توکمپالنه

  1. A sign at a shrine for George Floyd

    د امریکا مینیاپولیس ښار د محکمې یوه پرېکړه کې د جورج فلویډ د وژلو قضیې په ټولو تورونو کې ددې ښار د پولیسو یو پخوانی افسر دیریک شوین ګناهکار پېژندل شوی دی. د ښاغلي فلویډ د نیول کېدا وېډیوګانې هم خپرې شوې چې دریک شوین پکې ښکاري د ښاغلي فلویډ پر مرۍ نهه دقیقې او ۲۹ ثانیې یې خپله ګونډه وهلې او دی پر ځمکه پروت دی.

    نور معلومات
    next
  2. لاریون

    د امریکا مینیاپولېس شمال ته په بروکلين سنټر ښار کې وروسته له هغه ګرځ بندیز اعلان شو چې د پولیسو په ډزو یو تور پوستی ووژل شو. له دې پېښې وروسته قهرجن لاریون وشو او پولیس اړ شول چې اوښلن ګاز وکاروي.

    نور معلومات
    next
  3. Chinese Foreign Minister Wang Yi is seen on a screen as he speaks to reporters during an online press conference, in Beijing

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر حکومت یې د اویغور مسلمانانو د ټولوژنې تورونه بې منطقه او درواغ دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي دا څرګندونې یکشنبه خپل کلني خبري کنفرانس کې وکړې. د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو په چین کې له اویغور مسلمانانو سره د چینایي حکومت پر چلن نیوکې کړې دي او د "ټولوژنې" نوم یې ورکړی دی.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: چې راته وویل شي، 'هېواد ته دې ستنه شه، خاینه یې' څه ځواب ووایم؟

    عایشه په سکاټلنډ کې زیږېدلې او لویه شوې ده، خو وايي خلک ګومان کوي هغه د دې ځای نه ده؛ ځکه چې د خپلې اسلامي عقیدې له مخې خپل مخ پټ ساتي.

  5. د ولسمشر ټرمپ او د تور پوستو د حقونو غوښتونکي په پورټلنډ کې لاس او ګرېوان شول

    د امریکا په اورېګن ایالت کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پلویانو او د ( تور پوستو ژوند مهم دی) خوځښت د فعالینو ترمنځ نښته کې یو تن وژل شوی دی.

    نور معلومات
    next
  6. .

    د امریکا په اتلانتا کې د پولیسو په ډزو کې د یوه بل تور پوستي له وژل کېدو او د لاریونونو له پيل وروسته د دغه ښار د پولیسو مشرې اریکا شیلډز استعفا ورکړه. دا ښار کې لا له وړاندې د بل تورپوستي جورج فلوېډ د وژلو په غبرګون کې د لاریونونو شاهد و.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: امریکا: تاوتریخجن احتجاجونه لسیزو کې بې ساري دي

    پر یوه خبره ډېری سره یوه خوله دي، هغه دا چې امریکا له ۱۹۶۰ کلونو راهیسې، د Martin Luther King له وژل کېدو وروسته، په دې اندازه توکميز تاوتریخوالی او بې نظمي نه وه لیدلې.

  8. Police in New York City in formation near a protest in Times Square (1 June)

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوشنه ماښام اعلان وکړ چې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي او احتجاجونو د کابو کولو لپاره یې د امریکایي پوځ کارولو پرېکړه کړې ده او زرګونه پوځیان به د امریکا په بېلابېلو برخو کې ځای شي. پلازمنې واشنګټن ته هم د ملي ګارډ اته سوه اضافي عسکر ور بلل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  9. Desecrated gravestones in Westhoffen, eastern France

    فرانسه کې د یهودانو په یوه هدیره کې له سلو پر ډېرو قبرونو د نازیانو نښان (سواستیکا) کښل شوی دی. دا په فرانسه کې د یهودانو پر ضد د کرکې څرګندونو د لړۍ وروستۍ پېښه ده. څو ورځې مخکې هم د فرانسې ختیځ ښارګوټي ویسټهوفین ته نژدې یوه کلي کې هم ورته پېښه شوې وه او د یهودانو د قبرونو سپکاوی شوی و

    نور معلومات
    next
  10. تروډو

    د کاناډا د لومړي وزیر جاسټن تروډو هغه عکس د دغه هېواد د ټاکنو درشل کې جنجال جوړ کړ چې نوموړي پکې د یو زرو یو شپې په نوم مېلسمتیا کې د ګډون لپاره خپل مخ قهوه يي کړی و، خو دا انځور چې رسنیو کې خپور شو، څو دقیقې وروسته ښاغلي تروډو پښېماني وښوده.

    نور معلومات
    next