ولسپالنه

  1. ذبیح الله رحیمزی

    ننګرهار

    کونړ

    رپوټونه وايي چې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پاکستاني مليشو ترمنځ جګړه پیل شوې. د ولایتي شورا یو غړی وايي یوه ښځه د هاوان په ډزو کې وژله شوې او درې نارینه ټپيان دي. لومړنۍ ډزې مازدیګر مهال پیل شوې دي.

    نور معلومات
    next
  2. هیلاری کلینتون

    د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال ټاکنو کې د امریکا او د نړۍ ډېری خلک باوري وو چې نور د یوې ښځې د ولسمشر کېدو وخت را رسېدلی او دا مېرمن هیلري کلېنټن وه. ټولو د امریکا د سیاست د شیشه يي بام د ماتېدو خبرې کولې خو هیلري کلېنټن له داسې چا ماتې وخوړه چې ټاکنو ته یې په ورتګ ملنډې وهل کېدې.

    نور معلومات
    next
  3. امریکن ایئرلائنز

    امریکا کې دوو مسلمانو سړو ادعا کړې چې کله یې الوتکه د ډالاس ښار په لور حرکت کاوه د لارې په اوږدو کې له مذهبي او توکمیز نفرت سره مخ وو. دوی له چارواکو د پلټنې غوښتنه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: باچاخان

    باچاخان

  5. یوسف ځدراڼ

    بي بي سي - کابل

    امان الله خان

    د افغانستان د خپلواکۍ له اخیستنې او لس کلن حکومت وروسته شاه امان الله خان له هېواده بهر څنګه ژوند درلود؟ په دې اړه روایتونه او حکایتونه توپیر لري. ځينې وايي امان الله خان په ایټالیا کې ښه ژوند پیل کړ، خو خپله د کورنۍ غړي او یو شمېر څيړونکي بیا ټینګار کوي چې امان الله خان له هېواده لرې د تنګ لاسۍ ژوند تېراوه.

    نور معلومات
    next
  6. ملابرادر

    پاکستانۍ ډېلي ټايمز ورځپاڼې د دوحې سولې له بهيره د خبرو ځينو سرچينو په وينا ليکلي، طالب مرکچيانو د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره د ۱۴ مياشتو موده وړانديز کړې. خو ډېلي ټايمز وايي، ملابرادراوس دا خبره د طالب مشرانو مخې ته ايښې. ورځپاڼې د سرچينو په وينا ليکلي چې په دې تړاو لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او په اړه يې خبرې روانې دي.

    نور معلومات
    next
  7. ډاکتر داود اعظمي

    بي بي سي

    امان الله خان

    د ډاکټر داود اعظمي په دغه لیکنه کي د شاه امان الله خان د ژوند او واکمنۍ د بيلو اړخونو، دده پر ضد د پاڅون د سببونو، بېرته پر تخت کښېناستو هلو ځلو، دده اسلامي عقيده، په ليرې کېدو کې يې د انګرېزانو د لاس لرلو د ادعاوو او د هغه مهال د افغانستان او سيمې د حالاتو په اړه نوې موندنې او حقايق بيان شوي دي.

    نور معلومات
    next
  8. پاینده څرګند

    بي بي سي، لندن

    امان الله

    د امان الله خان د مړینې لامل ناروغي وه خو د پلار له مړینې سره تړلې پر شهزادۍ هندیې دوو نورو مسلو هم ژور اغېز پرې ایښی، تر مړینې وړاندې د یوه ګونګي او ړانده سپین ږیري وړاندوینې او له مرګه وروسته افغانستان ته د پلار د مړي لېږد او خښولو سره تړلې ناندرۍ. د پاچا له مړینې وروسته 'پاکستان له ملکې ثریا غوښتنه وکړه چې امان الله خان دې پکې خښ شي' خو دا د ملکې لپاره سره کرښه وه.

    نور معلومات
    next
  9. اشرف غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان ښه نیت او مثبت رول خورا مهم دی،‌ ځکه چې، د ده په وینا طالبان او پاکستان پر یو بل ټینګه تکیه کوي. ولسمشر غني دا څرګندونې تېر ماښام پاکستان ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې په یوه ناسته کې وکړې.

    نور معلومات
    next