کاناډا

  1. کاناډا

    کاناډا د "ویاړمنو هلکانو" یا (پراوډ بوایز) په نوم د امریکا ښۍ لاسې توندلارې ډله چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ملاتړ کوي د ترهګرو نوملړ ته ور زیاته کړه.

    نور معلومات
    next
  2. A french bulldog on a leash, carrying a small packpack.

    په کاناډا کې یوه جوړه د پولیسو له خوا ځکه جریمه شول چې د کوویډ ګرځبندیز مقررات یې مات کړي ول او د سیمه ییزو رسنیو په وینا ښځې د خپل مېړه په غاړه کې رسۍ اچولې وه او ګرځېدا ته یې اېستلی و.

    نور معلومات
    next
  3. الوتکه

    د ایران د سپاه پاسداران لخوا د اوکراین د مساپر وړونکې الوتکې د نسکورېدو کال پوره شو. افغانستان او څلورو نورو هېوادونو د دې پېښې د کال پوره کېدو سره د ایران له حکومت غوښتي چې د دغه "ناورین" بشپړ او هراړخیز رپوټ وړاندې کړي. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه د مرغومې/جدي ۱۹مه) د PS-752 الوتنې قربانیانو ته د ځواب ویلو او همغږۍ د پنځه اړخیزې نړیوالې ډلې اعلامیه خپره کړې ده.

    نور معلومات
    next
  4. کانګرس

    د امریکا پلازمېنه کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د بدلون لپاره وروستیو اعتراضونو او د کانګرس پر ودانۍ د ډونلډ ټرمپ د پلویانو ورختلو نړۍ حېرانه کړه. د نړۍ لروبر کې خلکو په حېرانۍ د خپلو تلویزونو پر پردو او خواله رسنیو کتل چې سلګونه لاریونوال څنګه د امریکا د جمهوریت پر زړه "کپیټل هېل" چپاو وروړي او امنیتي ځواکونو سره نښتو کې ښکېلېږي.

    نور معلومات
    next
  5. کاناډا

    د کاناډا د اونټاریو سر وزیر یا اعلی وزیر ډوګ فارډ د دغه ولایت د مالیې وزیر استعفا اعلان کړه چې د ټولبندیز پر مهال کارابین ته تللی و.

    نور معلومات
    next
  6. کریمہ بلوچ

    د وتلې بلوچ سیاستوالې او د بلوچ زدکوونکو ټولنې پخوانۍ مشرې کریمه بلوچ مړی د کاناډا ټورنټو کې وموندل شو. ټورنټو کې خبریال سبا اعتزاز بي بي سي ته وویل، د ټورنټو پولیسو د کریمه بلوچ کورنۍ او خپلوانو ته د نوموړې د مړینې خبر ورکړی دی.

    نور معلومات
    next
  7. بایډن او هرېس

    د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن تر منتخب ولسمشر کېدو وروسته د اروپايي هېوادونو په ګډون د نړۍ ځینو مشرانو نوموړي ته د بریا مبارکي ویلې ده.

    نور معلومات
    next
  8. پولیسو یکشنبه سهار وختي شکمن کس نیولی دی.

    د شنبې په شپه یوه سړي چې د منځنۍ پېړۍ کالي یې پر ځان ول چاقو ته ورته د یوې تېزې وسیلې پر مټ یې پر یو شمېر کسانو برید وکړ چې تر اوسه یې دوه کسان وژلي.

    نور معلومات
    next
  9. محمد بن سلمان

    د سعودي عربستان د استخباراتو یوه پخواني چارواکي چې کاناډا کې اوسېږي، یوې امریکایۍ محکمې ته عریضه کړې او وايي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان کاناډا ته د ده د وژلو لپاره یوه ډله استولې وه.

    نور معلومات
    next
  10. A person reads the NCSC security advisory on a phone, while illustrations of coronavirus pepper the area around it

    د ملي امنیت خدماتو یوې ډلې ویلي، روسي هکرانو هغه سازمانونه یا ادارې په نښه کړي چې د کوورنا وېروس لپاره د واکسین جوړولو هڅې کوي. د بریتانیا د ملي سایبري امنیت ملي مرکز وایي، ډاډه دي چې دا هکران د روسیې د استخباراتي ادارو برخه دي.‌

    نور معلومات
    next