وچکالي

  1. Video content

    Video caption: ماشوم ملاتړې اداره: له ۷ میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوړو سملاسي خوندیتوب ته اړتیا لري

    د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې اداري خبرداری ورکړی چې افغانستان کې څه باندې اووه میلونه ماشومان له لوږې سره مخامخ دي.

  2. xylella

    ساینسپوهان وايي، هغه خونړی چینجی یا میکروب چې د زیتونو پر ونو لګېدلی، ښايي اروپایانو ته ۲۰ میلیارده یورو زیان واړوي. دوی دغه چینجی کسیلیلا فستیدیوزا بولي چې په ایټالیا کې یې د زیتونو خورا پراخو باغونو ته زیان اړولی. دغه چینجي تر دې دمه په ایټالیا، اسپانیا او پرتګال کې باغونه زیانمن کړي دي.

    نور معلومات
    next
  3. افغانستان

    د "نېشنل جیوګرافیک" مجلې په افغانستان کې پر اقلیمي بدلون یوه مفصله څېړنه کړې چې سرلیک یې دی: 'اقلیمي بدلون په افغانستان کې د سولې راتلونکى لیدلورى مغلق کولی شي". مجلې د افغانستان پر هغو ولایتونو تمرکز کړی چې د اوبو نشتوالي له امله د خلکو کروندې او څاروي سخت زیانمن شوي.

    نور معلومات
    next
  4. اولیا اطرافي

    بي بي سي، بامیان

    اغلې رضايي د بامیانو په پوهنتون کې ټولنپوهنه لوستې

    په افغانستان کې د اطفایې او عسکرۍ په څېر، ماین پاکي هم د نارینه وو کار بلل کېږي او له همدې کبله ډېرې لږې ښځې زړه ورته ښه کوي. د ټولنې او کورنۍ د نارینه وو ملاتړ ترلاسه کول هم سخته ده.

    نور معلومات
    next
  5. شاهي جوړه نن د خپل سفر پر لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې ده

    د برتانیا شهزاده ویليم او مېرمن یې کېټ مېډلټن پاکستان ته د خپل سفر لړ کې له لومړي وزیر عمران سره لیدلي دي. شاهي جوړا په پاکستان کې د خپل سفر پر لومړۍ ورځ غرمه مهال د مېلمستیا لپاره د لومړي وزیر دفتر ته بلل شوي وو.

    نور معلومات
    next
  6. سوریه

    داسې حال کې چې د سوریې په خاوره کې دننه د ترک پوځونو عملیات دوام لري، د سوریې سرحدي ښار راس العین په شاوخوا کې درنه جګړه روانه ده. ترک چارواکي وايي، ښار یې نیولی دی، خو د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواک 'ایس ډي ایف' یې ردوي.

    نور معلومات
    next
  7. عاصم مایار

    د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد

    د اوبو کانال

    کاریزونه د اوبو هغه سیستمونه دي چې د ځمکې لاندې اوبه د افقي تونل په مرسته، پرته له کومې وسیلې راوباسي. دا تونل په هر ۲۰ - ۵۰ مترو اوږدوالي کې عمودي څاه لري چې د جوړولو، څارلو، پاکولو او له ځینو د اوبو راغوڼدولو برخه کې ترې کار اخیستل کېږي. دا ټکنالوژی په ګرم، وچ او نیمه وچ اقلیمي سیمو کې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره له چین څخه نېولې تر اروپا او امریکا پورې کارول کېږي.

    نور معلومات
    next