غزني

  1. داود لغمانی

    د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي د غزني والي داود لغمانی یې له خپل مرستیال، د دفتر رئیس او نورو ملګرو سره وردګ ولایت کې نیولی دی. دغه کسان داسې حال کې نیول شوي چې د طالبانو لخوا نن (پنجشنبه) سهار د غزني ښار تر نیول کېدو وروسته کابل ته پر لاره وو. دوی د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت لوی ریاست لخوا نیول شوي دي. امنیتي سرچینې وايي د غزني ښار ځینو برخو کې لا هم د طالبانو پر وړاندې مقاومت دوام لري.

    نور معلومات
    next
  2. غزني مالستان

    د غزني د مالستان ولسوالۍ ولسي شورا وايي طالبانو د یادې ولسوالۍ له نیولو وروسته د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وژلي او د دغي ولسوالۍ کابو درې زره کورنۍ هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي. اوس د دغه ولسوالۍ د ولسي شورا ځینو غړو چې کابل ته ګډه شوې په یوې خبري ناسته کې ویلي چې طالبانو په هغې ولسوالۍ کې لسګونه ملکیان وژلي دي. خو طالبانو دغه ادعاوې ردکړې دي.

    نور معلومات
    next
  3. افغانستان

    د افغانستان غزني کې ځايي سرچینو تائید کړې چې د طالبانو او افغان دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې د دغه ولایت د مرکز څنډو ته رسېدلې دي. د غزني د ولایتي شورا یوه غړي حسن رضا یوسفي بي بي سي ته ویلي چې امنیتي ځواکونه نو اباد سیمه کې له شپږمې امنیتي حوزې وتلي او طالبان هلته ځای پر ځای شوي دي. د غزني ښار اوسېدونکي وايي چې طالبان په نیول شویو سیمو کې د خلکو له کورونو د مورچو په توګه ګټه اخلي.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: غزني کې د شریف خان مقبرې د ویجاړېدو وېره

    په اسیا کې د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمېنه غزني ښار کې د یوې غونډۍ پر سر په تیموري سبک جوړه شوې د شریف خان مقبره تر ترمیم وروسته بیا هم د ړنګېدو له ګواښ ‌سره مخامخ ده.

  5. Video content

    Video caption: غزني کې د کتاب اونۍ

    غزني کې د کتاب اونۍ

  6. ارزو

    غزني ښار ته څېرمه د ارزو کلي اوسېدونکي چې له څو میاشتو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ درنې جګړې پکې شوي، وايي د دوی ''کور - کلي په منځ کې'' باید جګړه و نه شي او په همدې نامه نن 'یکشنبه' احتجاج ته راوتلي وو.

    نور معلومات
    next
  7. کابل-پغمان

    د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې تر شلو ډېر ملکي او امنیتي کسان وژل شوي دي. په کابل کې څلور امنیتي کسان او د یوه خصوصي پوهنتون استاد وژل شوي. په غزني کې د ماین چاودنې له امله څلور تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي دی. د لغمان، ننګرهار او پروان ولایتونه هم نن د تاوتریخوالي پېښو شاهدان وو.

    نور معلومات
    next
  8. غزني

    د افغانستان مرکزي ولایت غزني کې چارواکي وايي، د جمعې په ورځ سهار د ناوې امنیه قومندان رحمت الله مبارز ماین چاودنه کې ووژل شو. د غزني د پولیسو مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته وویل، ښاغلی مبارز د ده یک ولسوالۍ د امنیه قومندان جاوېد د مړي راوړلو لپاره تللی و چې ستنېدو کې چاودنه پرې وشوه. وروستیو کې د غزني مختلفو ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي او دې دوو ورځو کې د دوو ولسوالیو امنیه قومندانان وژل کېږي.

    نور معلومات
    next
  9. Video content

    Video caption: د اولیاوو ښار کې پسرلي مېله

    د غزني ښار په څنډه او د غره په ډډه کې د تاریخي منارونو لاندې ځینې ځوانان د پسرلي په راتلو سره راغونډ شوي او یوه لوی ټیپ کې د سندرو کېسټ چالانه ده او دوی ورته اتڼ کوي.

  10. NMC

    د افغانستان ختیځ ته په ننګرهار کې چارواکي وایي، د دغه ولایت په خوږیاڼو او شېرزاد ولسوالیو کې په عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو د ۵ سرګروپانو په ګډون ۱۶ وسله وال ووژل شول. غزني کې هم چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت د مرکز اړوند ناني کې پر افغان ځواکونو د برید پلان درلود، خو ځواب برید کې د دې ډلې یو سر ګروپ او اوه وسلوال ووژل شول.

    نور معلومات
    next