ذهني ناروغي

  1. Frances Haugen addressing a Senate hearing on internet safety, 5 October 2021

    د فېسبوک یوې پخوانۍ کارمنې د امریکا سنا مجلس یوې ځانګړې ناستې ته ویلي،‌ د یاد شرکت وېبپانې او اپلیکېشنونه ماشومانو ته زیان رسوي، ټولنه کې بیلتون رامنځته کوي او د امریکا دیموکراسي کمزورې کوي. ۳۷ کلنه فرنسز هاګن پخوا فېسبوک شرکت کې د تولیداتو مدیره وه، خو وروسته یې د یاد شرکت د کړنو په اړه رازونه افشا کړل او مخالفه یې شوه. خو د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ دغه نیوکې رد کړې او وایي، دې وروستیو کې خبري پوښښ د دې شرکت ناسم انځور وړاندې کړی. ‌

    نور معلومات
    next
  2. مصنوعي هوښ

    ساینسپوهان د مصنوعي هوښ د یوه داسې سیستم په ازمویلو بوخت دي چې فکر کېږي په یوه ورځ کې د عقل د زوال ناروغي تشخیصولی شي.

    نور معلومات
    next
  3. سوامینتن نتراجان

    بي بي سي نړیواله څانګه

    Dr Anum Ahmed talking to a patient

    ټولنیز خنډونه او ستوغ کاري ساعتونه د دې لامل کېږي چې پاکستان کې ډېرې ښځینه ډاکترانې تر واده وروسته روغتونونو کې کار پرېږدي. خو اوس چې د کورونا وېروس وبا روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا ډېره کړې، داسې ګڼې ښځینه ډاکترانې بېرته له انلاین لارې د روغتیايي خدماتو ډګر او کاري ځواک ته راګرځېدلې دي.

    نور معلومات
    next
  4. یک‌ فنجان چای آرام‌بخش

    د ځینې هېوادونو خلک چای او د نورو قهوه خوښوي. د بریتانیا خلک پر چای مین دي. هغوی د ورځې ۱۶۵ میلون پیالې چای څښي. ورپسې هم قهوه څښي چې ورځانه ۹۵ میلیون پیالې کېږي.

    نور معلومات
    next
  5. نیویارک کې یوه ښځه د کورونا د مړو په یاد ګل ږدي.

    د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې امریکا کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر شپږ لکو دوولسو ته ورسېد او دا په نړۍ کې د دې وبا له امله له بل هر ملت د ډېرو خلکو مړینه ده. پر ۲۰۲۰ کال د کورونا وبا پیلېدو سره امریکا کې درې دېرش نیم میلیونه وګړي هم په دغه وېروس اخته شوي چې تر بل هر هېواد لوی شمېر دی. له امریکا وروسته برازیل کې له کورونا څلور لکه اته اتیا زره او هند کې ۳ لکه ۷۷ زره کسان مړه شوي دي.

    نور معلومات
    next
  6. مینا جوشقاني

    بي بي سي پارسي

    کرونا

    کورونا وبا له ډېرو اړخونو زموږ پر رواني روغتیا اغېز کړی او ډېری کسان یې یوازېتوب، ژور خپګان، وسواس او پرېشانۍ سره مخ کړي دي. روغتیا نړیوال سازمان چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۱۱ کورونا نړیواله وباله وبلله، تر هغه راهیسې ۱۷۳ میلیون کسان پرې اخته شوي دي.

    نور معلومات
    next
  7. نسرین اوریاخېل

    د افغانستان له سرطان سره د مبارزې بنسټ د بورډ مشره نسرین اوریاخېل وايي، هر کال افغانستان کې شاواخوا شل زره کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي، چې نژدې ۷۵ سلنه (۱۵ زره) یې له امله مري. نوموړې وايي، د سرطان په هکله مالوماتو نشتوالی، نیمګړې درملنه او بې وزلي هغه څه دي چې افغانستان کې یې له امله د سرطان ۷۵ سلنه ناروغان مري. نسرین اوریاخېل د روغتیا وزارت کې د سرطاني ناروغیو لپاره د بودیجې ځانګړي کول هم یو ضروري ګام وباله.

    نور معلومات
    next
  8. هند

    هند کې، چې د کورونا مړینې تر دوه لکه پورته شوي دغه کړکیچ لا ژوریږي او ټوله نړۍ یې اندیښمنه کړې ده. خو هند کې دغه کړکیچ ولې د ټولې نړۍ لپاره یوه مسله ګرځېدلې ؟ دا ځکه چې کورونا پولې نه پیژني ، په تیزۍ خپرېږي او د هندي کورونا نوی ډول او له یوه بل سره د خلکو تړلتیا دغه کړکیچ نړیوالوي .

    نور معلومات
    next
  9. فوج

    د خواله رسنیو د کارولو تر ټولو لویه خطره یا ګواښ د مالوماتو غلا ده چې ښايي له یو چا وشي. خو د مالوماتو له غلا سره یوازې سرتيري یا پوځيان نه دي مخ بلکې د خواله رسنیو ټول کاروونکي يې ښکار کېدلی شي.

    نور معلومات
    next
  10. هرات کې د اپرېل پر ۱۴ بندۍ ته واکسین لګول کېږي.

    د افغانستان روغتیا و زارت وايي، مېندوارو او ماشومانو ته له تي ورکوونکو مېرمنو پرته په ټولو ۳۴ ولایتونو کې هغو وګړو ته واکسین لګول پیل شوي چې عمرونه یې له اتلسو کلونو پورته دي. د افغانستان روغتیا وزارت وايي، نږدې یو میلیون واکسین ور سره دی چې پنځه لکه ډوزه هند مرسته کړې او ور سره څلور لکه اته شپېته زره د واکسین نړیوالې ادارې له خوا مرسته شوې ده.

    نور معلومات
    next