مسلمانان

  1. Danish cartoonist Kurt Westergaard

    د کُرټ وسټرګارډ په نامه هغه ډنمارکی کارتونېست، چې د اسلام د پیغمر محمد (ص) کارتونونو یې د نړۍ لروبر کې د میلیونونو کسانو غوسه او غبرګون پارولی و، د ۸۶ کالو په عمر مړ شوی. هغه له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د سخت دریځې (جیلانډس پوسټن) ورځپاڼې لپاره کارتونونه جوړول.

    نور معلومات
    next
  2. Video content

    Video caption: د حج مراسم: کم شمېر حاجيانو ته اجازه ورکړل شوې
  3. موسم الحج

    د کورونا وبا په درشل کې دا دویم ځل دی چې په کم شمېر حاجیان د سعودي مکې مکرمې ښار کې د حج مراسم ترسره کوي.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: د تعلیم لپاره غرونو ته ختل

    د تعلیم لپاره غرونو ته ختل

  5. Video content

    Video caption: 'د مسلمانانو موډ په غوړېدو دی'

    د ځوانو مسلمانو د موډ خوښول په تېره اسیا کې په ډېرېدا دي. د جامو د ډیزاین لوی سوداګریز شرکتونه د شرمناکو سټایلو رایستلو په تکل کې دي چې خرڅلاو کې یې هم وده په ډېرېدو ده.

  6. کاناډا

    د کاناډا لوی څارنوال هغه ځوان په ترهګریز ګام هم تورن کړ چې د دغه هېواد اونټاریو ولایت کې په خپل ګاډي د مسلمانې کورنۍ د څلورو غړو په وژلو تورن دی. د کاناډا پولیس وايي، نتانیل ولټمن نږدې اونۍ وړاندې د افضل کورنۍ غړي د دیني باور له امله قصدا په نښه او "پلان شوي برید" کې په ګاډي ووژل.

    نور معلومات
    next
  7. چین

    د بښنې نړیوال سازمان په خپل یو تازه رپوټ کې تور لګولی چې د چین حکومت په شمال لویدیځ شینجیانګ ایالت کې د اویغوریانو او نورو مسلمانو لږکیو پر ضد د 'بشر ضد جرمونه' ترسره کړي. دا رپوټ له ۵۵ پخوانیو زندانیانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی. یاده دې وي چې چین په دوامداره توګه په شینجیانګ کې د بشر ضد جرمونو تورونه په کلکه ردوي‌.

    نور معلومات
    next
  8. عصمت بهیر

    بي بي سي کابل

    سعودي

    د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي،‌ یو شمېر افغان، سعودي او پاکستاني دیني عالمان به د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ (د جون لسمه) په سعودي کې د افغان سولې او جګړې په اړه د بحث لپاره په یو ورځني کنفرانس کې سره راټولېږي. د افغانستان حج او اوقافو وزارت وايي، د ناستې ګډونوال به په افغانستان کې د روانې جګړې پر مشروعیت او دیني اړخونو خبرې وکړي.

    نور معلومات
    next
  9. لندن

    د کاناډا پولیس وایي، دغه هېواد کې د یوې مسلمانې کورنۍ څلور غړي د یکشنبې په ورځ په پلان شوي برید کې ووژل شول. پېښه د اونټاریو ولایت په لندن ښا رکې شوې ده او پکې بریدګر پر خپل ګاډي دا کسان وهلي. پېښه کې یو نهه کلن هلک ژوندی پاتې شوی او روغتون ته لېږدول شوی چې روغتیایي حالت یې هم نازک دی.

    نور معلومات
    next
  10. انتوني بلېنکن

    واشنګټن د افغانستان له دولتي مشرانو او طالبانو وغوښتل چې د سولې پروسه چټکه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې جالینا پورتر پرون (جمعه د جون ۴مه) یوې خبري ناستې ته ویلي د افغانستان حکومت او طالبان باید د یوه جامع او دایمي اروبند پر سر هوکړې ته د رسېدو او دغه هېواد کې له ۴۰ کلونو د اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره د سولې مذاکرات چټک کړي.

    نور معلومات
    next