افغان سولې خبرې

  1. بوش

    په افغانستان کې د امریکا او بریتانیا پوځي عملیاتو د پیل شل کاله پوره کېدو په مناسبت ځینې مراسم تر سره شوي دي. بریتانیا کې پرون د افغانستان له وخت سره سم ۱۱ بجې د ۴۵۷ وژل شویو بریتانوي پوځیانو پر یادګار د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوې. دغه عملیات د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له هوايي بریدونو سره پیل شول.

    نور معلومات
    next
  2. پر طالبانو بندیزونه

    د امریکا په سنا مجلس کې له شلو زیاتو سناتورانو پر طالبانو د بندیزونو لګولو قرارداد دې جرګې ته وړاندې کړ. په دې قرارداد کې چې پرون ( سه شنبه سپټمبر ۲۸) وړاندې شو د پاکستان یادونه هم شوې ده او ښايي دغه هېواد هم دې بندیزونو کې شامل کړل شي.

    نور معلومات
    next
  3. General Milley

    د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي خبرداری ورکړ چې د ۱۲ میاشتو په لنډه موده کې القاعده ترهګر له افغانستانه امریکا ګواښلای شي. دجنرال مېلي سه شنبه د امریکا د سنا د وسلوالو ځواکونو کومېټې ته وویل، په دې کې هېڅ شک نه لري چې طالبان یوه ترهګره ډله وه او لا هم ده. نوموړي وویل، اوس به کتل کېږي چې ایا دا ډله پر افغانستان خپله واکمني ټینګولی شي او که دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیلېږي.

    نور معلومات
    next
  4. خلیلزاد

    د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد وايي، له افغانستانه د ولسمشر محمد اشرف غني د وتلو ناڅاپي پرېکړې له طالبانو سره هغه وروستی جوړجاړی له منځه یووړ، چې موخه یې تر سیاسي لېږد پورې د دې ډلې له ولکې نه د کابل بهر ساتل وو. امریکا د همده په استازولۍ تېر کال له طالبانو سره د سولې تړون ته رسېدلې وه.

    نور معلومات
    next
  5. ملا برادر

    ټایمز مجلې د ملا عبدالغني برادر نوم د ۲۰۲۱ کال د ۱۰۰ اغېزناکو کسانو په نوملړ کې شامل کړی دی. ملا عبدالغني برادر چې ۱۹۹۴ کال کې یې د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو تحریک له بنسټ اېښودونکو کسانو یو دی، د طالبانو سرپرست حکومت کې د رئیس الوزرا د مرستیال دنده ورسپارل شوې ده. د ټایمز مجلې په نوملړ کې له ملا عبدالغني برادر سره سره د افغان مدني فعالې محبوبه سراج نوم هم د هغو سلو کسانو لیست کې راغلی چې د ۲۰۲۱ کال اوږدو کې اغېزناک بلل شوي.

    نور معلومات
    next
  6. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، امریکایان او طالبان د دوحې خبرو په ترڅ کې په اصولو کې خپلمنځي هوکړې ته رسېدلي دي.

    رویټرز خبري اژانس له یو شمېر اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو او دیپلوماتانو سره د مرکو پر بنسټ، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ماموریت ته کتنه کړې. ګڼو امریکایي چارواکو یاد خبري اژانس ته ویلي، په دې تېره درې کلنه موده کې ښاغلی خلیلزاد د امریکا د تاریخ د تر ټولو لویې دیپلوماتیکې ناکامۍ سبب شوی دی. پر زلمي خلیلزاد د نیوکو ترڅنګ ګڼ داسې کسان هم شته چې د نوموړي دنده او لاسته راوړنې ستایي. ‌

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: د امریکايي پوځ وتنه د امریکا او افغانستان لپاره په څه معنا ده؟
  8. C17 leaves Kabul

    د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مېکنزي تائید کړې چې وروستي امریکایي پوځیان د اګست په دېرشمه له افغانستان ووتل او له دې سره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد. د امریکایي جنرال له دې اعلان څو شېبې وړاندې د افغان پلازمېنې کابل د هوایي ډزو غږ او رسام مرمیو په رڼا وپوښل شو او طالب وسلوالو د خپلې بریا اعلان وکړ. طالبانو دا یوه تاریخي شېبه او لویه بریا بللې ده.

    نور معلومات
    next
  9. مزار شریف

    وسله وال طالبان ادعا کوي چې د بلخ مرکز مزارشریف، د فاریاب مرکز میمنه او د لغمان مرکز مهترلام ښارونه یې نیولي دی. که تایید شي، دا به د کونړ، پکتیا او پکتیکا په ګډون شپږ ولایتونه شي، چې مرکزونه یې په یوه ورځ کې وسله والو طالبانو نیولي دي. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې پر ماښام ناوخته پر ټویټر یوه پیغام کې ادعا وکړه چې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف دولتي تاسیسات او دغه راز په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرکز کنټرول د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي.

    نور معلومات
    next
  10. ولسمشر غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د روان وضعیت په اړه ولس ته خپل پیغام کې دا ومنله چې افغانستان د ده په ټکو "د تپل شوې جګړې له کبله د بې ثباتۍ له جدي خطر سره مخامخ دی". ښاغلی غني وايي په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام د دوی لومړیتوب دی او په دې هکله جدي اقدامات تر لاس لاندې دي.

    نور معلومات
    next