برازيل

  1. ژایز بالسونارو

    برازیل کې سناتورانو رایه ورکړې چې له کورونا وبا سره د مبارزې په برخه کې دې د اقداماتو له امله پر ولسمشر ژایز بالسونارو تورونه ولګول شي. د سنا د یوه پلاوي د څیړونو په رپوټ کې غوښتنه شوې چې پر ښاغلي بالسونارو دې د بشري ضد په ګډون د جرمونو تورونه ولګول شي ځکه چې کورونا وبا په برازیل کې د ناسمو اقداماتو له امله ۶۰۰ زره کسان ووژل.

    نور معلومات
    next
  2. President of Brazil Jair Bolsonaro shows a box of chloroquine medicine on 16 September 2020

    یوټیوب وايي، د برازیل د ولسمشر ژاییر بولسينارو ویډیوګانې یې ځکه له دې شبکې لرې کړې چې د کورونا وبا په هکله یې ناسم مالومات خپرول. دا شرکت وايي، د برازیل ولسمشر د چینل اړوند ویډیوګانو د لرې کولو پرېکړه له ایډیالوجۍ یا سیاست سره اړیکه نه لري او له کره ارزونې وروسته یې د دې فلمونو د لرې کولو پرېکړه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  3. People visit a cemetery in Manaus, Amazonas State, Brazil, on 9 May

    کارپوهان وايي، راتلونکې اونۍ به برازیل کې د ژمي په پیلېدو او د واکسین د ورو بهیر له کبله د کورونا وبا کچه لا پسې ډېره شي. دا مهال برازیل کې تر ۵۰۰٫۰۰۰ ډېر کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي دي. پر ولسمشر بولسونارو نیوکې او فشار په ډېرېدو دی چې ولې د ولس ساتنې لپاره د خوندیتابه اجرآت نه عملي کوي، د واکسین عملي کولو، بندون لګولو او ماسک اجباري کولو لپاره جدي ګام نه اخلي.

    نور معلومات
    next
  4. برازيأ

    د برازيل پلازمېنه ريو ډي جينېرو کې د ډزو له امله د يوه پوليس په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي. د ځايي رسنيو په وينا پېښه د پولیسو د عملياتو پر مهال چې د مخدره موادو د قاچاقبرانو د يو ډلې د نيولو په موخه يې کوله د پلازمېنې په جاکرازينو سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

    نور معلومات
    next
  5. برازیل

    د سوېلي امریکا له برازیل رپوټونه وايي، دغه هېواد کې له کورونا وېروس د مړو شمېر تر څلورو لکو پورته شو. هند هم د کورونا له پلوه نړۍ کې ډېر ځپلی هېواد دی او له تېرو ۲۴ ګړیو راهیسې دغه هېواد کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ له درې نیم زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

    نور معلومات
    next
  6. Woman reacts during the burial of her mother in Manaus

    په برازیل کې په لومړي ځل په یوه شپه او ورځ د کورونا وېروس له امله له څلور زرو زیات کسان مړه شوي او د افغانستان په ګاونډ ایران کې ټول لوی ښارونه د کورونا وېروس له امله د خطر لوړې کچې ته رسېدلي دي. بله خوا د افغانستان ګاونډیو پاکستان او ایران کې هم مثبتې پېښې په چټکۍ ډېرېږي.

    نور معلومات
    next
  7. جو بايدن

    د امریکا کانګرس بالاخره د کورونا وبا د مبارزې او له امریکایانو سره د مرستې لپاره د ولسمشر جو بایډن د "ژغورنې قانون پروژه" تایید کړه. دا پروژه مخکې د استازو جرګې تایید کړې وه.

    نور معلومات
    next
  8. ښاغلی ایزار د ټرمپ له نژدې کسانو ګڼل کېده.

    په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو خلکو شمېر تر دوو میلیونو اوښتی، د امریکا د روغتیا وزیر الکس ایزار استعفا کړې او د خپلې استعفا لامل یې د کانګرس پر ودانۍ د ډونلډ ټرمپ د پلویانو برید ښودل شوی. ښاغلی ایزار د ټرمپ له نژدې کسانو ګڼل کېده.

    نور معلومات
    next
  9. له امریکا وروسته هند کې ډېر کسان په کورونا اخته شوي دي.

    روغتیا نړیوال سازمان وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله په امریکا او هند کې له زرو ډېر او برازیل کې تر ۸۷۴ کسان مړه شوي دي. دا اداره وايي، د یکشنبې په ورځ په هند کې د ۹۴ زره ۳۷۲ نوي ناروغان ثبت شوي او ور پسې امریکا کې ۴۵ زره ۵۲۳ او برازیل کې ۴۳ زره ۷۱۸ کسان رپوټ شوي دي.

    نور معلومات
    next
  10. Russian President Vladimir Putin

    د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د کورونا وېروس مخنیوي لپاره په دې هېواد کې دننه د جوړ شوي واکسین د کارولو اجازه ورکړې ده. دا واکسین یوازې دوه میاشتې وړاندې پر انسانانو ازمایل شوی او نړیواله ټولنه او کارپوهان یې لا هم د اغېزمنتوب په اړه ډاډه نه دي.

    نور معلومات
    next