حج

  1. مسجد الحرام

    په مکه المکرمه کې د کورونا وبا خپرېدو مخنیوي لپاره په مسجد الحرام کې لګول شويو بندیزونو کې نرمښت راغلی او له ټول ظرفیت سره عبادت کوونکو ته ورتګ اجازه ورکړل شوې ده. په مسجد الحرام کې هغه نښې هم لېرې کړل شوې، چې د ټولنیز واټن ساتنې لپاره لګول شوې وې او اوس مسلمانان کولای شي، د مخکې په څېر مسجد الحرام کې د یوه بل څنګ تر څنګ لمونځ ادا کړي.

    نور معلومات
    next
  2. نسرين حاطوم

    بي بي سي -بېروت

    التراويح في رمضان 2021

    وروسته تر هغه چې سعودي په دې هېواد کې شپېتو زرو سعودیانو او مېشتو بهرنیو وګړو ته سږ کال د حج د مراسمو ترسره کولو اجازه ورکړه، د دې هېواد د حج او عمرې وزارت د نړۍ له ګوټ ګوټه په تدریجي ډول د روانې اونۍ له پیله د عمره کوونکو د منلو اعلان وکړ.‌

    نور معلومات
    next
  3. طالبان

    سعودي عربستان کې سرچینې وايي د دغه هېواد چارواکو پرېکړه کړې روان کال هغو بهرنیو اتباعو ته د عمرې حج د ادا کولو اجازې ورکړي، چې واکسین شوي وي. د سعودي د دولتي تلویزیون العربیه د رپوټ له مخې د دغه هېواد حکومت ویلي بهرني اتباع به د را روانې اګست میاشتې له لسمې د عمرې حج اجازه ولري.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: د حج مراسم: کم شمېر حاجيانو ته اجازه ورکړل شوې
  5. موسم الحج

    د کورونا وبا په درشل کې دا دویم ځل دی چې په کم شمېر حاجیان د سعودي مکې مکرمې ښار کې د حج مراسم ترسره کوي.

    نور معلومات
    next
  6. سعودي چارواکي وايي سږکال به یوازې ۶۰ زرو کسانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړي.

    سعودي عربستان اعلان کړی چې د کورونا وېروس د خپریدو د دوام له امله یې سږکال د حج مراسم یوازې د سعودي وګړو او په سعودي عرب کې د اوسېدونکو نورو خلکو لپاره محدود کړي دي. د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ویلي، سږکال به یوازې ۶۰ زرو کسانو ته اجازه ورکړي چې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي. پروسږکال هم د کورونا وېروس د خپرېدو له امله سعودي عرب د حج په مراسمو کې د بهرنیانو ګډون منع کړی و.

    نور معلومات
    next
  7. مسجدالحرام

    د سعودي عربستان چارواکو ویلي سږ کال به له هېواده بهر حاجیان هم د حج لپاره د کورونا د ځانګړو شرایطو پام کې نیولو سره دغه هېواد ته سفر کولی شي.

    نور معلومات
    next
  8. مسجدالحرام

    په سعودي عربستان کې هغه سړی نیول شوی چې خپل ګاډی یې مکه کې د مسجد الحرام پر یوه دروازه ورجنګولی دی. دې سړي په ډېره چټکۍ خپل موټر له دوو امنیتي موانعو تېر کړی چې بالاخره مسجد الحرام ته پر یوه ننوتونکې دروازه لګېدلی او درېدلی دی.

    نور معلومات
    next
  9. کعبه شریفه

    په سعودي عربستان کې د یکشنبې په ورځ سعودیانو او هلته استوګنو بهرنیانو ته د عمرې پیلولو اجازه ورکړل شوه. د کورونا وېروس له کبله په سعودي کې د محدودیتونو له امله اوه میاشتې عمره بنده وه.‌

    نور معلومات
    next
  10. السعودیه

    سعودي عرب چارواکو په هند کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له ډېرېدو وروسته خپل هېواد ته د هندي الوتکو پر ورتګ بندیز لګولی. سعودي چارواکي دې لړ کې د ارجنټاین او برازیل الوتکو ته هم له دې وروسته اجازه نه ورکوي، چې دغه هېواد ته مسافر ولېږدوي.

    نور معلومات
    next