د ښځو حقونه

  1. ملګري ملتونه

    یو شمېر افغان ښځو له ملګرو ملتونو غوښتي په دغه سازمان کې دې د طالبانو استازولۍ ترلاسه کولو مخه ونیسي.

    نور معلومات
    next
  2. ملالله

    د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زدکړو فعالې ملالې یوسفزۍ پر افغان طالبان غږ کړی چې په دې هېواد کې د هلکانو ترڅنګ نجونو ته ښوونځي ته د تلو او د زدکړو اجازه ورکړي. نوموړې بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، وېره لري چې د نجونو پر زدکړو اوسنی بندیز ښایي کلونه دوام وکړي. افغان طالبانو رسماً ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز نه دی لګولی، خو تېره میاشت یې اعلان کړی و چې د منځنیو ښوونځیو نجونې دې 'د مناسب چاپېریال تر برابرېدو' په کورونو کې پاتې شي.

    نور معلومات
    next
  3. افغان زدکوونکې

    د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې افغانستان کې دې نجونو ته په سملاسمي توګه ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.‌ یاد سازمان وایي، له ګڼ شمېر نجونو زدکوونکو او ښوونکو سره د مرکو پر بنسټ یې خپل تازه رپوټ چمتو کړی. په رپوټ کې راغلي چې ګڼې نجونې او ښوونکې له تاوتریخوالي سره مخ دي او ان د طالبانو لخوا ورته ګواښونه کېږي.

    نور معلومات
    next
  4. ګوتیرش

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش پر طالبانو له دې کبله نیوکې کړې چې په وینا یې د افغان ښځو او نجونو په هکله یې ژمنې 'ماتېګ کړې دي. د یوناما له لوري په یوه بیان کې د ښاغلي ګوتېرش له قوله ویل شوي: ''موږ ولیدل چې طالبانو له افغان ښځو او نجونو سره کړې ژمنې ماتې کړې دي او زه په ځانګړې توګه له دې کبله خبردار شوی یم.''

    نور معلومات
    next
  5. Archive photo, from 2009, of members of Afghanistan's women's national football team take part in a training session in Germany

    د بریتانیا حکومت ویلي، لسګونو ځوانو افغانو فوټبالرو نجونو او د هغوی کورنیو ته به د بریتانیا ویزې ورکوي. دا ګام د بریتانیا د حکومت د هغه پلان برخه ده چې له مخې به یې زرګونه اړمنو افغانانو ته بریتانیا کې د مېشتېدو زمینه برابرېږي. د ۳۵ فوټبالرو نجونو دا ډله پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته د پاکستاني حکومت په بلنه او منځګړتوب اسلام اباد ته تللې وه او تر دې دمه هلته په یوه هوټل کې مېشتې وې. تمه کېږي چې دا نجونې به دوه یا درې اوونیو کې بریتانیا ته را ورسېږي.

    نور معلومات
    next
  6. حفیظ الله معروف او اېلن یونګ

    بي بي سي - لندن

    Afghan mother and baby with doctor. Photo collage illustration from photographs courtesy Getty Images

    د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اېچ او د مالومات له مخې افغانستان کې لا هم په هر سلو زرو زېږونونو کې ۶۳۸ میندې مري. دا کچه پخوا نوره هم لوړه وه. خو د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې هغه پرمختګونه چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې شوي، په چټکۍ مخ په ځوړ روان دي.

    نور معلومات
    next
  7. حمیرا کنول

    بي بي سي اردو

    عائشہ خان

    عایشه خان وايي، ''یوازې له دې کبله مې هېواد نه دی پرې ایښی، چې مسلمانه یم او بشپړ حجاب نه کوم، بلکې له دې کبله مې هېواد پرېښود چې یوه نجلۍ یم او سندرغاړې یم.''

    نور معلومات
    next
  8. People on a mechanical crane attend to a white signboard outside a building in Kabul

    د جمعې پر ورځ طالبانو د ښځو چارو وزارت پر دروازه د یاد وزارت د لوحې پر ځای د دعوت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف، نهی عن المنکر وزارت لوحه وټومبله.

    نور معلومات
    next
  9. Women footballers arrive in Pakistan

    د افغانستان د ښځو د فوټبال یو شمېر لوبغاړې او د کورنیو غړي یې د سه شنبې پر ورځ پاکستان ته رسېدلې دي او د څو ورځو لپاره به هلته وي. پاکستاني چارواکي وايي، دا لوبغاړې او د کورنۍ غړي یې تېره شپه د تورخم له لارې پاکستان ته ورغلې او تر هغه وروسته لاهور ته لېږدول شوې دي.

    نور معلومات
    next
  10. Tweeted photo of Dr Bahar Jalali in her traditional Afghan dress

    افغان ښځو د خپلو دودیزو کالیو دفاع په موخه یو کمپاین پیل کړی دی. ګڼ شمېر افغان مېرمنو او نجونو د #DoNotTouchMyClothes او #AfghanistanCulture له هشټګونو سره دې کمپاین کې د خپلو رنګینو دودیزو کالیو تصویرونه خپاره کړي دي.

    نور معلومات
    next