ترکمنستان

  1. ترکمنستان ولسمشر

    د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف وايي غواړي افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له نوي حکومت سره ښې اړیکي وپالي او له افغانستان سره بشري مرستې وکړي. نوموړي د روسیې له خبرې اژانس ایتارتاس سره مرکه کې ویلي هېواد يې ناپیلې بهرنۍ کړنلاره لري او د همدې کړنلارې پر بنسټ د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.

    نور معلومات
    next
  2. عشق اباد

    د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد د بهرنیو کارګرو لپاره د اوسېدو د لګښت، لیږد را لیږد او خوړو له مخې د نړۍ تر ټولو قیمتي ښار شو. تېر کال د دغې ډلبندۍ په سر کې هانګ کانګ و خو اوس عشق اباد چې یواځې یو میلیون نفوس لري، ټاکل شوی دی، ان تر دې چې له توکیو هم مخکې شو او د هغو کسانو لپاره چې د کار او کسب لپاره عشق اباد ته تللي دي، د نړۍ تر ټولو ګرانبیه ښار شوی دی.

    نور معلومات
    next
  3. Turkmenistan's Deputy Prime Minister Serdar Berdymukhamedov is pictured during celebrations for a national holiday

    د ترکمنستان حکومت اعلان کړی دی چې له دې وروسته به د 'الابي' په نامه د ځایي نسل یو سپي په درناوي کې هر کال پر یوه ځانګړې نېټه عمومي رخصتي‌ وي.

    نور معلومات
    next
  4. تاپي

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا حکومت د ټاپي پروژې هیڅ مالي ملاتړ نه دی کړي. دا غبرګون له هغه وروسته دی چې امریکايي رسنیو وویل، واشنګټن "د طالبانو نللیکې" ملاتړ کوي، خو په کور د ننه یې د خامو تېلو د لېږد نللیکه ځنډولې ده.

    نور معلومات
    next
  5. د اورګاډي پټلۍ

    د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ (۳۰ کیلومتره)، نوري فایبر (۲۵۰۰ مېګا بایټه انټرنېټ) او برېښنا (۵۰۰ کیلو واټه برېښنا له اقینې تر شبرغان) درې پروژې پرانیستل شوې، چې ولسمشر محمد اشرف غني یې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره مهم بولي.

    نور معلومات
    next
  6. پټلۍ

    د افغانستان د اورګاډو پټلۍ اداره وايي د اقینې-اندخوي د اورګاډي پټلۍ تر ۸۵ سلنې ډېرې چارې بشپړې شوې او ژر به ګټه اخیستلو ته چمتو شي. دې ادارې پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي دا پټلۍ ۳۱ کیلومتره اوږده ده او ټاکل شوې د راتلونکي کال لومړیو میاشتو کې رسمآ پرانیستل شي. د دې پټلۍ د رغولو چارې چې افغانستان له ترکمنستان سره تړي، د روان زېږدیز کال په لومړیو کې پیل شوې وې.

    نور معلومات
    next
  7. افغانستان

    د افغانستان له لارې د ازبکستان پولې ته د ایران لومړنی سوداګریز بار رسېدلی، چې ژر به له همدې لارې تاجکستان او قرغیزستان ته هم د ایراني مالونو د رسولو لړۍ پیل شي. افغان او ایراني چارواکو دا لار چټګه بللې او وایي، لګښت او خطر یې هم کم دی.

    نور معلومات
    next
  8. هدایت الله همیم

    بي بي سي

    ارګ

    د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، کابل کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیره سره لیدنه کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د ترکمنستان په همکارۍ به په هرات کې د ګازو د پروسس اسانتیاوې رامنځ ته شي او د ده د بهرنۍ تګلارې محور به ترکمنستان وي.

    نور معلومات
    next