سوداگري

  1. مري ان روسن

    سوداګریزه خبریاله

    Binance cryptocurrency exchange website interface on a smartphone held in hand

    د بریتانیا د مالي چلن ادارې (FCA) د ډیجیټلي یا انټرنیټي پېسو (کرېپتو کرنسۍ) په تر ټولو ستر تبادله کوونکي "بایننس" بندیز اعلان کړی دی.

    نور معلومات
    next
  2. French fighter jet taking off from aircraft carrier.

    سویډن کې د یوه نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ موندنې ښيي چې امریکا تېرو پنځو کلونو کې د وسلو په نړیوالو صادراتو کې خپله ونډه ۳۷ سلنه لوړه کړې ده. دغه څېړنیز مرکز وايي امریکا، فرانسې او جرمني د روسیې او چین لخوا د وسلو د صادراتو د کمېدو تشه ډکه کړې ده. د وسلو تر ټولو ډېر صادرات د منځني ختیځ هېوادونو ته شوې دي.

    نور معلومات
    next
  3. بیټ کواین

    د پرلیکه یا انټرنټي پیسې بیټ کواین ارزښت اول ځل تر شپېتو زرو امریکايي ډالرو پورته شو. بیټ کواین پرلپسې ارزښت زیاتېدو سره خپل ریکارډ ماتوي.

    نور معلومات
    next
  4. ایف. اي. ټي. ایف له پاکستانه د سملاسي اقداماتو غوښتنه کړې

    د مالي اقدام کاري ډلې يا 'اېف. اې. ټي. اېف' تر راتلونکې جون میاشت پورې خړ لیست کې د پاکستان د ساتلو پرېکړه وکړه. دا پرېکړه د پیسو سپینولو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو وچولو لپاره د پاکستان د حکومت لخوا د اخیستل شویو ګامونو تر ارزولو وروسته شوې ده.

    نور معلومات
    next
  5. هرات ايران

    ایراني چارواکو اعلان کړی چې د اسلام کلا بندر ته یې له سون توکو پرته د نورو سوداګریزو توکو لېږد له سره پیل کړی دی. د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد وروسته له هغې و ځنډېد چې د دغه بندر په ګمرک کې سلګونه موټر د اور لمبه شول او لسګونه ميلیونه ډالر زيان يې واړاوه.

    نور معلومات
    next
  6. کابل

    د افغانستان ځینې برخو کې د بارګاډو د موټروانانو او صرافانو د کاربندیز او اسلام کلا کې د تېرې اونۍ د اور لګېدو له امله دغه هېواد کې د مختلفو خوراکتوکو او سونتوکو بیه هم پورته شوې ده. د کورنیو چارو وزیر د ټرانسپورټ ټولنې له غړو سره لیدنه کې ژمنه کړې چې ستونزې ته به یې رسیدګي وکړي.

    نور معلومات
    next
  7. خواړه

    د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه اندېښنه ښيي چې د هرات د اسلام کلا ګمرک د اور لګېدنې او په ځینو ولایتونو کې د باري موټرو د چلوونکو له اعتراضونو سره به د هر ډول توکو بیې نورې هم لوړې شي. اسلام کلا کې د اور لګېدو له امله تر یوې اونۍ افغانستان ته د توکو لېږد بند شوی او ځینې لویو لارو کې موټروانانو د هغه څه له امله اعتراض کړی چې دوی یې د پولیسو له خوا شوکې یا بې قانونه پیسې اخیستل بولي.

    نور معلومات
    next
  8. Video content

    Video caption: د اوښ شیدې: کینا کې نوې "سپینه طلا"

    د اوښ شیدې د لږ غوړوالي او روغتیايي ارزښت له امله د نوو فوق العاده خوړو په توګه ستایل شوې دي.

  9. ابراهیم ساپی

    بي بي سي

    تورخم

    د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ یا "اپټا" هوکړې وخت تر راتلونکو څو اونیو پای ته رسېږي، خو دوام یې لا هم دواړو خواو بې برخلیکه دی.

    نور معلومات
    next
  10. Jeff Bezos speaking in September 2019

    اکسفام خيريه بنسټ وايي د کورونا وېروس وبا پر مهال د لسو شتمنو کسانو شتمني ۵۴۰ ميليارد ډالره زياته شوې ده چې دغه اندازه پيسې به په نړۍ کې د کورونا وېروس له امله د رامنځ ته کېدونکې لوږې له منځ وړلو او د ټولو انسانانو لپاره د واکسين برابرولو لپاره کافي وي.

    نور معلومات
    next