مهندسي

  1. Video content

    Video caption: په توکیو کې د لاس د اوږدوالي په اندازه اپارتمانونه

    هغه ځوانان چې نغدې پیسې نه لري بیا هم د جاپان په پلازمېنه کې له مالي اړخه کولای شي په ډېرو کوچنیو کورونو کې ښاري ژوند وکړي.

  2. Video content

    Video caption: ۱۳۹ کلن کور څنګه ولېږدول شو؟

    د امریکا سن فرانسیسکو اوسېدونکي د یوه ۱۳۹ کلن کور لېږدېدو سیل ته راغونډ شوي وو.‌

  3. Video content

    Video caption: نیلوفر ایوبي: ښځې دې د سړیو جیبونو ته سترګې نه نیسي

    په افغانستان کې د نویو ودانیو او د کورونو او دفترونو د نوي ډیزاین په راتګ سره، اوس ښځې هم د کورونو ډیزاینولو کې کار کوي.

  4. Image shows the Colosseum in Rome

    د ایټالیا حکومت له انجینري شرکتونو غوښتي چې پلازمېنې روم کې د تاریخي "کولوزیم" د فرش بیا رغولو او د دې دوانۍ تاریخي شان او حیثیت بېرته را ژوندي کولو لپاره ورسره اړیکه ونیسي. کولوزیم لا هم د ایټالیا تر ټولو مشهوره تاریخي ودانۍ ده او یوازې په تېر ۲۰۱۹ کال کې یې ۷ نیم میلونه کسان لیدو ته ورغلي وو.

    نور معلومات
    next
  5. امریکا

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ امر کړی، چې راتلونکي کې باید په دغه هېواد کې فدرالي ودانۍ 'ښایسته' او په کلاسیک یوناني، رومن او یا ورته بڼه چمتو شي.

    نور معلومات
    next
  6. A view of cranes and diggers building Huoshenshan Hospital

    چین وهان ښار کې د کرونا ویروس د درملنې لپاره څو ورځو کې زر بستره روغتون جوړ کړ. پنځه ویشت زره مربع متر کې جوړ هوشیشان روغتون له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره له دوو روغتونونو یو دی، چې د دوشنبې په ورځ یې عملي کار پیل کړ.

    نور معلومات
    next
  7. اٹلی

    د ځینو خلکو په خوب کې نه وي چې ایټالیا ته دې ولاړ شي خو که تاسې ته وویل شي چې په یوه ټاپو کې یې د اوسېدو لپاره کور ان په یوه یورو (۸۷ افغانۍ) کېږي څه به فکر وکړئ. د بهرنیو وګړو سره د کور جوړونې په برخه کې د ایټالیا ددې سسلي ټاپو ښاروالۍ مرسته هم کوي چې په دې سره ښايي بیې له دې هم ښکته شي.

    نور معلومات
    next
  8. توپان

    په چین کې د لکیما توپان له امله د وژل شویو شمېر ۳۲ کسانو ته لوړ شوی او شاوخوا ۱۶ کسان لادرکه دي. ختیځ ساحل کې له ټایوانه د تېر شوي یوه ځواکمن توپان چین سینکیانګ ایالت کې د پنځه میلیونه کسانو ژوند له کړاو سره مخ کړی او شاوخوا یو میلیون کسانو خپلې مېنې پریښي او امن ځایونو ته لېږدول شوي.

    نور معلومات
    next
  9. جاپان

    د جاپان د بېړنیو خدمتونو چارواکو ویلي چې ددې هېواد د انېمیشن جوړونې یوې سټدیو کې اورلګېدنې لږ تر لږه لس کسان وژلي دي. سیمه ییزو رسنیو د جاپان د پولیسو له قوله لیکلي چې یو شکلاندي کس د کیوټو په نوم انېمیشن فلمونو جوړنې کمپنۍ ته ورغلی او د یو ډول مایع مواد یې شیندلي او اور لګیدلی.

    نور معلومات
    next