روغتیا

  1. Covid health worker in Moscow

    روسیه کې د کورونا وبا له خپرېدو راهیسې لومړی ځل د شنبې پر ورځ ی۲۴ ساعتونو کې د کوویډ ـ ناروغۍ له کبله د ۱۰۰۰ کسانو مړینه تایید شوې ده.

    نور معلومات
    next
  2. Foreign tourists are seen at India Gate monument

    هندي چارواکي په هېواد کې د کوویډ - ۱۹ نویو ناروغانو شمېر له کمېدو وروسته بهرنیو سیلانیانو ته اجازه ورکوي چې دغه هېواد ته ورشي.

    نور معلومات
    next
  3. جیمز ګالاغر

    د روغتیا او ساینس څانګې خبریال

    Child vaccinated against malaria

    د ملاریا ضد مبارزې په یوه تاریخ پړاو کې د افریقا ډېری سیمو کې ماشومانو ته د دې خونړۍ ناروغۍ ضد واکسین ورکول کېږي. تېره پېړۍ کې دا ناروغي په ځانګړې توګه د ماشومانو مړیني یو لوی لامل و. اوس له یوې پېړۍ اوږدو هڅو وروسته د دې ناروغۍ ضد واکسین د درملو برخه کې د بشریت یوه لویه لاسته راوړنه بلل کېږي. د ار ټي اېس، اېس په نامه دغه واکسین شپږ کاله مخکې تایید شوي و.

    نور معلومات
    next
  4. په غیږ کې نیول

    هغو امریکایي ساینسپوهانو ته د طب او فیزیولوژۍ برخو کې د نوبل جایزه ورکول کېږي چې د دوو انسانانو غاړې وتلو (غېږ ورکولو) او همدا راز د انسان پر پوستکې د لمر وړانګو اغېز په اړه یې پلټنې کړې دي.

    نور معلومات
    next
  5. هند

    هند سترې محکمې د هېواد د حکومت هغه پرېکړه تایید کړې چې د کوویډ - ۱۹ له کبله د هر مړه شوي کس کورنۍ ته به د تاوان جبران په توګه پنځوس زره روپۍ (۶۷۴ امریکايي ډالر) ورکوي.

    نور معلومات
    next
  6. قرنطین

    امریکا متحده ایالتونه به د راتلونکي کال له پیله مخ پر وده هېوادونو ته د کورونا ضد فایزر واکسین پنځه سوه میلیونه نورو خوراکونو مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن دا ژمنه وکړه او په وینا یې هېواد به یې د 'واکسین وسلتون' شي. د واکسین له دې اضافي مرستې سره د کورونا ضد واکسین خوراکونو شمېر یو میلیارد ته رسېږي چې امریکا یې د مرسته کولو ژمنه کړې.

    نور معلومات
    next
  7. ناورین

    د رغتیا نړیوال سازمان چارواکو افغانستان ته خپل وروستي سفر وروسته خبرداری ورکړی چې د دې هېواد د عامې روغتیا سیستم بشپړ سقوط ته نږدې دی او له جدي‌ بحران سره مخ دی. د یاد سازمان مشر ډاکټر ټېډروس ادانوم ګیبریسوس تېره ورځ‌ کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره کتلي او دې هېواد کې پر روان روغتیایي ناورین ورسره غږېدلی. له دې سفر وروسته د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي،‌ که بېړنۍ مرستې ونشي نو افغانستان به له یو جدي بشري‌ ناورین سره مخ شي.‌‌‌

    نور معلومات
    next
  8. حفیظ الله معروف او اېلن یونګ

    بي بي سي - لندن

    Afghan mother and baby with doctor. Photo collage illustration from photographs courtesy Getty Images

    د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اېچ او د مالومات له مخې افغانستان کې لا هم په هر سلو زرو زېږونونو کې ۶۳۸ میندې مري. دا کچه پخوا نوره هم لوړه وه. خو د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې هغه پرمختګونه چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې شوي، په چټکۍ مخ په ځوړ روان دي.

    نور معلومات
    next
  9. د روغتیا نړیوال سازمان مشر کابل کې له طالب مشرانو سره کتلي

    د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مشر ټیډروس ادهانوم قبریاسوس د افغانستان پلازمېنې کابل ته رسېدلی او هلته يې د طالبانو د چارسمبالې کابينې له رئيس الوزرا محمد حسن اخوند، مرستيال رئيس الوزرا عبدالغني برادر او د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي سره کتلي دي. تمه کېږي نوموړي به هلته د روغتیايي مرکزونو بودیجې لږوالي پر موضوع خبرې وکړي، چې له کبله یې افغانستان کې د روغتیا پالنې لړ کې ستونزې ډېر شوې دي.

    نور معلومات
    next
  10. File photo of Pfizer vaccine

    په نیو زیلنډ کې یوه ښځه ظاهراً وروسته له هغه مړه شوې چې د کورونا ضد فایزر واکسین یې ولګولو.‌ دا لومړی ځل دی چې په دې هېواد کې د کورونا ضد واکسین سره د تړلې مړینې رپوټ ورکول کېږي. روغتیایي چارواکو ویلي، دا ښځه په غالب ګومان د (مایوکارډایټس) یا د زړه د عضلاتو د پړسېدو له کبله مړه شوې ده.

    نور معلومات
    next