د افغانستان پارلمان

  1. ARG

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ ( د اګسټ ۲) د افغان پارلمان له سناتورانو او وکیلانو وغوښتل چې د طالبانو پرضد د ولسي ملاتړ بسیج کې ور سره مرسته وکړي. ښاغلي‌ غني پرته له دې چې د کوم هېواد یا کس نوم یاد کړي وویل: "د اکوړه خټک مدرسه نه پرېږدو چې د افغانستان راتلونکی وټاکي". طالبانو پارلمان ته د افغان ولسمشر د وینا غبرګون کې ویلي، اشرف غني دې وینا سره غوښتل خپل وارخطا حالت او بد وضعیت کابو کړي.

    نور معلومات
    next
  2. ولسمشر غني

    د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۹مه) د ارګ چارچنار ماڼۍ کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته خپله وینا کې وویل چې د امنیتي وضعیت د بدلون لپاره یې یوه تازه طرحه جوړه کړې ده. هغه وویل تېره اوونۍ پر دې طرحه کار شوی او د لومړیتوبونو په ټاکلو سره اصلي هدف ته رسېدای شو. ولسمشر غني د اختر تر لمانځه وروسته دا هم وویل چې طالبان د سولې اراده نه لري، "موږ باید خپل تصمیم ونیسو."

    نور معلومات
    next
  3. ولسي جرګه، رحماني، امرالله صالح

    د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له خوا د دې جرګې یوه غړي ګواښل د اساسي قانون خلاف بولي. تېره اوونۍ رسنیو کې داسې کلپ خپور شو چې پکې امرالله صالح ولسي جرګه کې د بادغیس استازی امیر شاه نایب زاده تورنوي چې له طالبانو سره یې معامله کړې او سرتېري تسلیمېدو ته هڅوي.

    نور معلومات
    next
  4. افغانستان

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عامه خبر رسونې او مطبوعاتو چارو ادارې ویلي د افغانستان د دولت د استازو او د لوړ پوړو شخصیتونو او د طالبانو د لوړ پوړي سیاسي پلاوي په حضور د بین الافغاني خبرو اترو غونډه د ایران په کوربتوب د دغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې پیل شوې ده. طالبانو هم منلې ده چې د دغې ډلې یوه لوړ پوړي پلاوي د ایران په رسمي بلنه تهران ته سفر کړی او پر افغان سولې به خبرې کوي.

    نور معلومات
    next
  5. EPA

    د افغانستان ولسي جرګې د کابل حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر کې د امنیتي ګواښ له امله چي د پاکستان د پارلماني پلاوي الوتکې د ستنېدو سبب شو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان او د ملي امنیت ریاست مشر استجوابیه غونډې ته ور وبلل. د دغه هوايي ډګر کنټرول خونې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پارلماني پلاوي الوتکې ته د کېناستو اجازه ور نه کړه او دا پلاوی چې په درې ورځنۍ لیدنه کابل ته په لار وو، بېرته اسلام اباد ستون شو.

    نور معلومات
    next
  6. افغان تذکرې

    د افغانستان د ملي پخلاینې شورا یوه اعلامیه کې د دې شورا د مشر عبدالله عبدالله له خولې د مالوماتو او احصایې ملي ادارې وروستي نوملړ ته په اشاره وايي، د لویو ملي او حساسو قضیو په اړه پرېکړه په ملي او لویه کچه مشورو او بحثونو ته ضرورت لري. خو نور چارواکي بیا د دې ادارې د نوي نوملړ هرکلی کوي.

    نور معلومات
    next
  7. ر

    د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو افغانستان کې د هدفي وژنې غندلې دي. د دې شورا غړو دغه بریدونه "په لوی لاس د ملکي خلکو" په نښه کول او وژل بللي. د امنیت شورا لخوا د جمعې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغو بریدونو کې ملکي خدمتګاران، قضا، رسنۍ، روغتیا پالان او بشرپاله کارمنان په نښه شوي دي.

    نور معلومات
    next
  8. ولسمشر غني

    د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا درېیم تقنیني کال اوولسمې کاري دورې پرانیستغونډه کې پاکستان ته په خطاب کې وویل، "واقعي سولې ته راشئ او راشئ دوه مستقل دولتونه او دوه مستقل ملتونه یو او بل ومنو. مثبتې لارې ته راشئ، دا پاکستان ته مهمترین فرصت دی چې د تېرو لسیزو سیاست بدل کړي او یو ازاد، مستقل او سرلوړی افغانستان ومني."

    نور معلومات
    next
  9. چاودنه

    د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې امنیتي سرچینې وايي دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې یوه روغتیاپاله او ۷ کارګران وژل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  10. د ارګ یوه اعلامیه د ښاغلي خلیلزاد له قوله وايي،''طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.''

    د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد نن دوشنبه کابل ته د خپل تازه سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي‌ دي.‌ په امریکا کې د ولسمشر جو بایډن د واکمنۍ پیل راهیسې دا د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد لومړی سفر دی. تمه کېږي چې زلمی خلیلزاد به قطر کې طالب مشرانو سره هم ګوري.

    نور معلومات
    next