لاتینه امريکا

  1. Cathedral ruins in Port-au-Prince

    د هیټي فورټ او پرنس ښار ته نژدې نامعلومو وسله والو د کورنیو او ماشومانو په ګډون د امریکايي مبلغینو یوه ډله تښتولې ده. د هیټي امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، وسله والو د مبلغینو هغه ۱۵ کسیزه ډله له یوه بس کوز کړي او له ځان سره یې بیولي دي، چې د یتیمانو یوه پالنځي لیدو ته روان وو.

    نور معلومات
    next
  2. هېټې

    هېټي کې د رېښتر په کچه ۷ اعشاریه ۲ درجې زوروره زلزله شوې. تر دې دمه دې زلزله کې د ۳۰۰ کسانو مړینه تائید شوې او ویل کېږي له ۲۰۰۰ ډېر نور ټپي دي. خو دا د مرګژبلې لومړني راپورونه دي او ویل شوي چې بدلون به پکې راشي.

    نور معلومات
    next
  3. کاستیلو

    د ټاکنو له یوه اوږده او له تاو تریخوالي ډک بهیر وروسته پیدرو کاستیلو د پیرو د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د نوموړي بریا په داسې یوه هېواد کې کاروباري او سیاسي اشرافیه ته ټکان ورکړی دی چې کورونا وبا هم سخت ځپلی دی.

    نور معلومات
    next
  4. President of Brazil Jair Bolsonaro shows a box of chloroquine medicine on 16 September 2020

    یوټیوب وايي، د برازیل د ولسمشر ژاییر بولسينارو ویډیوګانې یې ځکه له دې شبکې لرې کړې چې د کورونا وبا په هکله یې ناسم مالومات خپرول. دا شرکت وايي، د برازیل ولسمشر د چینل اړوند ویډیوګانو د لرې کولو پرېکړه له ایډیالوجۍ یا سیاست سره اړیکه نه لري او له کره ارزونې وروسته یې د دې فلمونو د لرې کولو پرېکړه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  5. کیوبا

    د کیوبا پلازمېنه هاوانا او نورو ښارونو کې زرګونه خلک د دغه هېواد د کمونېست حکومت پرضد مظاهرو سره یو ځای شول. خواله رسنیو کې انځورونه ښيي چې د یکشنبې په ورځ خلک شعارونو ورکولو سره د کووېډ-۱۹ واکسین، ازادۍ او ولسواکۍ شعارونه ورکوي. د کیوبا ولسمشر میګل دیاز کانل تلوېزوني وینا کې "کیوبايي-امریکايي مافیا" د دې نارامۍ په پلانولو تورنه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  6. The Colombian president's helicopter sits on the runway after it is hit by gunfire, June 2021

    کولمبیا د ولسمشر پر چورلکه د برید په تړاو د هر ډول معلوماتو په بدل کې د درې میلیارده بیزو (۷۹۶ زره ډالرو) جایزه اعلان کړې ده. د جمعې په ورځ ولسمشر ایوان دوکي له وینزوېلا سره پر پوله کوکوتا هوايي ډګر ته چې نژدې شو چورلکې یې اور واخیست.

    نور معلومات
    next
  7. مکسکو

    د مکسیکو پلازمېنه مکسیکو سیټي کې د اورګاډي تېرېدو پر مهال پل غورځېدلی چې ور سره ۲۳ کسان وژل شوي او ۷۰ ټپیان دي. د ښاري چارواکو په خبره، د اورګاډي څو ډبې هغه مهال له پل وغورځېدلې او یوه ډبه هم غبرګه شوه چې د پل یوه مټه یا ستن ونړېده.

    نور معلومات
    next
  8. کاوون خموش

    بي بي سي

    Health workers wearing protective gear wait for incoming travellers to arrive

    د بي بي سي له خوا ترسره شوې یوې څیړنې موندلې ده چې افغانستان کې یو شمېر وګړي چې غواړي له هېواده بهر سفر وکړي د کورونا ازموینو د منفي پایلې جعلې تصدیق نامې په پیسو جوړوي او بیا د همدې سند په مرسته بهرني سفرونه کوي. داسې ادعاوې هم شته چې له بډایه کسانو نیولې تر حکومتي چارواکو پورې د دغو جعلې تصدیق نامو په بدل کې پیسې ورکوي.

    نور معلومات
    next
  9. کابل

    رویټرز خبري اژانس وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو کمول لا هم روان دي. دا په داسې مهال ده چې د امریکا کانګرس د قانون تصویبولو سره وویل، د دوی له تایید پرته له افغانستان د نورو ځواکونو اېستل بې قانونه دي.خو د امریکا دفاع وزارت وايي، تراوسه داسې امر نه دی شوی چې له افغانستان د دغه هېواد د ځواکونو پر مشروط وتلو اغېز وکړي او تمه ده چې د جنورۍ تر ۱۵ له افغانستان دوه زره سرتېري ووځي.

    نور معلومات
    next
  10. کانګرس

    د امریکا پلازمېنه کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د بدلون لپاره وروستیو اعتراضونو او د کانګرس پر ودانۍ د ډونلډ ټرمپ د پلویانو ورختلو نړۍ حېرانه کړه. د نړۍ لروبر کې خلکو په حېرانۍ د خپلو تلویزونو پر پردو او خواله رسنیو کتل چې سلګونه لاریونوال څنګه د امریکا د جمهوریت پر زړه "کپیټل هېل" چپاو وروړي او امنیتي ځواکونو سره نښتو کې ښکېلېږي.

    نور معلومات
    next