شمالي امریکا

  1. Fire officer near Gorman. Pasadena, California

    امریکا کې د تودې هوا د څپې په دوام د متحدو ایالتونو دوو لویدیځو ایالتونو کلیفورنیا او نېواډا کې د لوړې درجې تودوخې د نوي ریکارډ د ثبتېدو وړاندوینه شوې ده. د جمعې پر ورځ د کلیفورنیا 'ډېټ وېلي' بېدیا کې د سانتيګراد په کچه ۵۴ اعشاریه ۴ درجې تودوخه ثبت شوه او چارواکو ویلي دا څپه ښايي تر یکشنبې همداسې دوام وکړي.

    نور معلومات
    next
  2. بیټ کواین

    د ایل سلوادور ولسمشر نایب بوکېلې ویلي خپل هېواد کې د بېټ کوین مجازي یا اېنټرنیټي پیسو چلن رسمي کوي. که د هغه دا پلان د کانګرس لخوا تایید شي نو اېل سلوادور به د نړۍ لومړی هېواد شي چې دغه ډیجیټلي پولي واحد ته رسمیت ورکوي.

    نور معلومات
    next
  3. Raúl Castro at the Communist Party congress

    د فیډل کاسټرو ورور، راول کاسټرو د کیوبا د کمونېست ګوند له کابو شپږ لسیزې مشرۍ وروسته د ګوند له مشرۍ استعفا کړې ده.

    نور معلومات
    next
  4. جو بايدن

    د امریکا کانګرس بالاخره د کورونا وبا د مبارزې او له امریکایانو سره د مرستې لپاره د ولسمشر جو بایډن د "ژغورنې قانون پروژه" تایید کړه. دا پروژه مخکې د استازو جرګې تایید کړې وه.

    نور معلومات
    next
  5. ملېشه

    شنونکي وايي د امریکا متحدو ایالتونو کې پر کانګرس د چپاو وړونکې ډلې په څېر د توندلارو ښي اړخو خطر جدي او پراخېدونکی دی. د سیاسي تاوتریخوالي د څرک لګوونکي ګروپ موندنې ښيي، چې د نومبر ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن تر بریا وروسته لاریونونو او اعتراضونو کې د وسله والو ډلو ګډون د پام وړ ډېر شوی دی.

    نور معلومات
    next
  6. سرڅلی

    لرغونپوهانو مکسیکو سیټي کې تر ځمکې لاندې د کېندنو پر مهال د اېزټېک مذهب اړوند د انسانانو له سرونو د جوړ شوي څلي نورې برخې موندلې دي. د مکسیکو د لرغونپوهنې او تاریخ ملي انسټېټېوټ ویلي چې د څلي په نوي موندل شوې برخه کې ۱۱۹ سرونه لګول شوي دي.

    نور معلومات
    next
  7. جوبایډن

    د جورجیا ایالت د بهرنیو چارو ایالتي وزیر چې جمهوريپال دی وایي، د امریکا منتخب ولسمشر جو بایدڼ په دغه ایالت کې د ډېرو رایو په تر لاسه کولو سره بریالی شوی.

    نور معلومات
    next
  8. .

    د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د سې شنبې په ورځ وویل، افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له څلور نیم زرو دوه نیم زرو ته ټیټوي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د جنورۍ تر ۲۰ یې واک پای ته رسېږي تل یې بهر کې د امریکا پر پوځي لاسوهنه نیوکه کړې او د ځواکونو کور ته ستنېدل غواړي، خو کانګرس کې د جمهوریپال ګوند ځینې غړي د نوموړي پر دغه پرېکړه اندېښمن دي.

    نور معلومات
    next
  9. مېرمن ګینز برګ په څو ډوله سرطان اخته وه

    د امریکا د سترې محکمې یوه وتلې قاضۍ روت بیدر کینګرزبرګ د ۸۷ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوه.

    نور معلومات
    next
  10. کمالوندي

    د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي نطنز اټومي بټۍ کې وروستۍ چاودنه د تخریب له امله بولي. د نوموړي په خبره: "امنیتي ارزونې دا پېښه دسیسه بولي او نطنز کې چاودنه شوې، چارواکي به مناسب وخت کې دا هم ووايي، چې دا چاودنه څنګه او کومو موادو سره شوې او جزیات یې څه دي."

    نور معلومات
    next