د پولیسو چارې

  1. Interpol's newly-elected president, General Ahmed Nasser al-Raisi, addresses the General Assembly in Istanbul, Turkey (25 November 2021)

    د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت یو جنرال احمد ناصر الرئیسي، چې په تېر کې په شکنجه کې په ښکېلتیا تورن شوی،‌ د انټرپول نړیوالو پولیسو نوی مشر ګومارل شوی دی. د بشري حقونو ډلو هڅه کړې وه چې دې دندې ته د نوموړي د نوماندۍ مخه ونیسي. دا ډله وایي، ښاغلي الرئیسي د متحده عربي اماراتو پر امنیتي ځواکونو د شکنجې تورونه په سمه توګه نه ده پلټلي.‌ خو نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او دنده ک ېې د روټنتیا او قاطعیت ژمنه کړې.

    نور معلومات
    next
  2. relatives wait outside prison after latest violence

    د اېکواډور په یوه جنجالي زندان کې د سیالیو ډلو ترمنځ په یوه نښته کې لږ تر لږه ۶۸ کسان وژل شوي دي. دې پېښه کې،‌ چې ساعتونه یې دوام کړی، لږ تر لږه ۲۵ کسان ژوبل شوي هم دي.

    نور معلومات
    next
  3. Armed police on the streets of Kongsberg after an attacker opened fire on people with a bow and arrow

    د ناروې امنیتي مسوولین وايي، د غشي او لیندۍ هغه برید چې پنځه کسان پکې ووژل شول، د ترهګرۍ پېښه ښکاري.

    نور معلومات
    next
  4. Banu Negar, policewoman reported to have been shot dead by Taliban in Afghanistan on 4 September, 2021

    د افغانستان د غور ولایت مرکز فېرور کوه کې ځايي خلکو بي بي سي ته ویلي، طالبانو د شنبې ماسخوتن هلته د پولیسو یوه پخوانۍ افسره، چې میندواره هم وه، د خپل مېړه او اولادونو پر وړاندې وژلې ده. خو طالبانو په دې قضیه کې ښکېلتیا رد کړې او وایي، په دې اړه پلټنې کوي. د دې ډلې یوه ویاند بي بي سي ته وویل، ښایي دا د شخصي دوښمنۍ قضیه وي.

    نور معلومات
    next
  5. پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي د تورونو او پېښو له کبله لوی او له غوسې ډک لاریونونه هم شوي.

    پاکستان کې یوه پولیس یو سړی چې مخکې دین ته په سپکاوي تورن شوی او محکمې بې ګنا اعلان کړی و، په تور په ساتول وژلی دی.‌ پر دغه سړي تور و چې پر فېسبوک یې دین ته له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې دي.

    نور معلومات
    next
  6. .

    پاکستان کې د یوه خوړنځي ۱۹ کارمنان وروسته تر هغه ونیول شول، چې تېره اونۍ یې پولیسو ته د وړیا برګر له ورکولو ډډه کړې وه.

    نور معلومات
    next
  7. Belgian police alert on Jurgen Conings

    د بلجیم د پولیسو ځانګړې څانګې د یورګن کانینګز د نیولو او موندلو لپاره پراخه پلټنه پیل کړې ده. دوی وایي، ښاغلی کانینګز پوځ کې د نښه ویشتلو روزونکی و او پام وړ وسلې او مهماتو پورته کولو سره ورک شوی او تر دې مخکې یې هم ګواښ پولیس اندېښمن کړي وو.

    نور معلومات
    next
  8. خدای نور ناصر

    بي بي سي، اسلام اباد

    عمران خان

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، که دوی د فرانسې سفیر له دغه هیواده وهم باسي، نو دده په خبره تاوان به يې فرانسې ته نه، بلکې خپله پاکستان ته رسېږي. عمران خان د تېري اونۍ تر احتجاجونو او بلواو وروسته پاکستاني قام ته په وینا کې وویل، تحریک لبیک پاکستان ډله د اسلام له پېغمبر (ص) سره د مینې په نامه خپله پاکستان ته زیان رسوي. هاخوا لاهور او ځینو ښارونو کې احتجاجونه لا هم دوام لري.

    نور معلومات
    next
  9. سعد رضوی

    په پاکستان کې دوشنبه د مذهبي ډلې "تحریک لبیک" د مشر سعد رضوي له نیول کېدو وروسته د دې هېواد په ګڼو ښارونو کې احتجاجونه پیل شوي او د عامو خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی.

    نور معلومات
    next
  10. Video content

    Video caption: د پښتونخوا لومړنۍ نرښځۍ جرګه‌ماره

    د پښتونخوا حکومت په لومړي ځل د (شخړو د هواري شورا) یا DRC کې یوه نرښځۍ افسره ګومارلې ده.