د نشه يي توکو کاروبار

  1. هیروین

    اسټرالیا پولیس وايي، د هېواد په تاریخ کې یې د هیروینو تر ټولو دروند بار نیولی چې ارزښت یې ۱۰۴ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي.

    نور معلومات
    next
  2. یورانیم

    د هند ممبۍ کې له دوو کسانو سره د څه باندې ۷ کیلو ګرامه ۹۰ سلنه خالصو طبیعي یورانیمو د نیول کېدو په تړاو د څېړنو دنده د دغه هېواد د څېړنو ملي ادارې ' این ای اې' ته وسپارل شوه. این اې ای هند کې د ترهګریزو پېښو په تړاو د څېړونو تر ټولو مهمه اداره ده.

    نور معلومات
    next
  3. افغان مېرمنې

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، دې هېواد کې نږدې دوه نیم میلیونه وګړي چې ۴۰ سلنه یې مېرمنې دي نشه یي توکي کاروي. یاد وزارت وايي، د لېرې پرتو سیمو مېرمنې دوه برابره ډېرې د ښاري مېرمنو پرتله په نشه یي توکو روږدې دي. دې هېواد کې شاوخوا ته نیم لکه ښځې او کابو یو نیم لکه ماشومان دا مهال په نشو روږدي دي، خو د درملنې مرکزونو شمېر خورا کم دی.

    نور معلومات
    next
  4. هالنډ

    د هالنډ پولیس وايي، د اسټرالیا حکومت د جلب حکم له صادرېدو وروسته یې هغه کس نیولی چې ادعا کېږي د نشه يي توکو د یوې تر ټولو سترې ډلې مشر دی. ویل کېږي چین کې زېږېدلی کاناډایی وګړی ـ سي چه لاپ - د هغې ډلې یا کمپنۍ مشر دی چې اسیا کې د نشه یي توکو د بې قانونه سوداګرۍ پر ۷۰ میلیارد ډالري بازار واکمن دی.

    نور معلومات
    next
  5. .

    ملت ته د حکومت د حساب ورکولو اونۍ په پیلېدو سره د افغانستان د ماليې وزارت وايي، حکومت په ۱۳۹۹ کال کې د ۵۰۰ میلیارده افغانۍ بودیجې د ۸۷ سلنې په لګولو بریالی شوی. بل خوا، د عامه او ستراتیژیکو اړیکو برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر وايي سږ کال دا پروسه د دې لپاره هم ډېره مهمه ده چې افغاستان په یوه تاریخي پړاو کې دی.

    نور معلومات
    next
  6. Video content

    Video caption: افغانستان کې د نوي ډول مخدره موادو د تولید خبرداری

    یو نوی رپوټ خبرداری ورکوي چې افغانستان د ډېرې خطرناکې او روږدېدونکې - غېر قانوني مادې methamphetamine یا کرسټال مېت یو مهم تولیدونکی کېږي. افغانستان

  7. ریاض سهیل

    بي بي سي کراچۍ

    چرس

    د پاکستان سند ایالت عالي محکمې تر لسو ګرامو پورې د چرسو ساتلو او کاروولو په هکله عریضه رد کړې او عارض سړی یې رټلی دی. قاضې د عریضې په ځواب کې هغه مدافع وکیل ته چې دغه عریضه یې وړاندې کړې وه، وویل: ایا ته غواړې، چې ټول خلک د چرسو څکول پیل کړي؟

    نور معلومات
    next
  8. ریا

    د هند د نشه يي توکو ضد ادارې د بالیووډ هنرمنه ریا چکرورتي د خپل ملګري(بوای فرېنډ) هنرمن سوشانت سینګ راجپوت د ځان وژنې اړوند نشه يي توکو د دوسیې له امله ونیوله.

    نور معلومات
    next
  9. چرس

    د پاکستان حکومت درملو کې د کارولو لپاره د محدودې اندازې بنګو کرلو اجازه ورکړه او دې برخه کې یې اړوند چارواکو ته د ګام پورته کولو حکم وکړ. بنګ به د حکومت په څار کرل کېږي او خصوصي سکتور یا څانګه پکې شامله نه ده.

    نور معلومات
    next
  10. درمل

    بریتانوي کارپوهان وايي، دګزامتازون نومي ارزان بیه درمل چې په پراخه کچه موندل کېږي، د کورونا وېروس سختو ناروغانو په ژوند ژغورلو کې مرسته کولای شي. ویل کېږي د هغو ناروغانو مړینې کچه چې په مصنوعي توګه تنفس ورکول کېږي، له دې درملو سره یو په درېیمه برخه کمېږي.

    نور معلومات
    next