ډنمارک

  1. ROYAL DANISH NAVY

    د ډنمارک سمندرساتي ځواکونه د بالتیک سمندرګي اوبو کې د ایران د تر ټولو سترې بېړۍ مکران او سهند بېړۍ د لیدو خبره کوي. دا دوه بېړۍ- چې پخوا فکر کېده ونزویلا ته روانې دي- د روسیې سن پترزبورګ په لور خوځېدلې دي.

    نور معلومات
    next
  2. Danish cartoonist Kurt Westergaard

    د کُرټ وسټرګارډ په نامه هغه ډنمارکی کارتونېست، چې د اسلام د پیغمر محمد (ص) کارتونونو یې د نړۍ لروبر کې د میلیونونو کسانو غوسه او غبرګون پارولی و، د ۸۶ کالو په عمر مړ شوی. هغه له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د سخت دریځې (جیلانډس پوسټن) ورځپاڼې لپاره کارتونونه جوړول.

    نور معلومات
    next
  3. مېرکل

    ډنمارک کې د څارګرۍ یو سازمان تورن شوی چې له متحد ایالتونو سره یې د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل په ګډون د اروپايي مشرانو خلاف جاسوسۍ کې همکاري کړې ده. د ډنمارکي رسنیو لخوا د رپوټونو له مخې د دغه هېواد د دفاعي خدماتو سازمان (ایف يي) له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۴ کال- هغه مهال چې بارک اوباما ولسمشر و- د امریکا د ملي امنیت ادارې (این اېس اې) سره مرسته کړې چې د اروپايي مشرانو تلیفوني او انټرنیټي تماسونه ثبت او واوري.

    نور معلومات
    next
  4. DANISH ENERGY AGENCY

    د ډنمارک سیاستوالو شمال سمندرګي کې د نړۍ د انرژۍ لومړني او داسې ټاپو جوړولو سره هوکړه کړې چې تر درې میلیونو کورنیو ته به انرژي برابرولی شي. نړۍ کې د انرژۍ لومړنی ټاپو به د فوټبال ۱۸ ډګرونو یا یو لک شل زره متر مربع پراخ وي او تمه ده چې ورو ورو یې پراختیا تر درې برابره شي.

    نور معلومات
    next
  5. کوفورډ او پمپیو د امریکا او ډنمارک د اړیکو په ټینګولو ټینګار کړی

    د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د ګرینلېنډ پېرلو په تړاو د ډنمارک د لومړۍ وزیرې میټي فریډریکسن څرګندونې "خندوونکې" بللې. اغلې میټي د ګرینلېنډ پېرلو په اړه د ټرمپ دا وړاندیز 'بابیزه' بللی و چې په وینا یې 'هیله ده ټرمپ په خپلو خبرو کې جدي نه وي'. ټرمپ ویلي، د ډنمارک لومړۍ وزیرې باید ویلي وای چې "نه، دا معامله نه کوو."

    نور معلومات
    next
  6. ټرمپ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ډنمارک خپل رسمي سفر وروسته له هغه لغوه کړی چې ډنمارک پر نوموړي د ګرینلنډ ټاپو له خرڅولو انکار وکړ. ګرین لنډ له اسټرالیا وروسته چې پخپل ځای یو براعظم بلل کېږي، د نړۍ تر ټولو لوی ټاپو دی، چې اوس مهال د ډنمارک ملکیت دی

    نور معلومات
    next