کډوال او پناه غوښتوونکي

  1. Video content

    Video caption: د يوه کډوال خوبونه ;وطن ته د ستنېدو ارمان
  2. تاجکستان، افغان کډوال

    د افغانستان د ګاونډي هېواد تاجکستان چارواکي وايي ۸۰ افغان کورنیو په دغه هېواد کې پناه اخيستې ده. د تاجکستان د کورنيو چارو وزير رمضان رحیمزاده دغه هېواد ته د افغان کډوالو د رسېدو موضوع دوشنبه کې د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له مسوول سره خبرو کې ياده کړې ده.

    نور معلومات
    next
  3. افغانان، میکسیکو، کډوال

    فېسبوک بي بي سي ته ویلي وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان کنترول خپل کړ له ۱۷۵ کسانو سره یې له افغانستانه په وتلو کې مرسته کړې ده. د فېسبوک د ادارې مامورین هم په هغې الوتکې کې وو چې میکسیکو ته یې افغانان لېږدول.

    نور معلومات
    next
  4. چمن - بولدک

    د افغانستان او پاکستان تر منځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه چمن ښارګوټي کې ځايي چارواکي وايي، هغو افغانانو ته به له چمن او کلا عبدالله سیمو مخکې د تلو اجازه نه ورکول کېږي چې له افغان 'تذکرې' سره دغه هېواد ته ورځي.

    نور معلومات
    next
  5. کابل

    د امریکا دفاعي او پوځي چارواکو له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو عملیاتو په هکله د دغه هېواد په دفاع وزارت کې یوه خبري غونډه کړې. د امریکا پوځ د سیمه ییزو امنیتي عملیاتو څانګې مرستیال مشر جنرال هنک ټیلر وايي د خلکو ایستلو عملیاتو کې ډېر تمرکز پر دې دی چې' وکولای شو په مناسبه او خوندي توګه' هر څومره زیات کسان چې ایستلای شو، وایستل شي. د جنرال ټیلر په خبره اوس هم په هوايي ډګر کې ۱۰ زره داسې کسان شته چې له هغه ځایه وتلو ته انتظار کوي.

    نور معلومات
    next
  6. هیکو ماس

    له کابل هوايي ډګره د خلکو ایستلو لپاره د اګست ۳۱ ضرب الاجل غځولو لپاره د جرمني، ترکیې، امریکا او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې. د جرمني بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وايي، د جي ۷ هېوادونو مشران باید له کابل هوايي ډګره بهر ته د خلکو لېږدولو بهیر همغږی کړي او پر دې غور وکړي چې د امریکا له لوري ټاکل شوې اګست ۳۱ مې ضرب الاجل وغځول شي او که نه.

    نور معلومات
    next
  7. یونان - ترکیه پوله

    یونان له ترکیې سره پر خپله پوله د افغان کډوالو مخنیوي لپاره ۴۰ کیلومتره کټاره او د څار نظام لګولی دی.

    نور معلومات
    next
  8. هتل

    په بريتانيا کې د شفيلډ سیمې پوليس وايي هغه ماشوم چې د دې ښار يوه هوټل کې له کړکۍ لاندې راپرېوت او وروسته مړ شوی د يوې افغان کډوالۍ کورنۍ ماشوم و چې تازه بريتانيا ته راغلي وو. د پوليسو په وينا پنځه کلن محمد منيب مجيدي د هغه هوټل د نهم پوړ د يوې کوټې له کړکۍ رالوېدلی، چې له مور سره پکې دېره وه.

    نور معلومات
    next
  9. Afghan people sit along the tarmac as they wait to leave the Kabul airport

    د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې شاوخوا شل زره افغانانو ته به د راتلونکو څو کلونو په موده کې د بریتانیا ویزه او په دې هېواد کې ځای پر ځای کېدو سهولت برابروي. بریتانیا دا اعلان پر افغان پلازمېنه کابل د طالبانو تر ولکې دوه ورځې وروسته کوي. د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر لخوا ویل شوي چې بریتانیا کې د مېشتېدو ددې نوي پروګرام هدف به داوي چې د ښځو او نجونو په ګډون د هغو خلکوسره مرسته وکړي چې تر تولو ډېره اړتیا ولري.

    نور معلومات
    next
  10. جلال اباد

    طالبان وايي د افغانستان ختیځ کې تر ټولو ستر او مهم ښار جلال اباد، د خوست مرکزي ښار، د دایکندي مرکز نیلي او د میدان وردګو مرکز میدان ښار ته ننوتي دي. راپورونه دا دي چې دغه ښارونه له جنګ جګړې او مقاومت پرته طالبانو ته سپارل شوي دي. له دې سره طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ويلي د وروستیو جګړو او نا امنیو له امله د هېواد په کچه نږدې لس زره کورنیو خپلې مېنې پرېښي دي.

    نور معلومات
    next