ورزش

  1. Mutaz Barshim and Gianmarco Tamberi

    د جاپان پلازمېنه توکیو کې د اولمپیک لوبو په یوه جنجالي جګ یا پورته ټوپ اچولو کې د قطر معتز عیسا برشم او د ایټالیا جان مارکو تمبري ته د سرو زرو ګډ مډال ور کړل شو.

    نور معلومات
    next
  2. Flora Duffy

    برمودا ټولټال ۶۳ زره وګړي لري او د نړۍ تر ټولو کم مېشتی هېواد یا سیمه شوه چې د اولمپیک لوبو کې د سرو زرو مډال د ګټلو تاریخ جوړوي.

    نور معلومات
    next
  3. توکیو

    د جاپان پلازمینه توکیو کې د اولمپیک سیالۍ د روانې جولای پر ۲۳ مه پیل شوې، چې د اګست تر اتمې نېټې به دوام وکړي.

    نور معلومات
    next
  4. افغان کرېکټ

    ځوان افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال چې لا هم د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله کې نه دی لوبېدلی، د اسټرالیا د کرېکټ غوره لیګ "بیګ باش" ته واخیستل شو. نور احمد د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله کې لوبېږي، خو تر ډېره کورنیو لوبو کې پاتې شوی دی.

    نور معلومات
    next
  5. .

    د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د نهم پړاو په پایلوبه کې د شاهین اسمايي لوبډله وتوانېده چې په یو ګول سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړي او د پنځم لپاره یې د دې لیګ اتلولي وګټله. بلخوا د ښځو فوټبال غوره لیګ سیالیو پایلوبه کې د هرات نجونو لوبډلې کابل لوبډلې ته ماتې ورکړه.

    نور معلومات
    next
  6. LADIES EUROPEAN TOUR

    سعودي عرب به لومړی ځل د اروپا ښځینه ګلف لوبې اونۍ اوږده سیالي او ورسره پرلپسې ټورنمنټونو کوربتوب وکړي

    نور معلومات
    next
  7. جشن قهرمانی لیپورپول

    د برتانیا فوټبال لوبډله لېورپول ۳۰ کاله وروسته غوره لیګ کې اتله کېږي چې دې بریا سره یې مینوالو انفیلډ لوبغاړي ته تلونکو لارو او د ښار مرکز کې د خوشالۍ جشن جوړ کړ.

    نور معلومات
    next
  8. سرینا

    سرینا ویلیمز، نومي اوساکا او ماریا شره پووا د هغو ټېنس ستورو په ډله کې دي چې د ماریو ټینس اسېس په ژوندۍ بڼه اتلولیو کې به ګډون وکړي. دې نوښت کې به مخکښ ټېنس لوبغاړي له نامتو کسانو سره ملګري شي او د نیتندو سوېچ لوبه کې به د کرکټرونو په څېر ولوبېږي.

    نور معلومات
    next
  9. د نارنجو ددې جګړې په جریان کې له ۷۰۰ ټنو زیات نارنجان کارول کیږي

    هر کال د ایټالیا په لرغوني ایوریا ښار کې خلک د ښار مرکزي څلور لارې ته راووځي او پر یو بل د نارنجو وارونه کوي. دې مراسمو ته د نارنجو د جګړې نوم ورکړل شوی دی. دا مراسم له څو پېړیو راهیسې د یو ظالم واکمن له منګولو د دې ښار د ازادولو په پلمه لمانځل کېږي.

    نور معلومات
    next
  10. کیمیا

    د ایران یوازنۍ اولمپیک مډال ګټونکې کیمیا علي زاده وايي، له خپل هېواد وتلې ده. ۲۱ کلنې کیمیا خواله رسنیو کې لیکلي، ځکه له خپل هېواد کډه په شاه شوه چې نه غواړي هغه "د منافقت، درواغو، بې انصافۍ او چاپلوسۍ" برخه پاتې شي. نوموړې خپل ځان ایران کې له "میلیونونو مظلومو" مېرمنو یوه بللی دی.

    نور معلومات
    next