د سفر او سیل صنعت

  1. افغان ژباړن

    د امریکا حکومت اعلان کړی چې غواړي خپل زرګونه افغان ژباړن او د هغوی د کورنیو غړي لومړی په لنډمهاله توګه د ویرجینیا ایالت ختیځ کې د پوځ یوې اډې ته ولېږدوي. دا د جو بایډن ادارې لخوا د هغو ۱۸ زره افغانانو او د هغوی د کورنیو د منلو لپاره لومړی ګام دی چې تېر شل کاله یې افغانستان کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی. د امریکا له پوځي او ملکي ادارو سره دغه پخواني همکار افغانان اندېښمن دي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان راوګرځي او غچ به ترې واخلي.

    نور معلومات
    next
  2. Video content

    Video caption: خوب او خیال تر اقتصادي کابوسه

    تایلنډ تر ډېره د سیلګرۍ پر صنعت ولاړ دی او معمولاً‌ هر کال هلته ۱۴ میلیون سیلانیان ورځي. خو د کورونا وبا له کبله تېر کال دا شمېر ۴ میلیون ته راټیټ شو.

  3. کالونیال

    رپوټونه وايي امریکا کې د تیلو یوه شرکت چې ځینې اطلاعات یې په سایبري برید کې غلا شوي وو - هکرانو ته ۵ میلیون ډالر باج ورکړی دی. د هکرانو همدې ډلې پر توشیبا شرکت هم سایبري برید کړی دی.

    نور معلومات
    next
  4. ملېشه

    شنونکي وايي د امریکا متحدو ایالتونو کې پر کانګرس د چپاو وړونکې ډلې په څېر د توندلارو ښي اړخو خطر جدي او پراخېدونکی دی. د سیاسي تاوتریخوالي د څرک لګوونکي ګروپ موندنې ښيي، چې د نومبر ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن تر بریا وروسته لاریونونو او اعتراضونو کې د وسله والو ډلو ګډون د پام وړ ډېر شوی دی.

    نور معلومات
    next
  5. تاج محل

    د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د مېټرو یا رېلګاډي د هغې پروژې پرانیسته کړې چې موخه یې پر تاریخي تاج محل ودانۍ د چټلې هوا منفي اغېز کمول دي. اټکل کېږي چې پر دې پروژه به څه باندې یو ملیارد ډالر لګښت راځي او پنځو کلونو کې به بشپړه شي.

    نور معلومات
    next
  6. Video content

    Video caption: د کابل ستالف ته تللي‌ یئ؟

    نن سبا خلک ډېر ور روان دي،‌ هم یې سېل ته او هم یې په توتانو او ترخو شړومبو پسې.

  7. ایوا اونتایوروس

    بي بي سي

    Singapore street food stall

    ایمیلي ایليسي راته وايي، چې څنګه د اخلي پخلي او په ځانګړې توګه د سباناري له لارې کولی شو، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نورو کلتورنو رنګونه او خوندونه محسوس کړو.

    نور معلومات
    next
  8. ابراهیم ساپی

    بي بي سي

    kandahar

    په افغانستان کې د کورونا وېروس خپرېدو له شمال تر جنوب او له ختیځ نه تر لوېدیځه د هېواد ښایسته سیمو او تاریخي ځایونو ته د سیلانیانو او ګرځندویانو د تګ مخه ډب کړې او ور سره د حکومت او خلکو دواړو له لاسه د دغه صنعت ګټه وتلی دی.

    نور معلومات
    next
  9. کورنۍ

    رینیل او تېري غوښتل چې د تایلنډ بنکاک کې د بدن د ډېر وزن کمولو له جراحي عملیات وروسته، اوکلانډ ښارته ستنې او ۱۱ ګړۍ سفر د الوتکې مخکې څوکیو کې ارام تېر کړي.

    نور معلومات
    next
  10. د اي اېف اي خبري اژانس د رپوټ له مخې، په ورکو شویو کې دې ولسي وګړي دي.

    د چیلي هوايي ځواکونه وايي، یوه پوځي الوتکه یې تریتم شوې چې ۳۸ کسان پکې سپاره وو او جنوبي قطب ته یې لوجستیک توکي لېږدول. الوتکه کې ۱۷ کسان عمله او ۲۱ مسافر وو. د چیلي ولسمشر سباستین پینیرا په یوه ټوېټ کې ویلي، په دې پېښه یې "ټکان" خوړلی.

    نور معلومات
    next