اوکرايين

  1. Ukraine military

    د اوکرایین دفاع وزارت هغې پرېکړې ته توند غبرګونونه څرګند شوي، چې غواړي ښځینه سرتېرې یې راتلونکې میاشت د پوځي بوټانو پر ځای داسې پیزارو (بوټانو) کې مارش وکړي، چې اوږدې پوندې لري.

    نور معلومات
    next
  2. 'اېچ‌اېم‌‌اېس ډیفېنډر'

    وروسته تر هغه چې د بریتانیا سمندري بېړۍ 'اېچ‌اېم‌‌اېس ډیفېنډر' د کریمیا ټاپووزمې ساحل ته څېرمه تېره شوه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بریتانیا او د امریکا پوځ د روسیې په "پارولو" تورن کړي. د بریتانیا شاهي سمندري ځواکونو د دې پېښې په اړه د روسیې څرګندونې رد کړې دې.

    نور معلومات
    next
  3. ANADOLU AGENCY VIA GETTY IMAGES

    کاناډا کې د انتاریو ستره محکمه دې پایلې ته رسېدلې چې ایران کې د اوکراین پر پي اېس ۷۵۲ الوتکه برید قصدي او د عدلي قوانینو له مخې ترهګریز ګام دی. د اوکراین دا الوتکه د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې د سپاه پاسدران په دوو توغندیو ولګېده او پکې ۱۷۶ کسان ووژل شول.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: چرنوبېل: د ناورين سيمه اوس د ګرځندويانو د ليدو وړ ده
  5. Video content

    Video caption: د چرنوبېل اتومي کړکېچ: خلک څرنګه له وړانګو ځان ساتي
  6. Russia says the units in Crimea and near the border with Ukraine have been on military exercise

    د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګیو یو شمېر هغو پوځي ډلګیو ته چې له څه مودې راهیسې له اوکراین سره د پولې سیمه کې ځای پر ځای شوي وو، مرکزونو ته د بېرته د ستنېدو امر کړی. په کریمیا کې د خبرو پر مهال ښاغلي شویګیو وویل، په تمریناتو بوخت سرتېري به خپلو مرکزونو ته ستانه شي. په کریمیا کې د خبرو پر مهال ښاغلي شویګیو وویل، په تمریناتو بوخت سرتېري به خپلو مرکزونو ته ستانه شي. اروپايي ټولنه وايي، د روسيې او اوکراین پر پوله نژدې سل زره روسي سرتېري یو ځای شوي وو.

    نور معلومات
    next
  7. اوکراین

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن روسیې ته خبرداری ورکړ چې له اوکراین سره پوله کې د پاروونکي چلن په صورت کې به له غبرګون سره مخ شي. ښاغلی بلېنکن زیاتوي، امریکا د اوکراین پوله کې د روسیې هڅو سخته اندېښمنه کړې ده: "له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې روسیې اول برید وکړ، دومره ډېر شمېر پوځیان یې پولې ته لېږلي نه و. "

    نور معلومات
    next
  8. Fire at Blagoveshchensk hospital, 2 Apr 21

    د روسیې یوه روغتون کې ډاکترانو داسې مهال د یوه ناروغ د زړه پرانیستي جراحي عملیات په بریالیتوب سره بشپړ کړل، چې د روغتون چت کې اورلګېدلی و او د اور وژونکو ډلې یې د کنټرولولو او وژلو هڅه کوله. د روسیې لرې ختیځ کې د بلاګووېشچینسک ښار له دغه روغتون څخه ۱۲۰ کسان ایستل شوي او د اورلګیدنې له کبله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی.

    نور معلومات
    next
  9. الوتکه

    د ایران د سپاه پاسداران لخوا د اوکراین د مساپر وړونکې الوتکې د نسکورېدو کال پوره شو. افغانستان او څلورو نورو هېوادونو د دې پېښې د کال پوره کېدو سره د ایران له حکومت غوښتي چې د دغه "ناورین" بشپړ او هراړخیز رپوټ وړاندې کړي. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه د مرغومې/جدي ۱۹مه) د PS-752 الوتنې قربانیانو ته د ځواب ویلو او همغږۍ د پنځه اړخیزې نړیوالې ډلې اعلامیه خپره کړې ده.

    نور معلومات
    next
  10. ټرمپ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د نومبر ۳ ولسمشرۍ ټاکنو د ډیموکراټ ګوند نوماند او سیال یې جو بایډن دویمه او وروستۍ مناظره کې پر یوه بل د فساد تورونه ولګول. جمهوریپال ولسمشر او ډیموکراټ سیال یې دې مناظره کې پر کورونا، اقلیمي بدلون، امریکا کې پر توکمپالنه، روغتیايي سیستم او د بهرني سیاست اړوند نورو مسلو هم وغږېدل.

    نور معلومات
    next