عمر خوړلي وگړي

  1. امریکا

    د نړۍ حکومتونو د کورونا ویروس د مخنيوي په اړه بېلابېل غبرګونونه درلودلي دي. خو یو څه چې د دې ډول وېروس پر ضد د مبارزې په برخه کې تر پخوا بدل دي، هغه د دې ناروغۍ معاینه کول یا ارزونه ده. راځئ وګورو چې اوس د دې ناروغۍ څو ډوله معاینه شته او د نړۍ په کومو هېوادونو کې دا ټېسټ یا معاینه کېږي؟

    نور معلومات
    next
  2. امریکا

    امریکا د کورونا ویروس له کبله د زیاتو مړو په درلودو تر ايټالیا مخکې شوه او هلته تر بل هر هېواد ډېر کسان مړه شوي دي. د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې په دې هېواد کې څه باندې ۲۰ زره کسانو د کورونا ویروس له امله ژوند بایللی دی.

    نور معلومات
    next
  3. US Surgeon General Jerome Adams

    د امريکا متحده ايالتونو مشر جراح له خپلو خلکو غوښتي دي چې پرکويډ_١٩ ویروس د اخته کېدو د خطرونو د کمولو له پاره د الکولو ، سگرټو او نورو نشه يي درملو له کارولوڅخه ډډه وکړي. شيکاگو کې له کورونا څخه د مړو شويو ٧٠سلنه يې تورپوستي دي.

    نور معلومات
    next
  4. .

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې امریکایانو د ماسک کارولو سپارښتنه وکړه چې کله د ګڼې ګوڼې ځایونو ته ځئ او یا نورو سره نږدې کېږئ نو ماسک واغونځئ، خو پخپله د یوه ولسمشر په توګه نیت نه لري چې دا کار وکړي. نوموړي وویل، د ماسک د اغوستلو سپارښتنه به داوطلبانه وي.

    نور معلومات
    next
  5. د روغتیا وزیر

    د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په هرات کې د کورونا د درې شکمنو د پېښو له ډلې یوه یې مثبته ثابته شوې ده. له همدې امله په دې ولایت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. ویل کېږي دې کس د ایران قُ م ته سفر کړی و. دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کورونا مثبته پېښه موندل کیږي

    نور معلومات
    next
  6. سوامي ناتهن او خدیجه عارف

    بي بي سي

    Mohammad Shareef at his home

    د شمال هند د ایودیا ښار اوسېدوونکي شریف "کاکا" په تېرو ۲۸ کلونو کې زرګونه بې څښتنه مړي خاورو ته سپارلي خو په ۱۹۹۲ کې هلته د هندوانو او مسلمانانو تر منځ شخړو کې د ده د وژل شوي زوی مړی هيڅکله ونه موندل شو.

    نور معلومات
    next
  7. عمر درانی

    د افغانستان د مالیې وزارت د تقاعد خزانې ریاست د متقاعدینو د ملي ورځې په مناسبت خبر ورکړی، چې ټول متقاعدین له سره بایومټریک کوي. دغه ریاست ویلي، له دې وروسته به په هرو درېیو کلونو کې یو وار د ټولو متقاعدینو او وارثینو یې هویت د نوي بایومټریک سیستم له لارې ثبتېږي.

    نور معلومات
    next
  8. People take part in a Coming of Age Day celebration ceremony in Japan

    جاپان کې د بلوغ یا ځوانۍ ورځ ملي رخصتي وي، هغو کسانو ته دې مراسمو کې د ګډون رسمي بلنه ور کول کېږي چې شل کلنۍ ته رسېدلي وي.

    نور معلومات
    next
  9. Video content

    Video caption: هغه بوډاګان چې خپل تابوتونه جوړوي

    هغه بوډاګان چې خپل تابوتونه جوړوي

  10. چیلي

    د چیلي پلازمېنې سانتیاګو ته څېرمه د لاریون کوونکو له خوا د نساجي یوې فابریکې د سوځولو له امله پنځه تنه مړه شوي دي. دغه اور د هغو دولت ضد لاریون کوونکو له خوا لګول شوی دی چې غوښتل یې دغه کارخونه "ویجاړه کړي او غلا ترې وکړي". پوځ او پولیسو د لاریون کوونکو پرضد اوښکې بهوونکي ګاز کارولی او پر ځینو ښارونو یې د شپې له خوا ګرځ بندیز هم لګولی دی.

    نور معلومات
    next