پښتون ژغورنې غورځنګ

  1. غورځنګ

    د پښتون ژغورنې غورځنګ نن سه شنبه د سویلي وزیرستان په مکین کې لویه ولسي جلسه وکړه چې زرګونو کسانو پکې ګډون وکړ.‌ یادې جلسې ته د غورځنګ مشر منظور پښتین او ګڼو نورو مخکښو مشرانو او غړو ویناوې وکړې.

    نور معلومات
    next
  2. عثمان کاکړ، پښتونخوا

    د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي صدر او پخواني سناتور عثمان خان کاکړ د کراچۍ په اغاخان روغتون کې ساه ورکړه. د دې ګوند یو سیاستوال یوسف کاکړ په اغاخان روغتون کې خپلو پلویانو ته وینا کې اعلان وکړ، چې عثمان خان کاکړ "نور له موږ سره نشته." د عثمان کاکړ زوی خوشحال کاکړ وایي، پلار یې وژل شوی او دوی پوهېږي چې دا کار چا کړی. له دې وړاندې محمود خان اڅکزي ویلي وو، عثمان کاکړ تشناب کې پرېوتلو له کبله ټپي شوی و.

    نور معلومات
    next
  3. پرلت

    د خیبر پښتونخوا په بنو کې د جاني خېلو پرلت نن څوارلسمه ورځ هم دوام لري او ګډونوال یې غوښتنه کوي چې په یاده سیمه کې دې د امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کړل شي. دغه پرلت د ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې وروسته پیل شو. نوموړی څوارلس ورځې وړاندې هلته نامالومه کسانو په ډزو وژلی و او مړی یې لا هم پرلت کې د احتجاج په توګه اېښودل شوی. حکومت لا نه دی توانېدلی چې د خبرو له لارې ستونزه حل او پرلت ختم کړي.

    نور معلومات
    next
  4. منظور پښتین د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې ونیول او بیا همغه میاشت کې خوشی شو.

    پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او څو نور غړي یې چې د پاکستان پولیسو نیولي وو، بېرته خوشي شول. ښاغلی پښتین او ملګري یې د جمعې په ورځ سهار د پښتونخوا کوهاټ کې پولیسو هغه مهال ونیول، چې په یوه پرلت کې د ګډون لپاره بنو ته روان وو. د منظور پښتین د نیول کېدو د لامل په هکله پولیسو څه نه دي ویلي.

    نور معلومات
    next
  5. خدای نور ناصر

    بي بي سي، اسلام اباد

    وزیر

    د پاکستان په سېند ایالت کې یوې محکمې د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر د خوشي کولو ضمانت رد کړی دی. ښاغلی وزیر شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې په پېښور کې نیول شوی و او تر هغه وروسته کراچۍ کې زندان ته ولېږدول شو. پر نوموړي تور دی چې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ولسي‌ غونډه کې يې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد له کرکې ډکې خبرې کړي دي.

    نور معلومات
    next
  6. لاریونوال وايي، اوس به دوی خپل مړي ښخوي.

    د پښتونخوا په بنو ضلعه کې جاني خېلو لاریون چې له تېرې اونۍ روان و او پرون له څلورو مړیو سره د اسلام اباد په لور وخوځېد، نن له حکومت سره تر خبرو وروسته پای ته ورسېد. له حکومت سره د دې لاریون د مرکچي پلاوي یو مشر او د پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ پخوانی غړی عدنان وزیر له بي بي سي سره خبرو کې وايي، د دوی ټولې غوښتنې حکومتي چارواکو منلې دي، ځکه دوی خپل لاریون ختم کړ او اوس به خپل مړي په جاني خېلو کې خاورو ته سپاري.

    نور معلومات
    next
  7. خدای نور ناصر

    بي بي سي اسلام اباد

    محسن داوڑ

    د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو په جاني خېلو کې تر یوې اوونۍ پرلت وروسته نن یکشنبه دغو پرلتوالو د پلازمېنې اسلام اباد پر لور له څلورو مړیو سره لاریون پیل کړی او اوس بنو ته رسېدلي. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر فعالان وايي، منظور پښتین او محسن دوړ دواړه نیول شوي، خو پولیس تراوسه د دوی نیول نه دي تاييد کړي.

    نور معلومات
    next
  8. سوات

    د پاکستان حکومت د پښتونخوا شمالي سیمو کې د ګرځندوی صنعت او سوداګرۍ ودې ته پام اړولی دی. دې لړ کې له شاوخوا ۱۷ کلونو وروسته د سوات سیدو شریف هوايي ډګر بېرته فعال شوی.

    نور معلومات
    next
  9. خدای نور ناصر

    بي بي سي اسلام اباد

    پاکستان

    د پښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې وړمه ورځ واده شوې ناوې نایله شمال ساپۍ له بي بي سي سره مرکه کې وویل، چې کله يې د دې مخ ته نکاح نامه کښېښووله او ورته يې وویل، چې په ولور کې څه غواړي؟ نو دې ورته وویل،‌ چې د یو لک کلدارو کتابونه غواړي او نور هیڅ هم نه:

    نور معلومات
    next
  10. عمران خان

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، اپوزېسیون ګوندونو هڅه کړې چې د سنا یا مشرانو جرګې په ټاکنو کې حکومتي غړي د ځان ملګري کړي او ثابته کړي چې تحریک انصاف ګوند محبوبیت له لاسه ورکړی.

    نور معلومات
    next