اورګاډي ټرانسپورټ

  1. دریو ورځو کې د یو کال په اندازه باران شوی دی.

    د چین مرکزي هنن ولایت کې تر مرګوني سېلاب وروسته د خواله رسنیو له لارې له سېلاب ځپلو سره د مرستې چټکولو غوښتنه کېږي. د هنن په ژنګژو ښار کې تر چارشنبې پورې د درې ورځو باران د دغه ولایت تر ټول کلني ورښت سره برابر دی او له امله یې تر ۳۳ کسان مړه شول.

    نور معلومات
    next
  2. A resident in the Rhineland-Palatinate district of Ahrweiler stands in front of her property destroyed by a flood on 16 July 2021

    جرمني او بلجیم کې ژغورندویه ډلو هڅې چټکې کړې چې وروستیو سیلابونو کې سلګونه نادرکه شوي کسان وژغوري. دغو سیلابونو کې تر اوسه د ۱۲۰ تنو مړینه رسمآ تائید شوې خو سلګونه نور نادرکه دي.

    نور معلومات
    next
  3. پوځ هم د خلکو ژغورلو هڅه کوي.

    د پاکستان سیند صوبې ګوټکي سیمې ته نږدې د سرسید ایکسپرېس او ملت ایکسپرېس اورګاډو په ټکر کې ۴۳ کسان ووژل او تر ۱۰۰ ډېر ټپيان شول. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ټوېټر کې پر دې پېښه خواشیني څرګندولو سره زیاتوي: "د پټلۍ وزیر د پېښې ځای ته تللی، ټپیانو ته د طبي مرستې او د وژل شویو خپلوانو سره د مرستې باوري کولو لارښوونه ورته شوې ده. "

    نور معلومات
    next
  4. بوم شرکت

    یونایټډ هوايي شرکت اعلان کړی چې غواړي تر ۲۰۲۹ کال پورې ۱۵ تر غږ چټکې د سپرلۍ الوتکې وپېري او هوايي چلن ته بیا چټکتیا وروبښي. تر غږ د چټکو الوتکو هوايي سفرونو په ۲۰۰۳ کال تر هغې وروسته پای وموند چې فرانس او بریتیش هوايي شرکوتونو د کانکورډ الوتکو کارونه ودروله.

    نور معلومات
    next
  5. مکسکو

    د مکسیکو پلازمېنه مکسیکو سیټي کې د اورګاډي تېرېدو پر مهال پل غورځېدلی چې ور سره ۲۳ کسان وژل شوي او ۷۰ ټپیان دي. د ښاري چارواکو په خبره، د اورګاډي څو ډبې هغه مهال له پل وغورځېدلې او یوه ډبه هم غبرګه شوه چې د پل یوه مټه یا ستن ونړېده.

    نور معلومات
    next
  6. ټکر

    مصر کې د دوو مساپرو وړونکو اورګاډو ټکر کې لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه او ۱۶۵ ټپي شوي دي. دا پېښه سوهاج ښار ته نږدې شوې او پایله کې یې د اورګاډو ګڼې غرفې له پټلۍ وتلې او اوښتې دي.

    نور معلومات
    next
  7. بی بی سی

    افغانستان په ۱۳۹۹ کال کې د خونړیو جنګ جګړو او ناامنۍ ترڅنګ د هیله بښونکو خبرونو شاهد هم و.

    نور معلومات
    next
  8. Atmar

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې یې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د پټلۍ جوړولو لار نقشې تړون د تېرې سې شنبې په ورځ لاسلیک کړ، چې له مخې به یې دا ګډه پروژه د سیمه ییزو اړیکو، سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې لپاره مشترک ټکی شي.

    نور معلومات
    next
  9. کورونا

    بریتانیا کې د کورونا د نوي چټک خپرېدونکي وېروس د پیدا کېدو له رپوټونو سره اروپايي هېوادونو دغه هېواد ته خپلې الوتنې وځنډولې. جرمني، ایټالیا، ایرلنډ، بلجیم، فرانسه او هالنډ ټولې الوتنې او په ټول کې بریتانیا ته تګ او له دغه هېواد را تګ د لنډمهال لپاره ځنډولی دی. پر اروپا سربېره ایران او ترکیې هم دغه هېواد ته پر الوت لنډمهالی بندیز ولګاوه.

    نور معلومات
    next
  10. پټلۍ

    د افغانستان د اورګاډو پټلۍ اداره وايي د اقینې-اندخوي د اورګاډي پټلۍ تر ۸۵ سلنې ډېرې چارې بشپړې شوې او ژر به ګټه اخیستلو ته چمتو شي. دې ادارې پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي دا پټلۍ ۳۱ کیلومتره اوږده ده او ټاکل شوې د راتلونکي کال لومړیو میاشتو کې رسمآ پرانیستل شي. د دې پټلۍ د رغولو چارې چې افغانستان له ترکمنستان سره تړي، د روان زېږدیز کال په لومړیو کې پیل شوې وې.

    نور معلومات
    next