کندهار

  1. کندهار

    د افغانستان سویلي ښار کندهار کې ښوونکو د دوى د تنخواو په ورکړه کې د ځنډ له امله کاربندیز کړی. د لسګونو ښونځیو دغو ښوونکو ویلي، څلور میاشتې کېږي چې تنخوا يې نه ده اخيستې او له سختې بې وزلۍ سره لاس او ګريوان دي. د ښوونې او روزنې ولایتي چارواکي بیا وایي، د ښوونکو معاشونه په بانکي سیسټم کې د شته ستونزو له امله ځنډېدلي او ډیر ژر به دا بهير تر سره شي.

    نور معلومات
    next
  2. Video content

    Video caption: د کندهار بريد: قربانيان خاورو ته سپارل کېږي
  3. جومات

    د اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګې د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي، دغې ډلې پورې اړوندو دوو وسلوالو، لومړى د جومات ساتندويان په وويشتل، بيا جومات ته دننه ننوتل او چاودنه يې وکړه.

    نور معلومات
    next
  4. یک سرباز طالبان به پاسداری مقر والی غزنی گماشته شده است

    د افغانستان سوېل ته له کندهار رپوټونه وايي، چې تر درنې جګړې وروسته د دغه ښار مهمې برخې د طالبانو لاس ته ورغلې دي او ځايي چارواکي احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ته کوچېدلي دي. طالبانو له څو اونیو راهیسې کندهار کې بریدونه پیل او د چارشنبې په ورځ یې د دغه ولایت محبس هم مات کړ. یوه ځايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، تېره شپه ناوخته له سختې جګړې وروسته طالبان پر کندهار ښار واکمن شول.

    نور معلومات
    next
  5. خبرگزاری فرانسه

    د افغانستان په لویدیځ هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د هرات ښار نژدې ټول د طالبانو لاس ته لویدلی دی. نن پنجشنبه ناوخته په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې طالبان پکې وايي د هرات ولایت مقام ته دننه شوي دي. د هرات په ګاونډ کندهار کې هم طالبانو ادعا کړې چې د کندهار پر ښار یې د محاصرې کړۍ تنګه کړې ده. د افغانستان د ولایتي مرکزونو له سقوط سره حکومت پرلپسې ټینګار کړی چې ددې ښارونو بېرته نیولو لپاره به ډېر ژر اقدام وکړي.

    نور معلومات
    next
  6. Doctors treated an injured person

    په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو لاس ته د دریو لویو ښارونو د لوېدو د مخنیوي لپاره جګړه کوي، ولسي وګړي په سختو جګړو کې راګیر شوي. په کندهار او د هلمند په لښکرګاه کې ډاکټران بي بي سي ته له ولسي مرګ ژوبلې سره د خپلې مبارزې په اړه غږېدلي.

    نور معلومات
    next
  7. عاطفي

    د افغانستان سوېل لوېدیځ ته د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې بېګا مشهور تاریخپوه او لیکوال عبدالله عاطفي له خپل کوره نامالومو کسانو اېستلی او وژلی دی. د روزګان والي وايي طالبانو عبدالله عاطفي وژلی، خو طالبان وايي د نوموړي په وژلو کې دوی لاس نه لري، خو څېړنه به وکړي.

    نور معلومات
    next
  8. کابل

    د افغانستان لوېدځ کې د هرات د وړمې شپې له الله اکبر شعار وروسته بېګا پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې یو لوی شمېر خلکو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ ورته شعارونه ورکړل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې په ورځ یوه وینا پاڼه کې ویلي دا زموږ شعار دی، نه د هغه چا چې ده سیکولران بللي دي.

    نور معلومات
    next
  9. د کندهار پنجوايي کې بې ځایه شوي.

    د ماشومانو ژغورلو موسسه (Save the Children) وايي تېرې دوه میاشتې "جون او جولای" افغانستان کې ۸۰ زره ماشومان د جنګ جګړو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. دا اداره خبرداری ورکوي چې دغه ماشومان اوس خوراکتوکو، سرپناه او درملو ته جدي اړتیا لري.

    نور معلومات
    next
  10. Video content

    Video caption: د افغانستان سوېل کې جګړه

    د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په پایله کې یې په هرات، لښکرګاه او کندهار ښارونو کې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي.