اروپايي ټولنه

  1. یونان

    د اروپايي ټولنې یو لوړپوړی چارواکی وايي، یوناا باید له خپلو پولو د بې قانونه کډوالو اېستل ودروي. د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره یلوا جوهاسن له بي بي سي سره خبرو کې وویل، له سمندر او ځمکې د ترکیې په لور د کډوالو ستنولو رپوټونه باوري او له بنسټیزو اروپايي ارزښتونو د سرغړونې ثبوت دی.

    نور معلومات
    next
  2. ایران

    اروپايي ډيپلوماټانو پر ایران غږ وکړ چې له دغه هېواد سره د اټومي تړون خبرې بې پایه نه دي. د ایران او شپږو قدرتونو اټومي خبرې دې تړون ته د امریکا د بیا ستنېدلو او د تړون پر ژمنو د ایران د بیا درېدو لپاره له دریو میاشتو راهیسې روانې دي. د ایران ټاکنو کې د ابراهیم رییسي بریالیتوب سره ډېر اټومي تړون ته د ایران له ستنېدو ناهیلي شوي دي.

    نور معلومات
    next
  3. سمیع الله موسی‌زی

    بي بي سي، لندن

    EUA

    د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی چارسمبالی توماس نیکلاسن- چې تازه یې له پاکستاني چارواکو سره کتلي- وايي له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو چارې ته په کتو د افغان سولې لپاره وخت په پای ته رسېدو دی. هغه د پاکستان رول ته په اشاره وايي، دا هېواد پوهیږي چې د افغان مسلې سوله ییز حل یې په ګټه دی خو اسلام اباد باید پر طالبانو خپل ټول اغېز واچوي چې د سیاسي جوړجاړي لپاره خپل لیکلي وړاندیزونه وړاندې کړي.

    نور معلومات
    next
  4. ژباړن(ښي لور ته) له ځايي ځلکو مالوماتو اخیستلو کې له امریکايي پوځي سره مرسته کوي.

    طالبانو په دوو جلا اعلامیو کې بهرنیو دیپلوماتانو، د بشري برخو کارکوونکو، د بهرنیو ځواکونو افغان ژباړونکو او ساتونکو ته له خپله اړخه د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی. خو د طالبانو په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د بهرنیو ځواکونو افغان کارکوونکي باید "په خپلو تېرو کړنو پيښمانه واوسي" او د راتلونکي لپاره بیا داسې لاره غوره نه کړي چې د دوی په وینا له "اسلام او هېواد سره خیانت بلل کېږي".

    نور معلومات
    next
  5. مېرکل

    ډنمارک کې د څارګرۍ یو سازمان تورن شوی چې له متحد ایالتونو سره یې د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل په ګډون د اروپايي مشرانو خلاف جاسوسۍ کې همکاري کړې ده. د ډنمارکي رسنیو لخوا د رپوټونو له مخې د دغه هېواد د دفاعي خدماتو سازمان (ایف يي) له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۴ کال- هغه مهال چې بارک اوباما ولسمشر و- د امریکا د ملي امنیت ادارې (این اېس اې) سره مرسته کړې چې د اروپايي مشرانو تلیفوني او انټرنیټي تماسونه ثبت او واوري.

    نور معلومات
    next
  6. د بشار اسد ملاتړي د نوموړي بری لمانځي

    د سوریې ولسمشر بشار اسد د څلورم ځل لپاره د دغه هېواد ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شو. د سوریې د پارلمان مشر حمود صباغ خبري غونډې ته وویل، ښاغلي اسد ۹۵.۱ سلنه رایې ګټلې دي.

    نور معلومات
    next
  7. د بېلاروس خبریال

    روپايي ټولنې پرېکړه کړې چې د بېلاروس هوايي الوتنې شرکتونه نه شي کولی چې د دې ټولنې د غړو هېوادونو له هوايي حریمه کار واخلي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې پر تېره یکشنبه د یوه منتقد خبریال د نیولو لپاره یوه الوتکه مېنسک کې ناستې ته اړ کړل شوه.

    نور معلومات
    next
  8. Ryanair plane landing in Vilnius, and activist Roman Protasevich in 2017

    د بیلاروس د هوايي ځواک لخوا لیتوانیا ته د یوې روانې سپرلۍ الوتکې جبري کینولو لویدیځ هېوادونه غوسه کړي دي. د بیلاروس هوايي ځواک دا سپرلۍ الوتکه د بم د خبرداري په پلمه د دې لپاره مېنسک هوايي ډګر کې کیناستو ته اړیسته چې پکې د خپل حکومت یو سپور نیوکګر ژورنالیست او فعال 'رومن پروتاسویچ' ونیسي.

    نور معلومات
    next
  9. جرسي

    بریتانیا له فرانسې سره په سمندري حدودو کې د کبانو د ښکار سیمې پر سر له لانجې وروسته جرسي ټاپو ته دوه شاهي سمندر ساتونکې بېړۍ استولې دي. د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، د فرانسې لخوا جرسي ټاپو ته د څه باندې ۱۰۰ کب نیونکو بېړیو استول "هېڅ توجیه نه لري".

    نور معلومات
    next
  10. روسان

    د ایټالیا سمندري ځواکونو خپل یو افسر یوه روسي پوځي چارواکي ته د پټو اسنادو د ورکولو پر مهال نیولی دی. د ایټالیا نظامي پولیس وايي دغه افسر یې د جاسوسۍ او د ملي امنیت په تړاو د درنو جرمنو په تور نیولی دی.

    نور معلومات
    next