رسنۍ

  1. شیخ رشید احمد

    شیخ رشید احمد د چهارشنبې پر ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل، د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډېورنډ لاین سیمه کې ارامي ده.

    نور معلومات
    next
  2. ډومنیک راب

    هغه افغان خبریالان چې تېرو شلو کلونو کې یې له بریتانوي رسنیو سره همکاري درلوده او اوس یې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابیدو له کبله ژوند له جدي خطر سره مخامخ دی، د یوې نوې طرحې له مخې کولای شي، د بریتانیا ویزې لپاره غوښتنلیک ورکړي. دا ګام د ځینې بریتانوي رسنیو له غوښتنې وروسته پورته کېږي.

    نور معلومات
    next
  3. جنازه

    د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال، چې د تېرې جمعې په ورځ 'اګسټ ۶) په کابل ښار کې طالبانو وواژه، د پارلمان انګړ کې خاورو ته وسپارل شو. د دوا خان مینه پال پر وژلو په کور د ننه او بهر غبرګونونه ښودل شوي او او د طالبانو دا کړنه یې غندلې ده. دوا خان مینه پال له څو میاشتو راهیسې د حکومت د رسنیو مرکز مشر او تر هغه مخکې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند و.

    نور معلومات
    next
  4. Social media

    د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال د جمعې په ورځ (د اګسټ ۶) په کابل ښار کې ترور شو. د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د نوموړي ترور تاییدوي او وايي، نوموړی دارالامان ماڼۍ ته څېرمه وژل شوی دی. وسلوال طالبان وايي، د دوی د وسلوالو ځانګړې ډلې دواخان مینه پال وژلی دی.

    نور معلومات
    next
  5. افغان خبریالان

    د بریتانیا یوشمېر رسنیو لومړي وزیر بورېس جانسن ته په یو ګډ لیک کې غوښتتنه کړې چې هغه افغان خبریالان دې چې په تېرو شلو کلونوکې یې بریتانیایي رسنیو سره کار کړی د ځانګړې ویزې په پروګرام کې شامل کړي. د ګارډین، تایمز، اېکانومېست، اکسپرېس، اېنډېپنډنټ رسنۍ او سکای، ای ټي وي او چېنل فور تلویزیوني شبکې او ځینې نورو دا لاسلیک کړی دی.

    نور معلومات
    next
  6. افغانستان

    بې پولي خبریالانو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل به د ډېرو رسنیو د بندېدو لامل شي. دې سازمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د خبریالانو لپاره د خوندیتوب او امنیت لپاره باید ګام پورته کړي. یاد سازمان وايي، افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو ارزولو او حل لارو موندلو لپاره یو سند چمتو کړی چې د تصویب وروسته به یې ژر پلي شي.

    نور معلومات
    next
  7. President of Brazil Jair Bolsonaro shows a box of chloroquine medicine on 16 September 2020

    یوټیوب وايي، د برازیل د ولسمشر ژاییر بولسينارو ویډیوګانې یې ځکه له دې شبکې لرې کړې چې د کورونا وبا په هکله یې ناسم مالومات خپرول. دا شرکت وايي، د برازیل ولسمشر د چینل اړوند ویډیوګانو د لرې کولو پرېکړه له ایډیالوجۍ یا سیاست سره اړیکه نه لري او له کره ارزونې وروسته یې د دې فلمونو د لرې کولو پرېکړه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  8. رسنۍ

    یو شمېر معتبرو امریکايي رسنیو د دغه هېواد له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې هغه خبریالان امریکا ته ولېږدوي چې تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې له دغو رسنیو سره خبریالي کړې ده.

    نور معلومات
    next
  9. Danish cartoonist Kurt Westergaard

    د کُرټ وسټرګارډ په نامه هغه ډنمارکی کارتونېست، چې د اسلام د پیغمر محمد (ص) کارتونونو یې د نړۍ لروبر کې د میلیونونو کسانو غوسه او غبرګون پارولی و، د ۸۶ کالو په عمر مړ شوی. هغه له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د سخت دریځې (جیلانډس پوسټن) ورځپاڼې لپاره کارتونونه جوړول.

    نور معلومات
    next
  10. دانش

    د افغانستان سوېل ته د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د رویټرز خبري اژانس عکاس خبریال دانش صدیقي د جمعې په ورځ ووژل شو. د هند وګړي دانش صدیقي نړۍ کې د خبریالۍ یوه غوره جایزه پولیټزر هم ګټلې وه.

    نور معلومات
    next