نړیواله مرسته

  1. کابل

    د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ فلیپو ګرانډې خبرداری ورکړی چې که څو اونیو کې د افغانستان لپاره بشري مرستې برابرې نه شي نو دا امکان شته چې دغه هېواد کې په لویه کچه کورنۍ بې ځایه شي او دا خطر هم شته چې د کډوالۍ دا لړۍ نورو هېوادونو ته هم وغځیږي. وروسته له هغه چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول، د خلکو اقتصادي ستونزې لا پسې ډېرې شوې، بیې لوړې شوې او بیکاري تر ټولو لوړې کچې ته ورسیده.

    نور معلومات
    next
  2. چین

    طالب چارواکي وایي، د چین لخوا د ژمنیو بشري مرستو لومړۍ جوپه د چارشنبې پر ورځ افغان پلازمېنې کابل ته رسېدلې او طالب چارواکو ته سپارل شوې ده. دې مرستو کې څلور زره کمبلې او ۳۷۰۰ ګرم جاکټونه شامل دي، او کابل کې د چین د سفیر لخوا د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ته وسپارل شوې. نړیوالې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې دا مهال میلیونونه افغان وګړي د خواړو له کمښت سره مخ دي او مناسبه سرپناه نه لري.

    نور معلومات
    next
  3. ناورین

    د رغتیا نړیوال سازمان چارواکو افغانستان ته خپل وروستي سفر وروسته خبرداری ورکړی چې د دې هېواد د عامې روغتیا سیستم بشپړ سقوط ته نږدې دی او له جدي‌ بحران سره مخ دی. د یاد سازمان مشر ډاکټر ټېډروس ادانوم ګیبریسوس تېره ورځ‌ کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره کتلي او دې هېواد کې پر روان روغتیایي ناورین ورسره غږېدلی. له دې سفر وروسته د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي،‌ که بېړنۍ مرستې ونشي نو افغانستان به له یو جدي بشري‌ ناورین سره مخ شي.‌‌‌

    نور معلومات
    next
  4. سفارت

    رویټرز خبري اژانس وایي، په افغانستان کې ناڅاپه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړۍ ګڼو هېوادونو کې افغان دیپلوماتان او استازولۍ له سختو ستونزو سره مامخ دي. تېره سې شنبه د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان دیپلوماتیکو ماموریتونو ته یوه پیغام کې ویلي، له معمول سره سم دې خپلې چارې پر مخ بیايي، خو د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې یو شمېر افغان دیپلوماتان راتلونکي ته اندېښمن دي.

    نور معلومات
    next
  5. یوناما

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي،‌ د دې ادارې مشرې ډبورا لاینز چارشنبه کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي دي. د ملګرو ملتونو د دې دواړو استازو د پنجشنبې پر سهار د طالبانو د استخباراتو برخې مشر عبدالحق وثیق سره هم کتلي‌ دي. یوناما وایي، دې کتنو کې پر طالبانو ټینګار وشو چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو خیریه ادارو کارکوونکي باید اجازه ولري چې په ازاده توګه خپل فعالیتونه ترسره کړي.‌

    نور معلومات
    next
  6. امیر خان متقي

    د طالبانو سرپرسته کابینه کې بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرستې له کبله د نړیوالې ټولنې مننه کړې، او ژمنه یې کړې چې طالبان به اړمنو کسانو ته د دې مرستو رسنیو کې همکاري کوي. نوموړي سه شنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل،‌ امریکا یو لوی هېواد دی او ورته پکار ده چې زړه هم لوی وساتي.‌

    نور معلومات
    next
  7. UN Secretary General Guterres

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، د افغانستان خلکو سره بشري مرستې کولی شي چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه کړکۍ پرانیزي. ښاغلي ګوتیریش بي بي‌سي سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، طالبان دا مهال د ملګرو ملتونو مرستې ته اړتیا لري، خو باید داسې فضا رامنځته کړي چې ملګري ملتونه خپل فعالیت ته دوام ورکړي. بله خوا افغان طالبان وایي، د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی کوي، خو په بدل کې یې هېڅ‌ ډول شرطونه نه مني.

    نور معلومات
    next
  8. ماشومان

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د انسان‌دوستاانه مرستو همغږي کوونکی وايي، تر بل هر وخت افغانستان ډېرو او د وچکالۍ او جګړې له امله ددغه هېواد ۱۸ میلیون وګړي انساني مرستو ته اړتیا لري. بله خوا، د افغانستان اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي، د هغو ولسوالیو – چې له دوو میاشتو راهیسې پکې جګړه روانه وه، له ارزونې وروسته روښانه شوه چې ۱۳ میلیون خلک له عمومي خدماتو محروم دي او تر ۵۰۰ میلیون ډالرو ډېرې عمومي شتمنۍ ویجاړې شوې دي.

    نور معلومات
    next
  9. د ولسمشر ټرمپ لاسلیک سره د کانګرس دا مصوبه په قانون بدله شوه.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کورونا وېروس له اقتصادي زیان سره د مقابلې لپاره د مالي مرستو ۹۰۰ میلیارد ډالري مصوبه لاسلیک کړه. د کانګرس له دې مصوبې سره د ډونلډ ټرمپ یو مخالفت دا و چې غوښتل یې وګړو ته دا مالي مرسته زیاته شي او د شپږ سوه ډالرو په ځای دوه زره ډالر ورکړل شي.

    نور معلومات
    next
  10. UN Photo by Violaine Martin

    په جنیوا کې له افغانستان سره د مرستو لپاره بلل شوې غونډه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د څه باندې ۱۳ میلیاردو ډالرو له مشروطې ژمنې سره پای ته ورسېده. د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د چټک اوربند او د ملکي کسانو لپاره د نړیوالو قوانینو مراعتولو غوښتنه وکړه.

    نور معلومات
    next