طبعيت

  1. تودوخه

    د امریکا متحدو ایالتونو کې یوه علمي، څېړنیز بنسټ تېره جولای میاشت تر دې دمه د نړۍ تاریخ کې تر ټولو توده میاشت بللې ده. دا میاشت د وچې او سمندرونو تودوخه، د شلمې پېړۍ د منځنۍ کچې پرتله د سانتي ګراد شاوخوا یوه درجه لوړه وه.

    نور معلومات
    next
  2. إطفاء حرائق الجزائر

    د الجزایر لومړي وزیر ایمن بن عبدالرحمن د پلازمېنې ختیځ کې د ځنګلونو اور کې د ۲۵ پوځیانو او ۱۷ ولسي وګړو وژل کېدل تایید کړي دي. ګڼ نور پوځیان هم د اور وژنې په عملیاتو کې ژوبل شوي دي. اور په الاحراش قبایلي سیمه کې لګېدلی و.‌

    نور معلومات
    next
  3. اقلیم

    د ملګرو ملتونو د ساینسپوهانو یوه نوې څېړنه وايي پر اقلیم باندې د انسانانو زیان رسونکی اغېز یو واقعیت دی.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: د ترکیې اور: "زموږ مچۍ هم ولاړې"

    د ترکیې ځنګلونو کې لګېدلي اور د دغه هېواد ساحلي سیمې سختې ځپلې دي.

  5. بنګله دېش

    بنګله دېش کې چارواکي وايي، دغه هېواد کې پر واده د تندر غورځېدو له امله ۱۷ کسان مړه شوي او د زوم په ګډون ۱۴ کسان ټپیان دي. تندر په داسې مهال غورځېدلی چې د زوم له کور ورا په ناوې پسې روانه وه. ویل کېږي وراڅي(وراباڼي) په شېبګنج ښارګوټي کې له بېړۍ تر کوزېدو وروسته د ناوې کور ته روان وو چې تندر پرې وغورځېد.

    نور معلومات
    next
  6. Video content

    Video caption: د پیشوګانو شوقي ځوان

    پښتونخوا کې نن سبا د کورنیو حیواناتو د ساتلو او پاللو دود او شوق د پخوا پرتله ډېر شوی دی.

  7. ژغورندویه عملیات د درنو بارانونو له کبله له خنډ سره مخامخ شوي

    د هند په لویدیځ مهراشترا ایالت کې د څو ورځو پرله پسې ورښتونو پایله کې په راوتلو سیلابونو او ځمکښوېدنو کې لږترلږه ۱۳۶ کسان مړه او ګڼ نور نادرکه شوي دي. دغه سېلاب سلګونه ستر او کوچني کلي ځپلي، ګڼ کورونه یې وړي او سلګونه کسان مختلفو سیمو کې ایسار پاتې دي.

    نور معلومات
    next
  8. دریو ورځو کې د یو کال په اندازه باران شوی دی.

    د چین مرکزي هنن ولایت کې تر مرګوني سېلاب وروسته د خواله رسنیو له لارې له سېلاب ځپلو سره د مرستې چټکولو غوښتنه کېږي. د هنن په ژنګژو ښار کې تر چارشنبې پورې د درې ورځو باران د دغه ولایت تر ټول کلني ورښت سره برابر دی او له امله یې تر ۳۳ کسان مړه شول.

    نور معلومات
    next
  9. اور

    قبرس له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغه هېواد د لوی طبیعي اور په مهارولو کې همکاري ورسره وکړي. دا د قبرس په تاریخ کې تر ټولو لوی اور ګڼل شوی دی. له اور سره تېز باد هم مل دی چې لمبې یې له یوه ځایه بل ته لېږدوي. د اور لمن ډېره د قبرس سوېلي لیماسول سیمه کې پراخېدونکې ده چې د ګڼو کلیو خلک یې کوچېدو ته اړایستلي دي.

    نور معلومات
    next
  10. پالب ګوش

    ساینسي خبریال

    Skull fragment and jawbone

    اسرائیل کې څېړونکو د انسانانو د یوې نوې بڼې چې پخوا نه وه پېژندل شوې او تر یو لک کلونو وړاندې یې زموږ له نیکونو سره یو ځای ژوند کاو- پاتې شوني موندلي دي. دا پاتې شوني رمله ښار ته نږدې موندل شوي او ګومان دا دی چې د انسانانو د دغه لرغوني نسل له وروستیو ژوندي پاتې کسانو به د یوه اړوند وي.

    نور معلومات
    next