ولسمشر نېکولاس سارکوزي ته د فساد په یوه قضیه کې د درې کاله بند سزا اورولې ده،‌ خو له دې مودې یې دوه کاله سزا تاجیل یا ځنډول شوې. پر ۶۶ کلن پخواني‌ ولسمشر تور دی چې د خپل ګوند په اړه یوه جرمي قضیه کې یې د اړوند قاضي نه مالومات غوښتي وو،‌ او په بدل کې یې هغه ته په یو لوړ پوسټ د دندې وړاندیز کړی و. تمه کېږي چې ښاغلی سارکوزي به د محکمې د دې پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه کوي.

    نور معلومات
    next
  7. kabul

    د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، په روان هجري لمریز کال کې یې له فساد سره د اداري فساد نژدې ۱۸۰۰ دوسیو ته رسېدنه کړې چې ۲۶۶ یې د درنو جرمونو او نورې د عادي جرمونو اړوندې دي. ددغو دوسیو تورن د وزارتونو له مرستیالانو نیولې د ملي شورا، ولایتي شوراګانو غړو، رییسانو او پوځي او ملکي کارمنانو پورې دي. ددغو دوسیو ارزولو پایله کې میلیونونه افغانۍ د دولت خزانې ته ستنې کړل شوې دي.

    نور معلومات
    next
  8. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ۶۰ سلنه نړیواله مرسته له بودیجې اېستل شوې ده. افغان ملت فاسد نه دی او یو اقلیت چې فساد کوي باید اجازه ور نه کړل شي چې د ملت راتلونکی تبا کړي. په دا مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات تورغونډۍ بندر څلور چارواکي یې د مالي فساد په تور نیولي او کابل ته یې لېږدولي دي. په نیول شویو کې د بندر مشر، مالي کارپوه، د عوایدو مدیر او د بیلانس مدیر دي.

    نور معلومات
    next
  9. څارنوالان

    د افغانستان له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ یا ابتدایي محکمې د مشرانو جرګې درې تنه پخواني غړي د څلوېښت زره امریکايي ډالرو د بډو اخيستنې په تور له لسو کلونو په زیاته موده بند محکوم کړي دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مشرانو جرګې د دغو سناتورانو تر نیول کېدو وروسته د هغوی غړیتوب لغوه او پر ځای یې نور کسان وټاکل.

    نور معلومات
    next
  10. اشرف غني

    د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (سیګار) په خپل یوه وروستي رپوټ کې ویلي، د افغانستان ټاکنیز نظام له فساد او ګڼو ستونزو ډک دی او په دې برخه کې د امریکا او نړیوالې ټولنې څه باندې یو میلیارد ډالره پانګونې کومه ګټه نه ده کړې. افغان حکومت او یا هم د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې دمه د سیګار دې وروستي رپوټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

    نور معلومات
    next