ډرون

  1. کابل برید

    د امریکا دفاع وزارت چارواکي وايي، په کابل کې د امریکايي پوځ هغه ډرون برید چې ۱۰ ملکي افغانان یې ووژل، یوه داسې تېروتنه وه چې له هیڅ قانونه سر غړوونه پکې نه ده شوې. د امریکايي هوايي ځواک پلټونکی ډګر جنرال سامي خبریالانو ته وویل، د دوی معلومات ښيي چې: ''دا یوه صادقانه تېروتنه'' وه. د اګست ۲۹ هغه برید کې اووه ماشومان او درې لویان وژل شوي وو، چې د یوې امریکایۍ خیریه موسسې کارکوونکی هم پکې شامل و.

    نور معلومات
    next
  2. A photograph showing the destroyed car and damage around it

    د امريکا حکومت د هغو لسو تنو خپلوانو ته د تاوان د ورکړې وړانديز کړى چې تېر اګست په تېر وتنې د يوۀ امريکايي ډرون په بريد کې پلازمېنه کابل کې ووژل شول.د امريکا دفاع وزارت پنټاګون په يوه وينا پاڼه کې ويلي دوى همداراز امريکا ته د دغې کورنۍ د پاتې غړو د لېږدولو له چارې سره مرسته کوي.

    نور معلومات
    next
  3. ډرون

    د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) وایي،‌ افغانستان کې د ترهګرو پر ضد د هوایي بریدونو پر وخت د افغانستان هوایي‌ حریم کارولو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري. د پنټاګون ویاند جان کېربي د جمعې پر ورځ یوې خبري غونډې ته وویل،‌ امریکا د دا ډول هوایي عملیاتو بشپړه اړتیا لري او دې ته اړتیا نشته چې په اړه یې طالبانو سره خبرې وشي. نوموړي‌ زیاته کړه،‌ فکر نه کوي چې په راتونکي کې هم د ورته عملیاتو لپاره د کومې ډلې اجازې ته اړتیا ولري.

    نور معلومات
    next
  4. بېړۍ

    په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي، د اسرائیلو پر مېرسر سټریټ سوداګریزه بېړۍ برید کې د دغه هېواد د لاس لرلو ادعاوې رد کړې او په دې تړاو یې وړاندې شوي اسناد جعلي بللي دي.

    نور معلومات
    next
  5. Video content

    Video caption: ډرون کامرو د وژونکو نهنګانو ټولنیز ژوند په ډاګه کړ

    ډرون کامرو د وژونکو نهنګانو ټولنیز ژوند په ډاګه کړ

  6. A British Army commando

    بریتانیا غواړي د خپلو عسکرو شمېر ۱۰۰۰۰ راکم کړي او د روباټونو او ډرون الوتکو کارولو او ساېبري جګړې ته ځان چمتو کړي. د بریتانیا د دفاعي چارو بیا ارزونه ښايي د ځینو ټانکونو او الوتکو د کموالي سبب شي- خو حکومت وايي چې د جنګي بېړیو، اوبتلونو او سمندري عسکرو شمېر به ډېر شي.

    نور معلومات
    next
  7. ډي جي ای

    د چین دوه شرکتونه (د بې پیلوټه الوتکو جوړوونکی ډي جې ای) شرکت او د الکترونیکي چیپ جوړوونکی "ايس اېم آی سي" شرکتونه د امریکا د سوداګرۍ تور لېست کې شامل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  8. امریکا

    ملګرو ملتونو ویلي، د امریکایي پوځ په هغه ډرون برید کې چې په تېره می میاشت کې په فراه ولایت کې شوی و، د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ ولسي وګړي وژل شوي وو. خو امریکایي پوځ وایي هغو بریدونو کې یې د طالبانو د مخدره توکو فابریکې په نښه کړې وې

    نور معلومات
    next
  9. هغه شېبه چې ۱۷ کاله وروسته سونګ ژیانګ پکې بیا ونیول شو

    د چین پولیسو یو بندي، چې ۱۷ کاله مخکې له پولیسو تښتېدلی و، د بې پیلوټه الوتکې په مټ په یوه غار کې موندلی دی. دا ۶۳ کلن بندي سنوګ ژیانګ نومېږي چې په ۲۰۰۲ کال کې د ښځو او ماشومانو د قاچاق په جرم بندي شوی و، خو له زندانه تښتېدلی و.

    نور معلومات
    next
  10. ډرون الوتکه

    د غزني چارواکي وایي، د دې ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې تېره شپه بې پیلوټه الوتکې شپږ ولسي وګړي وژلي دي. ولایتي چارواکي وایي، په دې برید کې وسله وال طالبان په نښه شوي وو. خو وسله والو طالبان ځان ته د اوښتې مرګ ژوبلې ادعا ردوي

    نور معلومات
    next