داعش

  1. جنیفر وینیسچ په محکمه کې خپل مخ په دوتنه کې پټ کړی

    جرمني کې هغې مسلمانې شوې ښځې ته د لس کلن زندان سزا ورکړل شوې، چې عراق کې له اسلامي دولت نومې ډلې سره له یو ځای کېدو وروسته یې یوه ایزیدي نجلۍ وژلې وه.

    نور معلومات
    next
  2. .

    د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي ویلي، په افغانستان کې د شیعه وګړو پر عبادت ځایونو د بریدونو د مخنیوي یوه لار دا ده چې طالب چارواکي د شیعه ګانو سره یو ځای د دوی په جوماتونو کې عبادت وکړي. نوموړي یکشنبه یوې غونډې ته وویل، عام سني وګړي دې هم دې ته وهڅول شي چې د شیعه وګړو په مراسمو کې ګډون وکړي.

    نور معلومات
    next
  3. Video content

    Video caption: د کندهار بريد: قربانيان خاورو ته سپارل کېږي
  4. گروه داعش از زمان تاسیس تا امروز بارها به مسلمانان شیعه در عراق، سوریه و افغانستان حمله کرده است

    د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خپلو تبلیغاتو په لړ کې یو ځل بیا شیعه وګړي 'خطرناک' بللي دي او ګواښنه یې ورته کړې چې له بغداد تر 'خراسان' به هېڅ ځای هم خوندي نه وي. دې النبا په نامه د دې ډلې په اوونیزه خپرونه کې ګواښنه شوې ده چې شیعه وګړي به خپلو کورونو او مرکزونو کې په نښه کوي. دې لیکنه کې په خاصه توګه د افغانستان شیعه وګړو ته اشاره شوې او تور پرې لګول شوی چې ګواکې د ایران ملاتړي دي او د داعش پر ضد یې له بهرنیو ځواکونو سره مرسته کړې ده.

    نور معلومات
    next
  5. A photograph showing the destroyed car and damage around it

    د امريکا حکومت د هغو لسو تنو خپلوانو ته د تاوان د ورکړې وړانديز کړى چې تېر اګست په تېر وتنې د يوۀ امريکايي ډرون په بريد کې پلازمېنه کابل کې ووژل شول.د امريکا دفاع وزارت پنټاګون په يوه وينا پاڼه کې ويلي دوى همداراز امريکا ته د دغې کورنۍ د پاتې غړو د لېږدولو له چارې سره مرسته کوي.

    نور معلومات
    next
  6. Putin

    د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين وايي د اسلامي دولت نومې ډلې او نورو وسله والو ډلو زرګونه وسله وال د افغانستان په شمالي ولایتونو کې را ټول شوي او هڅه کوي د منځنۍ آسیا هېوادونو او روسیې ته نفوذ وکړي. ولادیمیرپوتین چې د پخواني شوروي اتحاد د غړو هېوادونو د ټولنې سرمشریزې ته یې وینا کوله ټېنګار وکړ چې د طالبانو د ادارې په رسمیت پېژندلو کې بیړې ته اړتیا نشته، خو اړینه ده چې ورسره تعامل وشي.

    نور معلومات
    next
  7. عراق داعش ډله

    د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي ویلي چې د ابوبکر البغدادي یو مرستیال چې د داعش ډلې مالي تامینونکی و نیول شوی دی. رپوټونه وايي چې د ابوبکر البغدادي دغه مرستیال چې نوم یې په رسنیو کې سامي جاسم یاد شوی د امریکا لخوا هم څارل کېده. لومړي وزیر په یوه ټویټ کې ویلي: ''په داسې حال کې چې زمو د امنیتي ځواکونو اتلان د انتخاباتو په امنیت ساتلو پر ورټول کړی و، د عراق د استخباراتو همکارانو یې د سمیع جاسم د نیولو لپاره یو لړ پیچلي عملیات ترسره کول.''

    نور معلومات
    next
  8. بي بي سي مانیټورینګ

    نړۍ د رسنیو له نظره یې

    داعش ډله

    د اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې اونیزه خپرونه النبأ پر طالبانو د دې ډلې د بریدونو خبرونه په ویاړ خپروي. دې خپرونه کې ادعا شوې چې دې ډلې د سپتمبر له ۱۸ نېټې راهیسې افغانستان کې پر طالبانو ۳۱ بریدونه کړي دي. په دې کې یو ځانمرګی برید او د یوه کس د مرۍ غوڅول هم شامل دي، د بریدونو دا لړۍ په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د تاوتریخوالي یوه نوې څپه ده.

    نور معلومات
    next
  9. داعش ډله

    طالبان وايي، د پلازمېنې کابل په خیرخانه مېنه سیمه کې د داعش وسله والې ډلې پر یوه مرکز برید شوی دی. د طالبانو یوې سرچینې په ټویټر پیغام کې ویل شوي، تېره شپه د دې عملیاتو په ترڅ کې د یادې ډلې درې کسان د خپلو باروتو په چاودنه کې وژل شوي دي. د دوشنبې پر ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي ''د داعشیانو مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی او هلته ټول داعشیان وژل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  10. داعش ډله، محمد خلیفه

    یو کاناډایی تبعه چې د اسلامي دولت نومې ډلې د پروپاګند په ویډیوګانو کې یې غږ و په امریکا کې تورن شوی دی. په سعودي کې زېږدلی محمد خلیفه په ۲۰۱۹ کال کې د کردي ملیشه وو له خوا په سوریه کې نیول شوی و او وروسته بیا د امریکا فیدرالي ادارې ایف بي ای ته وسپارل شو.

    نور معلومات
    next