د ښځو روغتیا

  1. سوامینتن نتراجان

    بي بي سي نړیواله څانګه

    Dr Anum Ahmed talking to a patient

    ټولنیز خنډونه او ستوغ کاري ساعتونه د دې لامل کېږي چې پاکستان کې ډېرې ښځینه ډاکترانې تر واده وروسته روغتونونو کې کار پرېږدي. خو اوس چې د کورونا وېروس وبا روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا ډېره کړې، داسې ګڼې ښځینه ډاکترانې بېرته له انلاین لارې د روغتیايي خدماتو ډګر او کاري ځواک ته راګرځېدلې دي.

    نور معلومات
    next
  2. ناروغ

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې یې له کوویډ سره د تړلې تور فنګس (تور فنجي) ناروغۍ درې مثبتې پېښې په کابل، بغلان او سمنګان ولایتونو کې موندلې دي، چې په تور فنګس اخته درې واړه ناروغان په کورونا وېروس هم اخته شوي دي.

    نور معلومات
    next
  3. Video content

    Video caption: 'پاکستان کې ښځو ته خپل حق په اسانۍ نه ورکول کېږي'

    په پاکستان کې د ښځو حقونو فعالان او فعالانې وايي،‌ دغه هېواد کې ښځو ته خپل حق په اسانۍ نه ور کول کېږي.

  4. Cristina Rosi and her husband

    د ایټالیا ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، دغه هېواد کې یوه مېرمن تر لسو میاشتو پورې د کوما په حالت کې وه، اوس په هوښ راغلې او لومړۍ خبره کې یې مور ته غږ کړ.

    نور معلومات
    next
  5. د ګوسیامي تهامارا ستولي

    په سویلي افریقا کې یوې مېرمن ۱۰ ماشومان زېږولي چې کېدای شي نړیوال ریکارډ وبلل شي.

    نور معلومات
    next
  6. زابل کې لومړی ځل ۲۴ تنه سیمه ییزې قابلې له زدکړو فارغې شوې. روغتیاپالان تمه ښي چي په روغتیايي مرکزونو کې د دې قابله ګانو په ګومارنې سره به د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شي.

  7. چین

    چین وايي، له دې وروسته د دغه هېواد هره جوړه درې بچي زېږولی شي او په دې ډول له لسیزو وروسته له هرې جوړې د دوو بچیانو لرلو محدودیت لرې کېږي. د چین دولتي رسنۍ شین هوا وايي، په قانون کې دا بدلون د چین ولسمشر شي جن پینګ په مشرۍ د چین کمونېست ګوند مرکزي سیاسي دفتر غونډه کې راغی.

    نور معلومات
    next
  8. خوشحال تایب

    بي بي سي

    افغانستان کې په هرو لسو کې درې نجونې، مانا دېرش سلنه د ښوونځیو زده کوونکې د میاشتني عادت پر مهال له ښوونځیو او زده کړو پاتې کېږي.

    د افغانستان د پوهنې وزارت د نجونو په ټولو ښوونځیو کې د پاکو اوبو او مناسبو روغتیايي خدمتونو د برابرولو په اړه خبر ورکړی دی.

    نور معلومات
    next
  9. روغتون

    نن د مې میاشتې ۲۳مه نېټه ده چې د زېږون فیستولا ناروغۍ د پای ته رسولو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د زېږون فیستولا یوه ننګونکې او زړه بوږنوونکې ولادي ناروغي ده او که درملنه یې ونه شي مېرمن تلپاتې معلولوي. په افغانستان کې د بې وزلۍ او په کم عمر کې د نجونو د ودونو له امله زېږون فیستولا پېښې زیاتې دي، خو په وروستیو کلونو کې د کابل په ګډون په یو څو نورو ولایتونو کې هم د دغه ناروغۍ د درملنې امکانات برابر شوي دي.

    نور معلومات
    next
  10. نسرین اوریاخېل

    د افغانستان له سرطان سره د مبارزې بنسټ د بورډ مشره نسرین اوریاخېل وايي، هر کال افغانستان کې شاواخوا شل زره کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي، چې نژدې ۷۵ سلنه (۱۵ زره) یې له امله مري. نوموړې وايي، د سرطان په هکله مالوماتو نشتوالی، نیمګړې درملنه او بې وزلي هغه څه دي چې افغانستان کې یې له امله د سرطان ۷۵ سلنه ناروغان مري. نسرین اوریاخېل د روغتیا وزارت کې د سرطاني ناروغیو لپاره د بودیجې ځانګړي کول هم یو ضروري ګام وباله.

    نور معلومات
    next