سور صليب

  1. افغانستان

    د سره صلیب نړیوالې ادارې ویلي په افغانستان کې په تېرو څو میاشتو کې د تاوتريخوالي زیاتوالي پر ملکي وګړو ناورين زیږوونکې پایلې لرلې. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روان میلادي کال په لومړيو شپږو میاشتو کې يې د نږدې پنځوس زره ټپیانو مرسته کړې. بېلګې په توګه يې د کندهار د میرویس روغتون یادونه کړې چې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې په وسلو ۲۳۶۶ ټپیان وروړل شوي.

    نور معلومات
    next
  2. Video content

    Video caption: افغانستان کې کورونا وېروس نژدې له کنټروله وتلی

    د سره صلیب نړیوال فدراسیون او افغاني سره میاشت وايي، په افغانستان کې کورونا وېروس نږدې له کنټروله وتلی او د کړکېچ نقطې ته نږدې شوی دی.

  3. Video content

    Video caption: سره صلیب د افغان ملکیانو پر وژنه اندېښنه ښوولې

    د سره صلیب نړیوالې کمېټې نوي ټاکل شوي مشر په قطر کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو هرکلی کړی دی، چې که وکولای شي، په دغه هېواد کې د لسیزو جګړه پای ته ورسوي.

  4. جکاررټا

    سور صلیب وايي، له افغان سرې میاشتې ادارې سره په شریکه یې د هغو جسدونو د کفن، دفن چارو معیاري کولو بهیر ته وده ورکړې، چې ګومان کېږي د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي او له دغې ملي ادارې سره یې د خوندیتوب الاتو او مړو کسانو د جسدونو لپاره د ځانګړو کڅوړو مرسته کړې.

    نور معلومات
    next
  5. یمن جګړه

    سور صلیب نړیواله کومیټه وایي، د سعودي په مشرۍسیمه ییزې ټلوالې په یمن کې پر یوه زندان بمبار کړی او تر سلو ډېر کسان یې وژلي دي. خو دا ټلواله وایي، په دې برید کې هغه پوځي هدفونه په نښه شوي چې ډرون بریدونه ترې کېدل او توغندي ترې توغول کېدل

    نور معلومات
    next