فلسطیني سیمې

  1. د ۱۹۷۲ کال د اولمپیک لوبو پر مهال د فلسطیني وسله والو یوه برید کې ۱۱ اسرائیلي لوبغاړي وژل شوي وو.

    توکیو کې د ۲۰۲۱ کال د اولمپیک لوبو د پرانیستې مراسمو کې په ۱۹۷۲ کال د مونیخ اولمپیک پر مهال د یوه ترهګریز برید د قربانیانو یادونه شوه. دا نږدې نیمه پېړۍ کې لومړی ځل دی چې د اولمپیک لوبو د پرانیستې پر مهال د دغو قربانیانو یادونه کېږي.

    نور معلومات
    next
  2. خور او ورور

    اسرائیلي پولیسو د منا الکرد په نامه هغه مخکښه فلسطینۍ فعاله او ورور یي له نیول کيدو وروسته خوشي کړل چې له ختیځ بیت المقدس نه د فلسطینیانو د ایستل کېدو پر ضد احتجاجونه او مبارزه کوي.

    نور معلومات
    next
  3. عُلا ابو حسب الله وايي چې غواړي زوی د جګړې له امله له روحي ضربې پرته لوی شي

    د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ له جګړې وروسته په غزه کې د ماشومانو رواني وضعیت څنګه دی؟ پر ماشومانو د جګړې او بمباریو اغیز څه دی؟ په دې رپوټ کې له داسې چا سره خبرې شوي چې په جګړه کې را لویه شوې او اوس په غزه کې د جګړه ځپلو ماشومانو رواني درملنه کوي.

    نور معلومات
    next
  4. غزه

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ د اوربند پیاوړتیا هڅو لړ کې به امریکا د غزه بیا رغاونه کې مرسته وکړي. ښاغلي بلېنکن له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو سره له لیدنې وروسته وویل، ''له جدي بشري حالت سره مبارزه ځکه اړینه ده، چې د تاوتریخوالي بیا رامنځته کېدو مخه ونیول شي. ټاکل شوې د امریکا بهرنیو چارو وزیر به پر سې شنبه د فلسطیني ادارې له ولسمشر محمود عباس سره د لیدو لپاره رمله ته سفر وکړي.

    نور معلومات
    next
  5. Video content

    Video caption: غزه کې اوربند: پر ماشومانو د جګړې اغېز
  6. غزه

    مصري منځګړو په غزه کې له فلسطیني مشرانو او اسراییلي دولت سره د اسراییلو او حماس د ۱۱ ورځنۍ جګړې د اوربند د جزییاتو په اړه خبرې کړې دي. پر مصر او قطر سربېره، ملګرو ملتونو هم د اسراییلو او حماس ترمنځ د خونړیو بریدونو پای ته رسولو لپاره د وروستیو ورځو خبرو کې رول لوبولی دی.

    نور معلومات
    next
  7. جو بایډن

    د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ تر ۱۱ ورځنیو بریدونو وروسته د غزې د بیارغولو، د اسراییلي او فلسطینیانو ترمنځ پر حل‌لارې ټینګار کړی او دا یې د کړکېچ د حل یوازېنۍ لار بللې ده. فلسطیني چارواکو ویلي، په غزه کې د اسراییلو بمباریو ویجاړو کړو کورونو بیارغولو ته لسګونه میلیونه ډالر پکار دي.

    نور معلومات
    next
  8. دا انځورونه په غزه او اسراییلو کې د اسراییلي پوځ او له غزې نه پر اسراییلو د ۱۱ ورځنیو بریدونو ویجاړي ښيي.

  9. Video content

    Video caption: فلسطینیانو او اسراییلو څنګه د اوربند هرکلی وکړ

    له اسراییلو سره تر ۱۱ ورځنۍ نښتې وروسته تر اوربند اعلانېدو څو ساعته وروسته فلسطینیان د غزې کوڅو ته راووتل او خوشحالۍ یې وکړې.

  10. Video content

    Video caption: د اسراییلو – فلسطینیانو شخړه؛ له پیله تر اوسهبې پولې ډاکټران: د غزې بمبارۍ ناورین دی

    په غزه کې د بې پولې ډاکټرانو د ډلې مشره هیلین اوټینس پټرسن وايي، په غزه د تېرې اونۍ بمبارۍ "ناوریني" دي. دا وايي، لارې، اوبه، ‌روغتیايي خدمات او زېربنايي بنسټونه زیانمن شوي دي.