سعودي عربستان

  1. سعودي عرب په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپل دیپلوماتان ایستلي و

    سعودي عرب په افغان پلازمېنه کابل کې د خپل سفارت د کونسلي خدمتونو څانګه بېرته پرانيستې. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه یوۀ لنډ پيغام کې راغلي چې دې څانګې پرون سې شنبه افغانانو ته د بشپړو کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په کار پیل وکړ.

    نور معلومات
    next
  2. د لبنان اطلاعاتو وزیر جارج قرداحي په یمن جګړه کې د سعودي عرب پر رول نیوکې کړې

    سعودي عرب چارواکو په ریاض کې د لبنان سفر له دې هېواده ایستلی دی. له هغه وروسته چې د لبنان اطلاعاتو وزیر جارج قرداحي په یمن جګړه کې د سعودي عرب پر رول نیوکې وکړي، سعودي چارواکو د خپل هېواد لپاره لبناني سفیر ته امر وکړ، چې خپل هېواد ته ستون شي.

    نور معلومات
    next
  3. Photo of Ali al-Nimr following his release from prison in Saudi Arabia

    سعودي عرب کې هغه سړی له زندانه خوشی شوی، چې د ماشومتوب پر مهال د احتجاجونو په تړاو د اعدام په سزا محکوم شوی و.

    نور معلومات
    next
  4. سعودي، پاکستان

    د پاکستان د انرژۍ وزیر حماد اظهر وايي سعودي عربستان اعلان کړی چې پاکستان ته به هرکال د یو ملیارد او شل میلیونو ډالرو په ارزښت تېل ورکوي او د پاکستان مرکزي بانک کې به ۳ ملیارده ډالر جمع کوي. ښاغلي اظهر په یوه ټویټ کې ویلي پاکستان به اړ نه وي چې د تېلو پیسي ژر ورکړي او که د پیسو په ورکړه (تادیاتو) کې ځنډ هم راځي نو پاکستان ته به تېل ورکول کېږي.

    نور معلومات
    next
  5. Saudi Crown Prince Mohammed bin Salman gives a speech from his office in Riyadh, Saudi Arabia (23 October 2021)

    د سعودي عربستان د استخباراتو یو پخواني افسر ادعا کړې ده چې شهزاده محمد بن سلمان په ۲۰۱۴ کال کې د سعودي د پخواني پاچا عبدالله د وژلو وړاندیز کړی و. سعد الجبري د امریکا له (سي بي اېس) تلویزیون سره یوه مرکه کې ویلي، شهزاده سلمان غوښتل چې پخوانی پاچا عبدالله یوې 'زهرجنې' ګوتمې په مرسته ووژني او خپل پلار د پاچاهۍ په ګدۍ کېنوي. هغه مهال د سعودي عربستان په شاهي کورنۍ کې پر دې خبره جنجالونه وو چې د پخواني پاچا عبدالله ځایناستی به څوک وي.

    نور معلومات
    next
  6. Video content

    Video caption: د سعودي او طالبانو اړیکي: د سعودي استخباراتو پخواني مشر سره خبرې
  7. مسجد الحرام

    په مکه المکرمه کې د کورونا وبا خپرېدو مخنیوي لپاره په مسجد الحرام کې لګول شويو بندیزونو کې نرمښت راغلی او له ټول ظرفیت سره عبادت کوونکو ته ورتګ اجازه ورکړل شوې ده. په مسجد الحرام کې هغه نښې هم لېرې کړل شوې، چې د ټولنیز واټن ساتنې لپاره لګول شوې وې او اوس مسلمانان کولای شي، د مخکې په څېر مسجد الحرام کې د یوه بل څنګ تر څنګ لمونځ ادا کړي.

    نور معلومات
    next
  8. ترکي الفيصل

    د سعودي عرب د استخباراتو پخوانی مشر ترکي الفیصل وايي پخوا طالبانو له القاعده سره د اړیکو پرېکولو، د اسامه بن لادن د ورسپارلو او له افغان حکومت سره د خبرو برخه کې دوی څو ځله نا هیلي کړي دي. ترکي الفیصل پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغله را نیولې تر څو لسیزو د افغانستان په مسله کې د سعودي عرب مهم کس او تر ټولو ډېر ښکیل چارواکي و. دی له ۱۹۷۷ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې د سعودي د استخباراتو مشر و.

    نور معلومات
    next
  9. Joe Biden at the Pentagon

    د امریکا دولتي استخباراتي ادارې (اېف بي ای) یو داسې سند خپور کړی چې د سپتمبر ۱۱ بریدونو کې د سعودي وګړو ښکېلتیا ته کتنه کوي. دا سند تر دې دمه قانوناً محرم و، خو اوس څرګند شوی. که څه هم چې په دې بریدونو کې د ښکېلو ۱۹ ترهګرو له ډلې یې ۱۵ سعودیان وو، خو نوی افشا شوی سند داسې هېڅ ثبوت نه وړاندې کوي چې د سعودي حکومت هم پکې ښکېل و.

    نور معلومات
    next
  10. ولسمشر غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د روان وضعیت په اړه ولس ته خپل پیغام کې دا ومنله چې افغانستان د ده په ټکو "د تپل شوې جګړې له کبله د بې ثباتۍ له جدي خطر سره مخامخ دی". ښاغلی غني وايي په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام د دوی لومړیتوب دی او په دې هکله جدي اقدامات تر لاس لاندې دي.

    نور معلومات
    next