ملګري ملتونه

  1. سید عبدالله نظامي

    بي بي سي

    isis

    ملګرو ملتو ویلي، د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې په افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړی او په وینا یې داسې ښکاري چې اوس د دغه هېواد په ټولو ولایتونو کې د دې ډلې وسله وال شته. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې، ډېبورا لاینز، د دې ټولنې امنیت شورا ته وویل، د طالبانو غبرګون له دې امله اندېښمنوونکی دی، چې د هغې په خبره، د اسلامي دولت ډلې د مشکوکو غړو پر ناقانونه بندیانولو او وژلو ور ټول دی.

    نور معلومات
    next
  2. بي ځایه شوي کډوال

    ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې راتلونکي کال کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۴ نیم میلیونو ته رسېدلی شي. مرستندویو ټولنو د وضعیت په سختېدو افغانستان ته د بېړنیو مرستو د ژر رسونې غږ کړی دی. دا په داسې حال کې دا چې همدا تېره سې شنبه له ژمنیو مرستو بار یوه الوتکه کابل ته ورسېده چې د جګړو له امله پر بې ځایه شویو کورنیو وویشل شي او ټاکل شوې روانه اونۍ د ملګرو ملتو د کډوالو چارو ادارې د ژمنیو مرستو دوه نورې الوتکې هم کابل ته ورسېږي.

    نور معلومات
    next
  3. سمیع الله موسی‌زی

    بي بي سي، لندن

    افغانستان، ډبلیو ایف پي

    د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام ډبلیو ایف پي وايي ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې افغانستان کې هغو خلکو ته خواړه ورسوي چې دوی په پلان کې نیولي دي. د ډبلیو ایف پي ویاند وحید اماني بي بي سي ته وویل هغه آوازې سمې نه دي چې ګواکې د ټېلېفون له لارې دا اداره خلکو ته مرسته ورکوي. دی وايي لکه د پخوا په څېر د دوی مرستې هغو اړمنو خلکو ته ورکول کېږي چې د سروې له پړاوه تېر شوي وي.

    نور معلومات
    next
  4. حمید شجاع

    بي بي سي - لندن

    غړی

    نن د اکتوبر ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د تاسیس یا بنسټ اېښېدو له ۷۶مې کلیزه سره برابره ده.‌ یاد سازمان له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د هغه مهال لویو پوځي او اقتصادي‌ ځواکونو په همغږۍ رامنخته شو او په تېرو ۷ لسیزو کې یې د نړۍ په تاریخ کې مهم رول درلود. افغانستان له نن کابو ۷۵ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او په ګڼو مهمو پړاوونو کې د دې سازمان برخه پاتې شوی دی.

    نور معلومات
    next
  5. طالبان

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) مشرې ډبورا لاینز د شنبې پر ورځ کابل کې له یو شمېر طالب چارواکو سره لیدلي او بېلابېلو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي. اغلې لاینز د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي‌ او د طالبانو د لومړي‌ وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنو کې افغانستان کې د پر خرابېدونکي‌ اقتصادي‌ وضعیت، بشري حقونو او د یو ټولشموله حکومت اړتیا پر اړتیا غږېدلې.

    نور معلومات
    next
  6. ملګري ملتونه

    یو شمېر افغان ښځو له ملګرو ملتونو غوښتي په دغه سازمان کې دې د طالبانو استازولۍ ترلاسه کولو مخه ونیسي.

    نور معلومات
    next
  7. ملګري ملتونه

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې (یو اېن اېچ ار سي) په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو لخوا د بشر ضد او جنګي جنایتونو د پلټنو لپاره د یو ځانګړي پلټونکي ګومارلو پرېکړه کړې ده. دا پرېکړه پنجشنبه د دې ادرې په ځانګړې ناسته کې وشوه. افغان طالبانو ویلي، په دې اړه اصل حساب باید له هغو کسانو سره وشي چې تېرو شلو کالو کې یې بې شمېره عام افغانان وژلي.

    نور معلومات
    next
  8. کابل

    د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ فلیپو ګرانډې خبرداری ورکړی چې که څو اونیو کې د افغانستان لپاره بشري مرستې برابرې نه شي نو دا امکان شته چې دغه هېواد کې په لویه کچه کورنۍ بې ځایه شي او دا خطر هم شته چې د کډوالۍ دا لړۍ نورو هېوادونو ته هم وغځیږي. وروسته له هغه چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول، د خلکو اقتصادي ستونزې لا پسې ډېرې شوې، بیې لوړې شوې او بیکاري تر ټولو لوړې کچې ته ورسیده.

    نور معلومات
    next
  9. بیروت

    ملګري ملتونه وايي په لبنان کې د اقتصادي کړکېچ په لا ژورېدو زرګونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي. د دغه هېواد د پېسو ارزښت پیسه ورځ تر بلې کمېږي او د توکیو بیې پکې د ډېرو خلکو له وسه پورته دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشرې ویلي چې څه باندې یو میلیون وګړي خپلو کورنیو ته خواړه نه شي برابرولی او مرستو ته اړتیا لري.

    نور معلومات
    next
  10. سهیل شاهین

    طالبان وايي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې دوی ته ورکړل شي او په په اسانۍ به وکړی شي چې د بشري مرستو لپاره همغږي وکړي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین چې اوس د طالبانو له خوا ملګرو ملتونو کې د اوسني نظام د استازي په توګه معرفي شوی یوه بیان کې ویلي چې طالبان په ټول افغانستان واک لري .

    نور معلومات
    next