سرطان

  1. نسرین اوریاخېل

    د افغانستان له سرطان سره د مبارزې بنسټ د بورډ مشره نسرین اوریاخېل وايي، هر کال افغانستان کې شاواخوا شل زره کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي، چې نژدې ۷۵ سلنه (۱۵ زره) یې له امله مري. نوموړې وايي، د سرطان په هکله مالوماتو نشتوالی، نیمګړې درملنه او بې وزلي هغه څه دي چې افغانستان کې یې له امله د سرطان ۷۵ سلنه ناروغان مري. نسرین اوریاخېل د روغتیا وزارت کې د سرطاني ناروغیو لپاره د بودیجې ځانګړي کول هم یو ضروري ګام وباله.

    نور معلومات
    next
  2. درملنه

    په امریکا متحدو ایالتونو کې یوه ډاکتر د سرطان ناروغانو ته نژدې ۶۵۰۰ ډالره پور بښلی دی. د سرطان درملنې متخصص ډاکتر عمر عتیق له هغه وروسته خپلو ناروغانو ته د درملنې لګښتونه بښلي، چې د ناروغانو له ضعیف اقتصادي حالته خبر شوی.

    نور معلومات
    next
  3. Honeybees

    په اسټرالیا کې ساینس پوهانود لابراتواري ازموینو په پایله کې موندلې چې د شاتو د مچیو زهر ځینې هغه سرطاني حجرې وژني چې د ښځو په تیونو کې موندل کېږي، او په دې توګه د تیو د سرطان درملنه کې مرسته کولی شي. دغه موندنه په زړه پورې بلل شوې، خو ساینس پوهان خبرداری ورکوي چې نورو ازموینو او څېړنو ته هم اړتیا شته.

    نور معلومات
    next
  4. خبریاله

    د امریکا په فلوریډا کې یوه ټلویزیوني خبریاله د خپلې خپرونې یوې لېدونکې لخوا متوجه شوه چې په غاړه کې یې سرطاني ټیومر وده کړې. خبریالې ویکټوریا پرایس له دغې لیدونکې مننه کړې، چې په خبره یې په برېښنالیک کې یې د دې پر غاړه د سرطاني علایمو له لیدو وروسته د معایناتو او درملنې ټینګار پرې کړی.

    نور معلومات
    next
  5. Video content

    Video caption: روغتون کې د وژونکي سرطان لرونکې ناروغې واده

    له سرطان ناروغۍ سره تر شپږو میاشتو مبارزې وروسته، ټش لانګهرټس ته د انګلستان یوه روغتون کې ویل شوي وو چې بدل یې د درملنې وړتیا نه لري او یوازې څو اونۍ به ژوندۍ وي.

  6. Dr Rachel with her dad Mark Randall

    ډاکتر ریچل کلارک د درد اراموونکې څانګه کې کار کوي او له داسې ناروغانو سره یې سر و کار دی چې مري. درې کاله مخکې، په سرطان د اخته پلار پالنه کوله. هغې بي بي سي ته وویل، دې تجربې د خپګان او غم په مفهوم ‍پوه کړه او غوره ډاکټره یې ترې جوړه کړه.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: د سرطان درملنه کې یو نوې تجربه

    په بریتانیا کې، هر کال زرګونه خلک چې د سرطان درملنه کیمو تراپي یې روانه وي، بې اړتیا روغتون ته ځي.

  8. هدایت الله همیم

    ‌بي بي سي

    مجاهد کاکړ

    په افغانستان کې د "طلوع نیوز" تلوېزیوني شبکې د بنسټګر او د سیاسي پروګرامونو وړاندې کوونکي مجاهد کاکړ پر مړینې بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي. مجاهد کاکړ د تېرې دوشنبې په ورځ په ۵۱ کلنۍ په جرمني کې د درملنې پر مهال سا ورکړه.

    نور معلومات
    next
  9. Video content

    Video caption: افغانستان کې هر کال پنځلس زره کسان د سرطاني ناروغیو له کبله مري

    د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هر کال نژدې پنځلس زره کسان د سرطاني ناروغیو له امله مري. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم دغه شمېرې تاییدوي.

  10. نسرین اوریا خېله

    د فبرورۍ ۴مه، له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. افغان چارواکي وايي، که څه هم د سرطاني ناروغیو کمو ناروغانو ته د درملنې اسانتیاوې لري، خو په کال کې په دې ناروغۍ له شاوخوا ۲۰ زره اخته کسانو یې شاوخوا ۱۵ زره مري.

    نور معلومات
    next