پر ايران لگېدلي بنديزونه

  1. طالبان

    افغانستان کې د طالبانو له پرمختګونو او د پوځي فعالیتونو له ډېرېدو سره هممهاله د ایران د رول اهمیت هم په ډېرېدو دی. دغه هېواد طالبانو سره له حوادثو ډکه مخینه لري. ایران دمګړۍ ځان افغانستان کې د شیعه لږکیو مدافع ګڼي، خو تېر کې یې دغه هېواد سره متغیر تاریخي او فرهنګي اړیکي لرلي دي.

    نور معلومات
    next
  2. سانتریفوژهای ایران

    اسراییلۍ رسنۍ وايي، د ایران پلازمېنې تهران په کرج ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکې برید کې د دغه هېواد د اټومي سانتریفیوجونو د جوړولو مرکز زیانمن شوی دی. د ایران د اټومي انرژۍ ادارې هم پرون وویل، د یوې بټۍ پرضد یې د ورانکاري ګام مخه یې نیولې او بټۍ ته زیان نه دی رسېدلی.

    نور معلومات
    next
  3. ایران

    اروپايي ډيپلوماټانو پر ایران غږ وکړ چې له دغه هېواد سره د اټومي تړون خبرې بې پایه نه دي. د ایران او شپږو قدرتونو اټومي خبرې دې تړون ته د امریکا د بیا ستنېدلو او د تړون پر ژمنو د ایران د بیا درېدو لپاره له دریو میاشتو راهیسې روانې دي. د ایران ټاکنو کې د ابراهیم رییسي بریالیتوب سره ډېر اټومي تړون ته د ایران له ستنېدو ناهیلي شوي دي.

    نور معلومات
    next
  4. إبراهيم رئيسي

    په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو تر رایو اچولو نژدې نهه ساعته وروسته د کورنیو چارو وزارت ابراهیم رئیسي د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی. شمېرې ښيي چې دا ځل ټاکنو کې د خلکو ګډون نژدې شل سلنه وو. ټاکنو ته دریو نوماندانو او ولسمشر حسن روحاني ابراهیم رئیسي ته د بریا مبارکي ویلې ده.

    نور معلومات
    next
  5. مقابل سفارت ایران

    د ایران خلک نن (جمعه) د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې کاروي. دا د ایران د ولسمشرۍ دیارلسمه دوره ټاکنې دي او څلور نوماندان ورته ولاړ دي. څه باندې ۵۹ میلیونه درې لکه لس زره کسان په دغو ټاکنو کې د رای اچولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي. د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د جمعې په ورځ سهار وختي تهران کې د رایې اچولو پر مهال خلک وهڅول چې ټاکنو کې برخه واخلي.

    نور معلومات
    next
  6. Video content

    Video caption: د ایران ټاکنې: نوی ولسمشر به پر ټومي هوکړه اغېز وکړي؟

    نن، د جمعې په ورځ‌ (غبرګولی ۲۸/جون ۱۸) ایران کې د نوي ولسمشر ټاکلو ته رایه اچونه د هېواد د بهرنۍ تګلارې لپاره یوه حساسه شېبه ده.

  7. Video content

    Video caption: د ایران ولسمشرۍ ټاکنې: 'له پنځو کېلو یو نارنج څنګه راخیستی شئ؟'

    راتلونکې جمعه (غبرګولی ۲۸/جون ۱۸) په ایران کې د نوي ولسمشر لپاره رایه اچونه کېږي.

  8. يوسي كوهين

    د اسرائیل د استخباراتي ادارې موساد مخکني مشر 'یوسي کوهین' په یوه تازه مرکه کې د ایران خلاف د اسرائیلو د عملیاتو نوي جزییات او اړخونه برملا کړل. ښاغلي کوهین د اسرائیل له ۱۲ شبکې سره په یوه بې سارې مرکه کې له ایران د لسګونو زرو ټومي اسنادو د پټولو، د ایران اټومي تاسیساتو کې د چاودنو او د دغه هېواد د تر ټولو مخکښ اټومي ساینسپوه "محسن فخري زاده" د څارلو په ګډون ګڼ نوي جزییات شریک کړې دي.

    نور معلومات
    next
  9. تصویر ماهواره‌ای از منطقه‌ای در روستای سنجریان در اردیبهشت ۱۴۰۰ در مرکز عکس تغییراتی به وجود آمده که از آغاز پاییز پارسال تا زمستان ایجاد شده‌است.

    د ایران د پلازمېنې تهران شمال ختیځ ته د جاجرود د سنجریان کلي سپوږمکۍ انځورنه په رسنیو کې خبرساز شول. دا انځورونه د امریکا فاکس نیوز شبکې په داسې مهال خپاره کړل چې د ایران اټومي پروګرام په تېره د ممکنه پوځي اړخونو په هکله یې جنجال زیات شوی دی.

    نور معلومات
    next
  10. حسن روحاني

    د ایران ولسمشر حسن روحاني د کابینې غونډه کې سږنیو(د ۱۴۰۰ کال) ټاکنو ته په اشاره وویل، دې ټاکنو کې جفا او ډېر بد ظلمونه وشول. نوموړي د نوماندانو د صلاحیت ردولو برخه کې د ایران مذهبي مشر ته په اشاره د جبران غوښتنه وکړه او همدارنګه یې د حکومت پرضد د اوسنیو نوماندانو پر څرګندونو نیوکه وکړه.

    نور معلومات
    next