هوایي سفر

  1. بوینګ ۷۳۷

    اندونیزیا پر بوینګ ۷۳۷ مکس ډوله الوتکې بندیزې څه باندې درې کاله وروسته له هغه لېرې کړ چې د همدې الوتکې د رالویدو په یوه پېښه کې ۱۸۹ مساپر او د الوتکې عمله ووژل شول.

    نور معلومات
    next
  2. الوتنې

    د کوویډ په تړاو د الوتنولغوه کېدو او هوايي سفر ګډوډۍ پېښې د یوې بلې اونۍ په پیل کې هم پراخې کچې ته رسېدلې دي.

    نور معلومات
    next
  3. کابل

    په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر فېسبوکپاڼه یوه خپاره شوي پیغام کې ویل شوي، پاکستان ته د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په سفر کې پاکستاني لوري ورسره ژمنه کړې چې د اور وژنې، ترافیکي کنټرول، خوندیتوب، هوايي ډګر مدیریت او هوا پېژندنې په برخو کې به د افغان هوايی چلن کارکوونکو ته مسلکي زدکړې چمتو کوي.

    نور معلومات
    next
  4. The Air India plane stuck under the bridge

    د هند پلازمېنه ډیلي کې د یوې الوتکې ویډیويي کلیپ په خواله رسنیو کې ډېر لاس پر لاس شوی چې تر یوه پله لاندې ایساره ده.

    نور معلومات
    next
  5. کام ایر هوايي شرکت

    له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویستلو یو مسؤل بنسټ چارواکو ویلي د امریکا د کورني امنیت وزارت هغې الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې چې له کابله واشنګټن پر لاره وه. د دې بنسټ یوه مشر ویلي د افغانستان د یوه خصوصي هوايي شرکت کام ایر دې الوتکه کې له سلو زیات کسان سپاره دي چې یا امریکايي وګړي دي او یا په دغه هېواد د دایمي اوسېدو سند ( ګرین ګارډ ) لري.

    نور معلومات
    next
  6. کابل

    د ایران العالم نومي چېنل رپوټ کې ویل شوي، له افغانستان سره د ایران عمومي هوايي تګ راتګ پیل شوی دی. د رپوټونو له مخې د چهارشنبې پر ورځ د ایران ماهان هوايي شرکت یوه الوتکه چې نولس مسافر او عمله یې لېږدول د افغانستان پلازمېنې کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده. د یادونې ده چې تېره میاشت د طالبانو لاس ته د کابل له کنټرول ورتلو وروسته د ایران او افغانستان تر منځ هوايی چلن په ټپه درېدلی و.

    نور معلومات
    next
  7. جګړه

    افغانستان ته د راګرځېدلو امریکايي ځواکونو لومړنۍ ډله د کابل نړیوال هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوې ده. ظاهرآ د دوی دنده دا ده چې له افغانستانه د دیپلوماتانو او د امریکا د غیر پوځي افغان همکارانو د اېستلو پروسه خوندي او چټکه کړي. ناروې او ډنمارک بیا کابل کې خپل سفارتونه رخصت کړي او د بریتانیا سفارت اعلان کړی چې د امکان تر حده له کمو کارکوونکو سره به خپلو چارو ته دوام ورکړي.

    نور معلومات
    next
  8. اندونیزیا

    هغه اندونیزیايي سړی په الوتکه کې د الوت پر مهال نیول شوی، چې پر کوویډ - ۱۹ ناروغي اخته و او د خپلې مېرمنې پر ځای یې هوايي سفر کاوه.

    نور معلومات
    next
  9. کام ایر

    د کورونا وبا له کبله د سعودي عربستان نویو محدودیتونو له پاکستان وروسته د افغانستان له لارې هم د مساپرو ستونزې ډېرې کړې، او سعودي عربستان د کابل او ریاض ترمنځ الوتنې درولې، چې له کبله یې په افغانستان په ځانګړي ډول کابل کې د شاوخوا ۴۰۰۰ پاکستاني وګړو په ګډون یو زیات شمېر مسافر له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

    نور معلومات
    next
  10. هانګ کانګ، بریتانیا

    هانګ کانګ د کورونا وېروس ډېلټا بڼې خپریدو د مخنیوي په موخه له بریتانیا نه پر ټولو الوتنو بندیز لګوي. بریتانیا به یو له ''ډېر خطر لرونکو'' هېوادونو نه په نښه کړای شي. دا هغه اصطلاح ده چې کانګ کانګ یې د سفر کولو په خاطر کاروي.

    نور معلومات
    next